د لسګونو زرو افغانانو وژونکې او د (اگسا) مشر اسد سروري نيول شوی
ويل کيږي چي دتره کي د حکومت د استخباراتو د اداري(اګسا) مشر او د لسګونو زرو افغانانو وژونکې اسد (سروري) د چهارشنبي ورځ ماښام مهال د نامعلومو کسانو له لوري په زړو مکرويانو کي د هغه له کور څخه په زور ويستلې شوي او وړل شوي دي ,
ياد تن په 1372هجري,لمريز کال هم د ډلي په هوايي ډگر کي د هند د مخفي پوليسو (را )له لورې ترنيول کيدو وروسته, احمدشاه مسعود ته سپارل شوي وو ,چي بيا په جبل سراج کي زنداني وو ,
د (ط) د لومړي( ا )په دور کي سهوا له زندان څخه خوشي او لا درکه شو ,
چي بيا د کرزي د حکومت په شروع کي د امرالله (صالح) د خاصي ميني او توجه په پار لدي ډاره چي هسي نه د افغانانو له لوري ترورشي نو د ملي امنيت په ميلمستون کي څه موده وساتل شو, وروسته بيا د کابل د ښار د وخت د ښاري محکمي د ريس( بختياراني) له لوري په اشد مجازات( اعدام) محکوم کړي شو, خو د ملي امنيت د پخوانيو کارکونکو د مستقيمي مداخلي او د امرالله (صالح)
اسدالله(خالد) ,جنرال رازق (اڅکزي) او د ملي امنيت د لوي رياست د تاميناتي مرستيال
(فخري )په وساطت دحامد(کرزي) له لوري د اعدام د اجرا امر په زندان کي د سروري د 25 کلونو د پاتي کيدو په موده معاوضه شو,
خو دادي نن يو ځل بيا شايد چي دده په لاس او مستقيمه قوماند د شهيد کړې شو افعانانو د وارثينو په غوښتنه د وخت دچارواکو له لوري ګرفتار او د عدالت د محاکمي ميز ته ورکش کړي شي
نور جزيات وروسته
