No-IMG

اوکراین

سلمان افغان

 

د اوکراین اوسنی ولسمشر زیلینسکي یو یهودي ټوکی ممثل دی، درې کاله مخکې د اوکراین ریاستي چوکۍ ته د انتخاباتو له لارې رسېدلای

زیلینسکي په 2015م کال کې په یو فکاهي سیریز چې د "ولس د خادم" په نوم و کار کولو

کیسه یې داسې وه چې د تاریخ یو استاذ د وخت په نظام تنقید وکړي، یو شاګرد یې ويډیو کوي، دا ويډیو ډېره زیاته خپره شي، خلک له استاذ وغواړي چې انتخاباتو ته ودرېږي، استاذ چې کله انتخاباتو ته ودرېږي نو ویې ګټي او باد شاه شي

همدا کیسه زیلینسکي په حقیقت بدله کړه، د "ولس د خادم" په نوم تحریک، حزب یې جوړ کړ، انتخاباتو ته ودرېدو او ښه په پراخه پیمانه یې رایې یوړې او کامیاب شو، د اوکراین ولسمشر وټاکل شو.

کېدایشي همدا وجه وي چې دا یو ممثل و او مشاورین به یې هم کومیډي ممثلین وو، نو د اوکراین حالت یې یو تورې تیارې ته واړو، او نن د روس سره ښکر په ښکر شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک