د حکمتيار صاحب شلمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتیار ۲۰مه درسي حلقه دائره شوه چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
د نوي درس تر پيل وړاندې قدرمن مشر د معراج النبي صلی الله عليه وسلم پر موضوع لنډه رڼا واچوله او ويې ويل:
د معراج په اړه چې څومره روايات د أحاديثو په کتابونو کې راغلي، ټول يې پهخپل منځ کې متعارض دي او په دې اړه چې څومره إختلافات موجود دي، ټول يې له همدغو متعارضو رواياتو راولاړ شوي، پهدې رواياتو کې يوازې هغه روايات د منلو وړ دي چې له قرآن سره اړخ لګوي، قرآن د معراج سفر له مسجدالحرام پيل شوی ګڼي او وايي چې دا يوه رؤيا وه، هغه روايات چې وايي: دا سفر د رسول الله صلی الله عليه وسلم له کور او يا د أم هاني رضی الله عنها له کور پيل شوی، د منلو وړ نه دي، له دې دوه دوه رواياتو پرته نور روايتونه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا سفر له مسجدالحرام او يا هم له حطيم پيل شوی ګڼي او په دې صيغو پيل شوي: (زه په مسجد الحرام كې اوده وم، په حطيم کې اوده وم او...) له شک پرته صحيح دي او پر همدې دليل ويلی شو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم معراج له يو روحاني سفر پرته بل څه نه وو.
د يادې موضوع له توضيح وروسته قدرمن مشر پر يوې بلې إختلافي موضوع «د قبر عذاب» هم بحث وکړ او ويې ويل:
د مسلمانانو د مختلفو مذهبي فرقو تر منځ په دې اړه هم إختلاف دی چې د قبر عذاب څنګه دی؟
آيا مړی د برزخ د ژوند راحت او عذاب په قبر کې ګوري، که په عليين او سجين کې؟
آيا له بدن د روح وتلو وروسته د انسان بدن احساس لري؟ راحت او عذاب احساسولی شي؟
آيا روح له بدن بهر عذاب او راحت احساسولی شي؟ او...
همدې پوښتنو ته نوموړي د ځواب ويلو په اړه د سوره بقرې ۱۵۴نمبر او د سوره آل عمران ۱۶۹نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:
د دې آيتونو له مُحتویٰ په صريح توګه معلومېږي چې له مرګ وروسته داسې يو څه شته چې انسان پرې خوشالي او يا خفګان احساس کړي. دا چې دا به څه وي، په دې اړه به إن شاء الله راتلونکي درسي مُحاضَره کې تفصيلي بحث او توضيح ولرو.
د درس په پای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي مُحاضَره د نوموړي په دعائيه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
