No-IMG

شکريه بارکزۍ د طالبانو په ضد ډيره مصروفه او فعاله ښکاري

د تير نظام چارواکو مغز او ذهن د امريکايى ډالرو دى فساد او خود خواهۍ په جراثيمو دومره ککړ شوۍ ٶه، چى هره ورځ يى د افغان ولس درې سوه جنازي ليدلى خو دوى د ځان غوښتنه منله هغه زين شوي آس نه راکوز نه شول چى امريکا او ملګرو يي قيضه په لاس کې ور کړي وه، غربي ديموکراسۍ دومره مست او نيشه کړى ول چې د سولې او تفاهم په ژبه د واک تر اخري سلګيو هم ٶ نه غږيدل؟

آو هيڅ کله په دې سوچ او فکر کى نه ٶل چى له مونږ نه په قصرونه، بلډنګونه او د واکمنۍ جزيرې يو خړ پړ او په چپلکو کې جنګيدلي طالب ته پاتى کيږي؟

شکريه بارکزۍ آرګ ته نږدې يوه له هماغو چارواکو له ډلې څخه ده چى اوس د ناروى په هيواد کى د ډالرو د بړستن لاندى آرامه ژوند لري، اغلي په تير نظام کى دوه دورې د ولسي جرګې د غړيتوب ترڅنګ يى په ناروي هيواد کى د سفيرې په توګه هم دنده درلوده، ددې خاوند(غفار داوي) دى کابل بانګ په لوټولو کې د سوپر مين د پهلـوانانو په لست کى شامل ٶه، چى د بارکزۍ د مصٶنيت تر لمنې لاندى په تير فاسد نظام کى د ميلونونو ډالرو د کابل بانګ لوى غل لکه سپين چرګ سرې سترګې ګرځيده؟

نن اغلي بارکزۍ له غربي رسنيو سره د طالبانو په ضد ډيره مصروفه او فعاله ښکاري او دا ددى حق بولم چى د طالبانو د حکومت په ضد تبليغات وکړي، دا يې ځکه حق بولم چې د تير فاسد نظام هستي، او مستي يى دواړه له لاسه ورکړي؟

خو نور ددې حق نلري، چي د سيماثمر، اريانا سعيد، اوْ څو نورو لونده مارو په ملتيا د 15 ميلونه افغانانو باعفته مسلمانو ښځو په عزت لوبې او د ىنمايندګي خبرې وکړي.

اگر هوس است، همين قدر بس است

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک