حکمتيار: تاريخ تل تكرارېږي؛ هر خلف به د خپل سلف له برخليك سره هرو مرو مخامخ كېږي
هو؛ تاريخ تل تكرارېږي؛ هر خلف به د خپل سلف له برخليك سره هرو مرو مخامخ كېږي. هغه څه چي 33 كاله وړاندي او زموږ هېواد كي د شوروي ځواكونو له ماتي وروسته وشول؛ سره امپراطوري منحله شوه، ټوله شرقي اروپا د مسكو له واكه ووتله؛ د شرقي اروپا هېوادونه د دوهمي نړۍ والي جگړي په نتيجه كي او د غرب او شرق تر منځ د يوې موافقې له مخي د مسكو تر واك لاندي راغلي وو؛ غرب او په سر كي ئې امريكا د روسيې له ماتې او د ماتي په نتيجه كي د روسيې له ضعف په استفادې سره ټوله شرقي اروپا د مسكو له اغېز د تل لپاره د ايستلو او تر خپل اغېز لاندي د راوستلو په موخه چي څه ئې له وسه پوره وو وئې نه سپمول؛ نه يوازي د ناټو په تړون كي د دوى د شاملولو كار ته ئې سرعت وركړ؛ بلكي په دغو هېوادو كي ئې د ځواكونو ځاى پر ځاى كولو پراخي هڅي وكړې. خو په افغانستان كي د ناټو ماتي مسكو ته دا فرصت په لاس وركړ چي خپل غچ واخلي؛ له شرقي اروپا د ناټو د سلطې ټغر ټولولو لپاره ئې لومړى گام واخيست او پر اوكراين ئې بريد وكړ؛ پر اوكراين بريد او د روسيې تر اغېز لاندي د دې هېواد بيا راتلو ته بايد د يوازيني گام په سترگه ونه كتل شي؛ ښايي دقيق تحليل به دا وي چي ووايو: دا به پر ټولي شرقي اروپا د مسكو د بېرته واكمنېدو لومړى خو اساسي گام وي.
