No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک سبا یکشنبه ۱۰ میلیونه ډالر د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

: ‏په هند کې مېشتو افغان سېکانو او هندوانو ددې هېواد له صدراعظم نرېندرا مودي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د شریکولو تر څنګ یې نوموړي ته د افغانانو پګړۍ او چپنه د ډالۍ په توګه ورکړي دي.

: ‏بريد جنرال ډاکټر عبدالولي "احمدزى" د ا.ا د دفاع وزارت د صحي قوماندانۍ  سرپرست مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر یوې ریکشا د امنیتي ځواکونو د ډزو په ترڅ کې یوه مېرمن وژل شوې او دوه نورې ټپيانې شوي.

 

د کندهار امنیه قومندانۍ وايي چې دغه پېښه نن له هغې وروسته رامنځته شوه چې د ریکشا چلونکي د تلاشۍ په یوه تم ځای کې له درېدو ډډه وکړه.

: ‏د پکتیکا پوهنتون استادانو او د دغه ولایت د ملکي ادارو استازو د یوې غوڼډې په ترڅ کې د افغانستان د مالي پانګې په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د افغانانو پر حقه حقونو تېری بللی دی.

: ‏د افغانستان د پوهنتونو استادانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د سپټمبر پېښې ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان له مالي پانګې د پیسو تخصیص د یو فقیر هېواد له خلکو د باجګیري او غلا مانا لري.

: ‏د هندوستان هېواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په لړ کې تازه دوه نیم ټنه مواد کابل ته را رسېدلې دي.

: ‏د سالنګ د لویې لارې د څار او ساتنې مسوول قاضي عبدالله عبید وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په شمالي سالنګ کې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د واوره پاکوونکي لوډر سره ټکر وکړ چې له امله یې مسافر وړونکي موټر او مسافرو ته زیان اوښتی دی.

: آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا در پنجاه‌ و هشتمین نشست کنفرانس امنیت مونیخ که در آلمان در حال برگزاری است؛ سخنرانی کرد.

وی با بیان اینکه شاهد سناریوی «تحریک نادرست» روسیه در 24 تا 48 ساعت گذشته در اوکراین بوده‌ایم، گفت که برخلاف اظهارات روسیه مبنی بر خروج برخی از نیروهایش از مرز اوکراین، مسکو نیروهای بیشتری از جمله سربازان ویژه را به مرز اعزام کرده است.

بلینکن در ادامه افزود: بر خلاف ادعای روسیه مبنی بر خروج، آمریکا شاهد اعزام نیروهای بیشتر به سمت مرز اوکراین است.

: جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا در نشست خبری خود در کاخ سفید به سوالات خبرنگاران پیرامون آخرین تحولات بحران اوکراین پاسخ داد.

وی ضمن اشاره به اینکه در روزهای اخیر شاهد نقض جدی آتش‌بس توسط نیروهای تحت حمایت روسیه بوده‌ایم، گفت که این نیروها حملات دونباس را به گردن اوکراین می‌اندازند.

بایدن در ادامه افزود که روسیه نیز کمپین سیاه‌نمایی راه انداخته، که همه این‌ها را به‌ عنوان بهانه‌ای برای حمله به اوکراین به کار می‌برد.

وی با اشاره به اینکه روسیه در حال حاضر 150 هزار سرباز در مرز اوکراین و بلاروس و در دریای سیاه دارد، گفت: ما دلایلی داریم که به این باور برسیم که روسیه در هفته‌های آینده حمله خواهد کرد. به نظر ما که پایتخت اوکراین که محل زندگی 2.8 میلیون انسان بی‌گناه است، نیز هدف قرار خواهد گرفت.

رئیس‌جمهور آمریکا در پاسخ به سوال یک خبرنگار مبنی بر اینکه، آیا معتقدید پوتین تصمیم به اشغال اوکراین گرفته است، گفت: بله، من معتقدم که پوتین در حال حاضر این تصمیم را گرفته است.

: ینس استولتنبرگ، دبیرکل ناتو طی سخنانی خود در کنفرانس امنیتی مونیخ با بیان اینکه روسیه نیروهایش را از مرز اوکراین دور نکرده و فقط شمار آنها را افزایش نداده است گفت: طی نامه جدیدی، سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه را به مذاکره فراخوانده‌ایم.

استولتنبرگ با بیان اینکه ناتو و متحدانش به تلاش‌های دیپلماتیک خود برای یافتن راه‌حل مسالمت‌آمیز برای بحران ادامه می‌دهند، گفت که این پیمان آماده است تا در گفت‌وگوی همه‌جانبه با مسکو شرکت کند تا گام‌های متقابلی برای امنیت کشورهای اروپا و روسیه برداشته شود.

: ‏د برېټانیا د نړیوالې پرمختیا پخوانی وزیر روري سټیوارټ:

امریکا او متحدینو یې له افغانستان سره خیانت وکړ او د دې هېواد خلک یې د لوږې د بحران خوله کې ورکړل.

: ‏د مالیزیا د ټولنیزو او کورنیو مسایلو وزیره سیتزیلا محمد یوسف:

که مېرمنې مو په خبره نه سمېږي، ویې وهئ.

د وزیرې دې خبرو د مالېزیا د ښځو او بشري حقونو بنسټونه په غوسه کړي دي.

: ‏سیګار وایي ښایي د افغانستان نا خالص داخلي تولیدات شاوخوا ۴ میلیارده ډالر راښکته شي. سیګار د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د یوه راپور پر بنسټ ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت له څو کلونو راهیسې مخ پر ځوړ دی.

: ‏روسیه وایي امریکا پر دوی بندیزونو ته پلمې لټوي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین وایي دوی که پر اوکراین برید وکړي یا نه خو امریکا او ملګري یې تل د بندیزونو د وضع کولو لپاره لاره پلټي.

: ‏ایراني رسنۍ وايي، یو موټر چې ۱۱ تنه افغان کډوال په کې سپاره وو، چپه شوی دی. دغه پېښه پرون د کهنوج او بندر عباس پر لاره چپه شوی چې له امله یې درې تنه مړه شوي او نهه نور ټپيان دي.

: ‏جینوا کال په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته ژر تر ژره د افغانستان مالي شتمني ازاده نه شي نو دغه هېواد به له نه جبرانېدونکي فقر او تنګ لاسۍ سره مخ شي.

: ‏په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره وکتل. امیري نن په یوه ټویټ کې وویل چې دوی په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د هڅو په اړه خبرې وکړې.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن وایي، له خپل قطري سیال سره یې د لیدنې پر مهال د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

: ‏رویټرز خبري اژانس وايي، نړیوال بانک پلان لري، چې د افغانستان لپاره له یو کنګل شوي بانکي حسابه یو میلیارد امریکایي ډالر په دې هېواد کې د بېړنیو مرستو لپاره ازاد کړي.

نړیوال بانک غواړي چې دا یو ملیارد ډالر افغانستان کې د پوهنې، کرنې، عامې روغتیا او نورو عامه خدماتو کې ولګول شي.

‏سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، د نړیوال بانک اجرائیه بورډ راتلونکې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه پر دې پلان بحث کوي.

رویټرز ویلي، که چېرې مرستندویه هېوادونه دا پلان تصویب کړي نو دا پیسې به د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان کې لګول کېږي او طالبان به ورته لاسرسی ونه لري.‌

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ډاکټر محمد اګ ایویا په افغانستان کې د یونیسف نوی استازی ټاکل شوی دی.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اونۍ مسکو ته ځي.

د پاکستان ټرېبیون ورځپاڼې ویلي، چې خان به د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر پوتین سره پر سوداګریزو اړیکو سربېره د سیمې پر امنیتي مسایلو او د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.

‏ورځپاڼه وايي، پاکستان او روسیه افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو او ترهګرو ډلو له ټوکېدو اندېښنه لري او په خبره یې دغه دواړه هیوادونه دا ځل کابل کې روان سیاسي جریان بریالي کېدو ته لېوال دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چودري فواد حسین ویلي، چې مسکو ته د خان دا سفر به د لوبې بدلوونکی وي.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ګازو د صادروونکو هېوادونو په ناسته کې د ګډون په هدف قطر ته ځي.

د ګازو صادروونکو هېوادونو ناسته سبا د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک