حکمتيار: د اوکراين قضيه کي امريكا له روسيې سره جنگ نه کوي
د اوكراين له احتمالي جنگ چي كوم پېچلى وضعيت رامنځته شوى؛ خپل حساس پړاو ته رسېدلى؛ سپيني ماڼۍ ويلي وو چي په قوي احتمال سره به د روسيې بريد يوه ورځ وړاندي او د تېري چهار شنبې په ورځ پيل شي؛ خو داسي ونهشول او د كريملين وياندي د ده پر غلطو وړاندوينو تمسخر وكړ. وضعيت داسي دئ چي په كيف كي د ناټو ډېرو غړو خپل سفارتونه بند كړي او خپل اتباع ئې له اوكراين ايستلي؛ له وضعيت داسي معلومېږي چي كه جنگ ونښلي نو غرب به پر روسانو د تحريماتو له لگولو پرته بل څه ته زړه ښه نه كړي؛ د دې احتمال ضعيف برېښي چي امريكا به له روسيې سره په جنگ كي ښكېل شي؛ او اروپايي ټولنه به ئې په دې جنگ كي ملگرتيا وكړي. دوى د افغانستان اوږد او ناكام جنگ ډېر ستومانه او ناهيلي كړي او مورال ئې سخت ځپل شوى؛ سپينه ماڼۍ ښه پوهېږي چي په اوكراين كي د ناټو ماته به د متحده ايالاتو د شړېدو او زوال پيلامه شي.
كله چي شوروي اتحاد پر افغانستان بريد كولو نو امريكا له وضعيت او له هغه څه چي د شوروي اتحاد دننه تېرېدل دومره بى خبره ول چي ويل ئې: موږ د اوسپنين دېوال له آخوا وضعيت په دقيقه توگه خبر نه يو؛ خو گمان نه كوو چي روسان دي پر افغانستان بريد وكړي؛ د دوى له دې وينا فقط څو اونۍ وروسته شوروي ځواكونه له هواء او د زمكي له دريو لارو افغانستان ته راننوتل. لومړى ئې امين په تاج بيگ ماڼۍ كي ووژلو او ورپسې ئې ببرك كارمل كابل ته راانتقال او د ارگ پر گدۍ كښېنولو!! امريكا د شوروي ځواكونو له ماتي او وتلو 13 كاله وروسته؛ د هغوى ناكامه او خونړۍ تجربه تكرار كړه؛ لومړى ئې كابل ونيولو او بيا ئې په بن كي خپل لاسپوڅى حكومت جوړ او د هواء له لاري كابل ته انتقال كړ؛ او له شلو كلونو خونړي جنگ وروسته له شرمناكي ماتي سره مخ او له افغانستان تش لاس وتلو ته اړ شول.
