جنتي حيدري!
ظاهر عمار
په خپل ابدي فراق دې زموږ دربدر روحي حالت نور هم تباه و برباد کړ.
پوره يوه ورځ مې له فيسبوکه ځان کناره کړی و چې د کوهي په تيارو کې ستا اخيستل شوی دلآزاروونکی انځور بيا بيا مخې ته رانشي. زه هيلهمن وم چې بيا ځلي فيسبوک پرانيزم، ستا د نجات خبر به لولم خو د الهي تقدير خوښه بل څه وه.
جنتي حيدري!
موږ دې په فراق بيخي ډېر ژوبل شوي يو او فکر کوو ستا په بايللو مو خپل ټول معصوم نسل بايللی خو له دې هر څه سره سره، الهي تقدير ته تسليم يو او هغه څه نه وايو چې زموږ لوی رب پرې خپه کيږي. ښايي د رب تعالی خوښه دا وه چې ته له موږ سره د پاتې کېدو پر ځای د هغه د رحمت جوار ته ورکډه شې او په کوچني ځان د ګاللي زحمت په مقابل کې دې هومره ونازوي چې د تياره کوهي وحشتناکه صحنې دې يومخ له ذهنه ووځي.
جنتي حيدري!
موږ ښه پوهېږو چې اوس به د رب تعالی د رحمت په جوار کې، د جنت په شنو باغونو او شنو چمنونو کې، د شهدو، شيدو او شرابو د روانو ویالو پر غاړه او په سپينه نرۍ ورېځ موسم کې له نورو جنتي ماشومانو سره موسکاوې تبادله کوې او لوبې کوې خو په لاشعور کې به له موږ ټولو ګيلهمن يې چې ته مو ونشوای ژغورلای او د خپلو دردمنو والدينو اوښلنې سترګې درباندې په وروستي ځل يخې نه شوې ..
جنتي حيدري!
ته په جنت کې خوښ اوسه او موږ وبخښه.
.. بالآخره موږ ټول د خدای تعالی يو او همغه ته بېرته ورستنېدونکي يو ..
