مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا امیر: 33 كاله مخكي د دلوي په 26 شوروي ځواكونه له سختي ماتي وروسته له افغانستان ووتل؛ او له همدې ورځي د شوروي اتحاد زوال پيل شو؛ لنډه موده وروسته شوروي اتحاد په زوال محكوم شو او د نړۍ له نقشې د سرې امپراطورۍ جغرافيه حذف شوه. دوى راغلي وو چي افغانستان هم د مركزي آسيا د محكومو هېوادو په څېر په خپلي ستري نقشې كي ضم كړي؛ خو دا دئ گورئ چي سرلوړى او مستقل افغانستان لا شته او د شوروي هډوكي تر خاورو لاندي وراسته شوي!! افغانانو نه يوازي د شوروي ماته او زوال په خپلو سترگو وليد؛ بلكي د شوروي د سيال متحده ايالاتو او ناټو ماته ئې هم وليدله.
✒: د ح.ا.ا امیر: امريكا چي په تېرو شلو كلونو كي د مظلومو افغانانو په ضد كوم ظلمونه او جنايات وكړل او اوس لگيا ده د بلي جگړي تپلو هڅه كوي، دا ټول له پامه غورځول، له دوى د دوستۍ طمع درلودل؛ شرائط ئې منل، د افغانستان په چارو كي د څه ويلو او كولو حق وركول؛ مذاكرات ورسره كول او شنډ شوي معاهدات ورسره پالل؛ ستره اشتباه او ناكامه او بې حاصله هڅه ده؛ نه له إيمان او غيرت سره اړخ لگوي او نه له فِراست او بصيرت سره. په كار ده له امريكا او په هغې پوري تړلو هېوادو سره د مذاكراتو او تماسونو لړۍ لږ تر لږه تر هغه وخت پوري متوقف شي چي د دوى شرارتونه او گواښونه په بشپړه توگه پاى ته ورسېږي.
✒: د ح.ا.ا امیر: د قطر خارجه وزير؛ د افغان ولس د انتظار خلاف وويل: كومي مرستي چي طالبانو ته سپارل كېږي؛ ښايي د تروريستانو لاس ته ورشي!! همدا راز ده افغانانو ته سپارښتنه وكړه چي بايد شل كلني لاس ته راوړني وساتي!! دا اظهارات كه د امريكا كوم مأمور كړې وى نو ورسره مناسبي وې؛ اما د يوه اسلامي هېواد له خارجه وزير سره قطعاً نه ښايي چي د امريكايانو په استازيتوب داسي ناوړي څرگندوني وكړي!! موږ نه يوازي شل كلني لاسته راوړني نه لرو؛ بلكي د اشغال تېر شل كلونه؛ د افغانستان د تاريخ تر ټولو بده او توره خونړۍ دوره وه؛ افغانستان ټوټې ټوټې شوى او د افغان ملت زخمي بدن له پرهارونو ډك شوى.
انتظار مو دا نه وو چي قطر به د افغانستان پېښو ته د امريكا له عينكو گوري؛ هيله مو دا وه چي دوى د مجاهدو افغانانو برياوو ته د يوه زرين فرصت په سترگه وگوري او له افغانستان د امريكايي ځواكونو وتل له قطر د امريكايي ځواكونو د وتلو مقدمه وگڼي.
✒: زابلي ماشوم حیدر جان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ا.ا ویاند وایي چې سره له دې چې ماشوم له څاه څخه را وایستل شو، خو وفات شو.
✒: د پېښور، خیبر طبي پوهنتون کابل کې روزنیزه څانګه پرانیزي.
دې روزنیزو کمپونو کې به پېښور کې په زده کړو بوختو افغان ډاکټرانو ته زیاته موقع ورکړل شي.
✒: د ماشومانو د ساتنې صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي. سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیات شوی دی.
✒: کورنيو چارو وزارت وايي پاکستان ته يې د ١۰ ميله وسلو د قاچاق مخه نيولې ده. ياد وزارت نن ويلي، دغه وسلې چې یو میل M4 او نهه میله M16 ټوپک پکې شامل دي د پکتيا ولايت د څمکنيو او جاني خېلو پر عمومي سړک بازار ته نږدې نيولي دي. کورنیو چارو وزارت وايي د پېښې په تړاو يې يو تن نيولى دى.
✒: سفیرې عادلې راز د امریکا له حکومته غوښتي چې پر سفارت دې د افغانستان بیرغ پر خپل ځای پریږدي، چې دا غوښتنه یې منل شوې خو بله غوښتنه یې چې په امریکا کې دې د میشتو افغانانو د کارونو د خلاصون په موخه کونسلګري پرانیستې پرېښودل شي، نه ده منل شوې.
✒: د کونړ سیمه ییز مسوولین د یو مرستندویه بنسټ په مرسته زرګونو اړمنو کلیوالو ښځو لپاره د کارموندنې هڅې کوي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۲۰۰۰ ښځو لپاره د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې باغچې جوړېږي.
✒: مسوولان در وزارت معارف میگویند که روند توزیع کمک نقدی برای ۴۰ هزار معلم در ولایتهای کابل، لوگر و میدان وردک آغاز شد.
به گفته مسوولان، این کمک از طرف اداره یونیسف در هماهنگی با مسوولان آن وزارت فراهم شده است.
گفتنی است که برای هر معلم ۱۰۰ دالر امریکایی توزیع میشود.
✒: بنا به دادههای اتحادیه صادرکنندگان شرق دریای سیاه ترکیه، سال گذشته از این منطقه به آمریکا 62 میلیون و 139 هزار و 543 دلار صادرات انجام داده شده است، که حدود 54 درصد آن به ارزش 33 میلیون و 600 هزار و 968 به بخش صنایع دفاعی اختصاص پیدا کرد.
بر این اساس، میزان صادرات کل منطقه به آمریکا در سال 2021 در مقایسه با یک سال گذشته آن 68 درصد افزایش پیدا کرده است.
✒: خلوصی آکار، وزیر دفاع ملی ترکیه، پس از نشست وزرای دفاع سازمان ناتو در بروکسل با اشاره به تنش میان روسیه و اوکراین گفت: آرزوی مشترک ما تداوم دیپلماسی و گفتگو و دستیابی به راه حل از این طریق است. تمامیت ارضی و حاکمیت گرجستان و اوکراین برای ما مهم بوده و ترکیه تمام تلاش خود را برای کاهش تنش انجام داده و خواهد داد.
آکار با بیان اینکه دوره مهم حساسی را در منطقه پشت سر میگذاریم، اظهار داشت: «نشست دو روزه وزیران دفاع ناتو در چنین دورهای برگزار و در آن در مورد مسائل دفاعی و بازدارندگی از جمله موضوع اوکراین گفتوگو کردیم».
✒: جمعیت هلال احمر فلسطین طی بیانیهای اعلام کرد که نظامیان اسرائیل به شهرک های بیتا و بیت دجن نابلس کرانه باختری رود اردن با استفاده از گلوله و گاز اشک آور یورش بردند.
در این بیانیه همچنین آمده است: در حمله نظامیان اسرائیل 86 تن از فلسطینیان در این مناطق مجروح شدند.
طی چند روز اخیر حملات نظامیان اسرائیل و شهرکنشینان یهودی افراطی به مناطق فلسطینیان در شمال کرانه باختری تشدید شده است.
✒: د برازیل د ریو دو ژانیزو په ایالت کې د ډیرو شدیدو اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو او ځمکې ښويېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوه.
✒: ټاکل شوې د شنبې ورځ د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین د کړکېچ د حل په هدف بېړنۍ ناسته وکړي. دا ناسته داسې مهال کېږي چې په دې ورستیو کې اوکراین په سر د امریکا او روسیې ناندرۍ بیا ډېرې شوې دي.
✒: برېټانوۍ انشیور مایي ټرېپ ادارې، مدینه منوره د ښځو د یوازې سفر لپاره د نړۍ تر ټولو خوندي ښار اعلان کړ.
وایي، دلته جرایم بیخي کم دي، چې ورپسې د تایلنډ چیانګ مایي ښار، دریم دوبۍ او څلورم د جاپان کیوتو ښار دی.
✒: روسیې، مسکو کې د امریکا له سفارته معاون سفیر بارټ ګورمین وشاړه.
امریکا ویلي، په ځوابي اقدام غور کوو.
✒: د هند صدراعظم نریندرا مودي، له افغان سیکانو او هندوانو سره ګوري.
هغه به افغان لږکیو ته د ویزې، پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو په برخه کې د اسانتیاو اعلان او ډاډ ورکړي.
