مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: له ۱۹ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلوالیو لوبو کې د سپینو زرو مډال په تر لاسه کولو سره ۲ مقام خپل کړ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، د افغانستان یو لوبغاړي امید قنبري په دې سیالیو کې ښه وځلېده او د «تر ټولو ارزښتمن» لوبغاړي ډالۍ یې تر لاسه کړه.
✒: د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست وایي، ډاکټر فواد پیرزاد چې څو ورځې وړاندې له کابل ښاره تښتول شوی و، پرون له انسان تښتوونکو راخلاص او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو. یاد ریاست په یو ټویټ کې زیاتوي، د دې پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي او تر څېړنې لاندې دي.
✒: د شهید سردار محمد داود خان په رغتون کې د تېر او اوسني نظام معیوبینو ته د برېښنایي ویلچرونو د وېش لړۍ پیل شوې ده. دا ویلچرونه د ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو په مالي ملاتړ چمتو شوي دي.
✒: پوهنې وزارت وایي چې ډېر ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانیستل شي. د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په برخه کې جدي دی او ټول زده کوونکي به په یو ډول له تعلیمي نصاب څخه برخمن شي.
✒: کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړی دی. د کابل ښاروالي مسوولینو په ژوند کې د نیالګیو په ارزښت او د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پر ګټو خبرې کړې او له کابل ښاریانو یې غوښتي چې د خپل کور مخې ته د یو نیالګي په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا او پاکوالي کې ونډه واخلي.
✒: یونیسف: د افغان ښوونکو د جنورۍ او فبرورۍ د معاشونو ورکړه مو پیل کړې ده، خو وایي دې برخه کې ۲۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا هم لرو.
✒: د کابل د مرکزي سیلو ریاست: له ۲۹ کلن ځنډ وروسته مو د غنمو د اوړو کولو او ډوډیو د تولید فعالیت بیا پیل کړ.
وایي، د هرات او کندهار سیلوګانې به هم بیرته فعالې شي.
✒: پنج فلسطینی در حمله نظامیان اسرائیل زخمی شدند.
✒: البانیا: د پارا تکواندو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي د جي ۲ نړیوالو سیالیو د ۸۷۸ لوبغاړو له منځه دوهم مقام خپل کړ.
د ذکیې یو لاس نشته، ترکي او رومانیایي سیالان یې مات کړل، خو روسۍ سیالې نه یې ماتې وخوړه.
✒: د ایران او هند خارجه وزیرانو د مونیخ ۵۸ م کنفرانس څنډه کې سره لیدلي او افغانستان کې یې د یو همه شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
✒: د ایران لوی درستیز جنرال محمد باقري ویلي چې د ایران او افغانستان ګډې پولې خوندي دي او لږې ډېرې ستونزې چې رامنځته کېږي د دواړو هیوادونو د پولو ساتونکي به یې حل کړي.
✒: بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده. دې هېل نشریه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د افغانانو د شتمنۍ د ګرځولو حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي.
✒: د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي د راغلو افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا پنځوس کسه یې داسې دي چې په خطرناکو جرمونو یې لاس پورې کړی دی او ان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مخینه لري.
✒: ایران او ملګرو ملتونو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره په افغانستان کې پر روان وضعیت او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.
✒: سعودي عربستان وایي لا هم له ایران سره مذاکراتو ته لېواله دي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي که ایران په سیمه کې خپل چلند بدل کړي نو دوی تیار دي چې د مذاکراتو پنځم پړاو ورسره پيل کړي.
✒: په افغانستان کې روان انساني ناورین د سیمې او نړۍ امنیت ته خطرونه جوړولی شي. ډوېچوېلې انګلیسي برخې د افغانستان په اړه له ځینو نړیوالو تحلیلګرانو سره خبرې کړې دي او دوی ټینګار کړی چې نړۍ باید د امنیت او سیمه ییزې سولې لپاره په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخنیوی وکړي.
✒: د عرب نیوز ورځپاڼې لیکوال ډاکټر عظیم ابراهیمي چې د افغانستان او سیمې مسایل څاري، په یوه تحلیل کې لیکلي چې غربیانو په تېرو شلو کلونو کې افغانانو ته د بیا رغونې او پرمختګ په اړه خورا غوړې وعدې ورکړې خو په پای کې یې عمل ورباندې و نه کړ.
✒: یو شمېر افغان مېرمنې: جوبایډن ثابته کړه چې امریکا د باور وړ نه ده
یو شمېر افغان مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د افغانستان د مالي شتمنۍ په اړه د جوبایډ وروستۍ پرېکړه غندلې ده.
✒: د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی کړی.
✒: له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي.د یادې ادارې په وینا،یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي.
