No-IMG

حکمتيار: امريکا او اروپا له روسيې سره په جنگ كي د ښكېلېدو همت او جرأت له لاسه وركړى

د امريكايي او اروپايي چارواكو له اظهاراتو كاملاً جوته وه چي دوى له روسيې سره په جنگ كي د ښكېلېدو همت او جرأت له لاسه وركړى؛ د افغانستان، عراق او سوريې په جنگونو كي د امريكا او ناټو ماتي؛ د دوى روحيه داسي ځپلې چي تر اوږدې مودې به په بل جنگ كي د ښكېلېدو جرأت ونه كړي؛ مسكو د ناټو دا د ضعف اړخ ښه درك كړى او غواړي اعظمي استفاده ترې وكړي. اوكراين ورته مهم او آسان هدف برېښي؛ له روسيې سره جوخت د اوكراين شرقي برخه چي د بانسِك په نامه يادېږي؛ د دې سيمي دوه ايالتونه ( دونتسِک او لوهانسِک) داسي دي چي د مسكو پلويان په كي ځواكمن دي او له اوكراين بېلېدا او خپلواكي غواړي؛ مسكو د دواړو خپلواكي په رسميت وپېژندله؛ او اوس ئې د اوكراين په خلاف خپل پراخ عمليات له دغو خپلواكو ايالتونو د دفاع تر نامه لاندي پيل كړل.

دا بايد په پام كي ولرو چي پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد په دوران كي د اوكراين سرتېري د شوروي افسرانو تر قومندې لاندي د افغانانو په لومړۍ كرښي كي جنگېدلي، نن د همغو روسانو له لوري پر اوكراين بمونه او راگټونه ورېږي. الله تعالى ذوالانتقام دئ، له ظالمانو حتماً د مظلومانو انتقام اخلي، ښايي همدا د اوكراين جنگ به هغه پړاو ته ورسېږي چي الله تعالى له ټولو هغو انتقام واخلي چي لاسونه ئې د افغانانو په وينو سره دي.

له روان وضعيت داسي معلومېږي چي نه اوكراين د مقاومت توان لري او نه ناټو په داسي پوزيشن كي ده چي له اوكراين د دفاع لپاره له روسيې سره جنگ ته زړه ښه كړي او له روسيې سره په جنگ كي له ښكېلېدو د كومي لاسته راوړني طمع ولري.

 وروڼو خوېندو!

مسكو او واشنگټن په دوو پړاونو كي د افغان مجاهدينو په خلاف گډ دريځ غوره او يوه د بل ملگرتيا وكړه: 1- لومړى هغه مهال چي شوروي ځواكونه له افغانستان وتل؛ سي آى اې او كي جي بي او په دوى پوري تړلو پرديپالو افغاني ډلو او د سيمي هېوادونو او حكومتونو؛ د مجاهدينو خلاف گډه جنگي جبهه پرانيستله؛ د جبهې شعار او اهداف دا ټاكل شوي وو چي د مسكو لاس پوڅى حكومت او له هغه سره د مسكو مالي او نظامي مرستي به دوام كوي، د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت جوړېدو مخه به نيسي، د شوروي ځواكونو نيمگړى جنگ به دوام كوي؛ دا مأموريت به د كمونستانو او منافقينو گډي جبهې ته سپاري، په دې موخه چي د جنگ د دوام په نتيجه كي د افغانستان ټول نظامي تجهيزات ذوب شي، د جهاد تاريخي تجربه ناكامه كړي او د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو امكانات د تل لپاره له منځه ولاړ شي. د دې خبيث پلان په عملي كولو كي نه يوازي مسكو او واشنگټن پراخ او مباشر لاس درلود؛ بلكي زموږ هغو گاونډيو هم د دوى مرسته وكړه چي يو مهال ئې د مجاهدينو حمايت كولو؛ دوى هم د دې خبيثي جبهې غړيتوب ترلاسه كړ او حتى د دښمنۍ په لومړۍ كرښي كي ودرېدل!!

2- پر افغانستان د امريكايي يرغل په جريان كي همداسي جبهه د طالبانو خلاف جوړه شوه؛ نه يوازي مسكو د امريكا مرسته او ملگرتيا وكړه او كمونستانو د هغوى د زمكنيو اجيرو جنگياليو په توگه عمل وكړ؛ بلكي زموږ گاونډيو هم په پراخه پيمانه د افغانستان په اشغال كي د ناټو مرسته وكړه. ځينو خپله زمكه او فضاء د امريكا په واك كي وركړه، ځيني داسي وو چي د ناټو جهازونه د دوى له فضاء تېرېدل او پر افغانانو ئې بمونه ورول، امريكايي ځواكونه د دوى له لاري افغانستان ته راتلل، د ځواكونو د اكمال او د تجهيزاتو انتقال له همدې لاري ترسره كېدو او ځينو خپل لاسپوڅي دې ته چمتو كړل چي د امريكا د اجيرو جنگياليو په توگه وجنگېږي؛ د هغوى دفترونه ئې وتړل او دې ته ئې اړ كړل چي حتماً افغانستان ته ولاړ شي او د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي وجنگېږي.

وروڼو خوېندو!

نن وضعيت داسي دئ چي همدا دوه ځواكونه په اوكراين كي سره ښكر په ښكر شوي، اوكراين د مساحت او نفوس له پلوه افغانستان ته ورته دئ؛ مساحت ئې 603 زره كيلومتره مربع دئ او نفوس ئې نږدې ۴۲ مليون دئ، 3 كلونه له (1941 تر 1944)؛ د آلمان تر اشغال لاندي او 52 كاله ئې له ( 1939 تر 1991) پوري د شوروي تر اشغال لاندي تېر كړي، افغانستان 653 زره كيلومتر مربع مساحت او نږدې 40 مليونه نفوس لري؛ 14 كاله د شوروي تر اشغال لاندي وو او 20 كلونه د امريكا تر اشغال لاندي؛ له دواړو ئې د جهاد په نتيجه كي خپله آزادي گټلې. د سټراټيژسك موقعيت له پلوه د افغانستان اهميت تر اوكراين ډېر زيات دئ؛ البته اوكراين خپل اهميت لري؛ له روسيې وروسته د اروپا دوهم پراخ هېواد دئ، د تور سمندرگي خوا ته پروت دئ؛ چي دې هېواد ته ئې خاص اهميت وركړى. اكثراً د هېوادونو سټراټيژيك موقعيت د دې باعث شوى چي د استعمارگرانو تر بريدونو لاندي راغلي؛ پر افغانستان د يوې پېړۍ په دروان كي د دريو استعماري ځواكونو (بريتاينا؛ ورپسې شوروي او بيا امريكا) د پرله پسې بريدونو وجه همدا د افغانستان سټراټيژيك موقعيت دئ.

وروڼو خوېندو!

  موږ د زبر ځواكونو له نظامي او اقتصادي رقابتونو هم صدمه ليدلې او د دوى له گډو توطئو او معامله گريو هم؛ په لكونو افغانان د دوى د گډو توطئو او گډ جنگ قرباني شوي، كوم جنگ چي شوروي ځواكونو پر افغان ولس تحميل كړ؛ امريكا ته په ميراث پاته شو؛ دې جنگ دا دئ څلور لسيزي دوام وكړ، لا هم افغانان د بل جنگ له گواښونو سره مخامخ دي؛ لا هم د هېواد شاوخوا كي نظامي تحركات روان دي او د بل جنگ لپاره د اجرتي جنگياليو د روزني او تجهيز لپاره كمپونه جوړېږي او له وسلو سره هېواد ته رالېږل كېږي.

وروڼو خوېندو!

خپل هېواد او خپلو ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن افغانان بايد يو بل ته لاس وركړي او په گډه د گواښونو او تهديدونو مقابله وكړي، له گواښونو سره د مقابلې او له بحرانونو د وتلو يوازينۍ موفقه لار همدا ده. له هغو ناكامو سياستونو بايد ډډه وكړو چي له دښمنانو د دوستي او مرستي پر كاذبي طمعي ولاړ وي؛ كمونستانو، سيكولرانو او منافقينو دا سياستونه وآزمويل؛ پايله ئې د هېواد تباهي او ورانى او د دوى ذلت او سپكاوى وو. استعمارگرانو د خپلو موخو لپاره د افغان ولس په خلاف وجنگول او په پاى كي ئې د سپيرو او گنده توكو او يو وار استعمال لوښو په څېر لري وغورځول!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک