No-IMG

حکمتيار: انتظار مو دا نه وو چي قطر به د افغانستان پېښو ته د امريكا له عينكو گوري

د قطر خارجه وزير؛ د افغان ولس د انتظار خلاف وويل: كومي مرستي چي طالبانو ته سپارل كېږي؛ ښايي د تروريستانو لاس ته ورشي!! همدا راز ده افغانانو ته سپارښتنه وكړه چي بايد شل كلني لاس ته راوړني وساتي!! دا اظهارات كه د امريكا كوم مأمور كړې وى نو ورسره مناسبي وې؛ اما د يوه اسلامي هېواد له خارجه وزير سره قطعاً نه ښايي چي د امريكايانو په استازيتوب داسي ناوړي څرگندوني وكړي!! موږ نه يوازي شل كلني لاسته راوړني نه لرو؛ بلكي د اشغال تېر شل كلونه؛ د افغانستان د تاريخ تر ټولو بده او توره خونړۍ دوره وه؛ افغانستان ټوټې ټوټې شوى او د افغان ملت زخمي بدن له پرهارونو ډك شوى

انتظار مو دا نه وو چي قطر به د افغانستان پېښو ته د امريكا له عينكو گوري؛ هيله مو دا وه چي دوى د مجاهدو افغانانو برياوو ته د يوه زرين فرصت په سترگه وگوري او له افغانستان د امريكايي ځواكونو وتل له قطر د امريكايي ځواكونو د وتلو مقدمه وگڼي.

موږ په قطر كي د افغاني لوريو تر منځ د مذاكراتو پلوي كوله او د افغانستان د هوائي ميدانونو د چارو په سمبالولو كي مو هم د قطر او تركيې مشاركت او د دوى گډ شركت ته د دې چاري سپارل مفيد گڼلو خو د قطر د خارجه وزير وروستيو اظهاراتو پرې پښېمانه كړو. د هوائي ميدانونو امنيتي چاري خاص اهميت لري او كافي دقت او احتياط ايجابوي؛ بايد په داسي مطمئنو لاسونو كي وي چي افغانان له هره پلوه پرې باور كولى شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک