شعر څه ته وايي؟
بلينډه بدرۍ
ماسره مرکه
په لفظونو د یوې صحنې رسمولو ته
شعر الهام دی ؟
نه کمال او هنر دی .
ښه شعر څه معیار لري ؟
چې د صحنې رسمول یې داسې کړي وي چې لوستونکی یې صحنه ژوندۍ ویني .
کمزوری شعر څنګه وي ؟
که د شعري جوړښت له مخه کمزوري مراد وي نو د دنیا په هیڅ ګوټ کې داسې شاعر نه مومو چې د شعرونو پیل یې دې کمزوریو سره مخ شوی نه وي ،
او بل د خیال او بیان کمزوري ، زمونږ په ټولنه کې دې ته کمزوري ویل ناسمه فتوا ده .
شعر اصلاً کمزوری نه وي ، فرق د زوقونو په اخذ او د فکرونو د تجروبو په تله کې دی
ځکه چې مونږ د شعر د زوق او فکر دوه قشره لرو ، چې یو یې ادبي او بل یې ولسي دی .
نو د کمزوري او ښه شعر ارزښت یو برابر دی .
یو څوک څنګه لوی شاعر جوړیدای شي ؟
هغه چې ډیره شاعري وکړي دوهم چې شعر او یا شعري جوړښت ته نوی رنګ یا ایجاد راوړي .
زمونږ په دور کې شعر قافلیز دی مانا چې ټول یو په بل پسې روان یوو . هماغه نظم هماغه غزل هماغه چاربیتې ، د همدې فرمولونو د ننه که چا په نوي رنګ نقاشي وکړه لوی او غښتلی بلل کیږي خو زما رایه داده چې لوی شاعر هغه دی چې د شعر په جوړښتونو یا فرمولونو کې نوی ایجاد راوړي .
