ويديو: خطبه نماز جمعه محترم حکمتیار // 1400/11/29
امريكا د شرافت او اخلاق په ژبه نه پوهېږي؛ سياستونه ئې د هر كمزوري او مظلوم په وړاندي همداسي كوبايي سياستونه دي؛ په خپله غله دي او د درېيمي نړۍ د لوټمارانو او غلو پناهځای دی؛ د دې هېوادونو په سلگونو مليارد ډالر د دوى بانكونو ته انتقال شوي؛ د شل كلن اشغال په دوران كي ډېرى وزيران، واليان، وكيلان او د ماليې ټول وزيران؛ او معينان ئې؛ غربي هېوادونو ته تښتېدلي؛ هر يوه په سلگونو مليونه ډالر له ځان سره وړي؛
د جوبايدن پرېكړي وښوده چي امريكا څومره بې باوره او له اخلاقي پلوه پرېوتى هېواد دئ؛
يوازي په غندلو سره دا ستونزه نشي حل كېدى؛ بالمثل او جدي عكس العمل ايجابوي؛ څو كارونه ښايي مرسته وكړي چي امريكا له بدمعاشي او كاوبايي سياستونو لاس اخيستلو ته اړه شي:
1. إمارت اسلامي دي دا دريځ غوره كړي چي له نن وروسته له امريكا سره هيڅ معاهده نه لرو؛ دا ځكه چي امريكا خپل ټول تعهدات تر پښو لاندي كړل؛ او د اخلاق او شرافت له ټولو پولو واوښتله. قطعاً سمه نه ده چي افغانان په يو اړخيزه توگه؛ دې شړېدلې معاهدې ته د التزام او تمكين خبره وكړي. افغانان په دې راضي دي او د الله تعالى شكر اداء كوي چي هغه معاهده عملي نه شوه او ناټو تش لاس له افغانستان ووتله.
2. كه له ځنډ پرته د افغانستان ټول بانكي امانتونه مسترد نهشي؛ د ناټو هيڅ هغه غړي ته چي په افغانستان كي جنگېدلى؛ اجازه نه وركوو چي په كابل كي سفارت او سياسي دفتر پرانيزي.
3. د هغو افرادو د ايستلو لړۍ به په بشپړه توگه متوقف كوو چي د اشغال په دوران كي د اشغالگرانو په چوپړ كي ول؛ دا هېوادونه ئې د دې لپاره بهر ته انتقالوي چي يو ځل بيا ئې د افغانانو په خلاف وجنگوي.
4. د ټولو هغو افرادو شتمني به مصادره كېږي چي د دغو هېوادو په استخبارتي شبكو پوري تړلي ول او له هر يوه ئې داسي غل ميليونر جوړ كړى چي تل به د اشغالگرانو ملگرى او حامي وي.
5. له هغو سره به دقيقه او د قانون مطابق محاسبه كېږي چي په استخباراتي، فرهنگي، نظامي او د جنگ ممد برخو كي د اشغالگرانو په خدمت كي ول، له دوى سره به د واقعي عدالت او انصاف له معيارونو سره سمه معامله او چلن كېږي او د دوى د محاكمې لپاره به خاص محاكم رامنځته كېږي.
6. تر هغه چي جوبايدن د امريكا جمهور رئيس او اقتدار د ديموكرات گوند په لاس كي وي؛ او د سپيني ماڼۍ كوبايي سياستونه دوام ولري؛ له امريكا سره به هيڅ ډول مذاكرات او ديپلوماتيك روابط نلرو؛ نه علني او نه مخفي؛ نه مستقيم او نه بالواسطه.
7. داسي ځانگړې لاري چاري به لټوو او خاص سياستونه او تگلاري به غوره كوو چي دا هېوادونه؛ د شل كلن جنگ او ټولو هغو ورانيو غرامت او د وژل شوو افغانانو ديت وركولو ته اړ كړو چي دوى د افغانستان او افغان ولس په ضد ترسره كړي؛ يوازي د بانكي امانتونو په استرداد به بسنه نه كوو.
8. له دې وروسته به امريكا ته د داسي دښمن په سترگه گورو چي د افغانانو په ضد بد او شيطاني عزائم لري، زړه ئې له كينې او عداوت ډك دئ او د خپلي شرمناكي ماتي د غچ او انتقام اخيستلو اراده لري. همغه دښمن دئ چي د وتلو په ورځ ئې خپل آخري شاجورونه هم د مظلومو افغانانو په سينو كي تش كړل!!
برادران و خواهران عزيز!
در برابر اقدام غير انسانى و غير اخلاقى جوبايدن؛ در رابطه به تصرف قلدرانه در امانت هاى بانكى افغانستان؛ لازم است اين اقدامات صورت گېرد:
1. إمارت اسلامى اعلان كند كه پس از اين هيچ معاهده اى با امريكا نداريم؛ چون امريكا تمامى تعهداتش را زير پا گذاشت و از همه مرز هاى شرافت و اخلاق عبور كرد. قطعاً درست نيست كه افغان ها به گونه يك جانبه؛ نسبت به معاهده اى اظهار التزام و تمكين كنند كه طرف مقابل به هيچ بند آن التزام ندارد؛ افغان ها راضى اند و شكر خدا را اداء مى كنند كه بدون عملى شدن اين معاهده شاريده؛ اشغال پايان يافت و ناتو شرمسار و با دست خالى از افغانستان خارج شد.
2. اگر امانتهاى بانكى افغانستان؛ به زودى و بدون تأخير مسترد نگردد؛ به هيچ كشور شامل پيمان ناتو كه در افغانستان جنگيده است؛ اجازه داشتن سفارت و نمايندگى در كابل داده نمى شود.
3. انتقال افراد مورد نظر اين كشور ها؛ كه در جريان اشغال از آنان استفاده افزارى نموده اند؛ به گونه كامل متوقف مى شود.
4. دارايى هاى تمامى افراد وابسته به اين كشور ها مصادره مى شود؛ دارايى هاى دزدانى كه امريكا براى اهداف شوم خود از هر يكى مليونر ساخت.
5. با آنان كه در بخش هاى نظامى، استخباراتى، فرهنگى و سائر بخش ها؛ در خدمت اشغالگران بوده اند؛ محاسبه دقيق و طبق حكم قانون و معيار هاى عدالت و انصاف صورت مى گيرد و محاكم خاصى براى محاسبه عادلانه با آنان ايجاد مى شوند.
6. تا زمانى كه جوبايدن رئيس جمهور امريكا است و سياست هاى كاوبايى قصر سفيد ادامه دارد؛ هيچ نوع مذاكرات و رابطه ديپلوماتيك؛ چه علنى و چه مخفى با امريكا نخواهيم داشت.
7. راه هاى ممكن و مناسبى را جستجو و سياست هاى كارى و مؤثرى را روى دست خواهيم گرفت كه اين كشور ها را به تأديه غرامت هاى جنگى وادار سازيم، تنها به استرداد امانت هاى بانكى اكتفاء نخواهيم كرد.
8. نه تنها نسل كنونى ملت مؤمن افغان؛ كه شاهد اين همه جنايات نابخشودنى امريكا بود؛ بلكه نسل هاى بعدى نيز؛ امريكا را چنان دشمن آشتى ناپذير و بى مروت خواهد گرفت كه با وجود بيست سال جنگ خونين و وحشيانه و ريختن هزاران تن بم و باروت بر افغان هاى مظلوم و كشتن بيش از يك مليون، ويرانى تمامى كشور، تخريب تمامى زير بناها اقتصادى و تحميل فقر و گرسنگى كشنده و بى سابقه بر اين ملت؛ از دشمنى دست نكشيده و حتى در آخرين روزهاى حضور نحس و پليدش؛ تمامى تأسيسات ميدان هوائى كابل؛ از طياره ها تا برج كنترول، از كمپيوتر ها تا ميز و چوكى، و هر چه در تيررس سربازان امريكايى قرار گرفت؛ همه را تخريب كرد و به آتش كشيد؛ و آخرين شاجور هاى شان را در سينه افغان هاى مظلوم خالى كردند و بيش از دو صد تن را در همان ميدان هوائى و در يك روز به خاك و خون كشاند. امريكا گمان نكند كه افغان ها اين جنايات را فراموش خواهند كرد؛ اقدامات معلن و غيرمعلن قصر سفيد؛ به نسل كنونى ملت ما و نسل هاى بعدى نشان مى دهد كه امريكا چه عزائمى بد عليه افغان ها در سر دارد و چه كينه و عداوتى سوزنده در دل؛ در پى انتقام از افغان ها است نه در پى التيام جراحت هاى كشور ويران ما و جبران جنايات جنگى شان عليه ملت افغان.
وروڼو خوېندو!
33 كاله مخكي د دلوي په 26 شوروي ځواكونه له سختي ماتي وروسته له افغانستان ووتل؛ او له همدې ورځي د شوروي اتحاد زوال پيل شو؛ لنډه موده وروسته شوروي اتحاد په زوال محكوم شو او د نړۍ له نقشې د سرې امپراطورۍ جغرافيه حذف شوه. دوى راغلي وو چي افغانستان هم د مركزي آسيا د محكومو هېوادو په څېر په خپلي ستري نقشې كي ضم كړي؛ خو دا دئ گورئ چي سرلوړى او مستقل افغانستان لا شته او د شوروي هډوكي تر خاورو لاندي وراسته شوي!! افغانانو نه يوازي د شوروي ماته او زوال په خپلو سترگو وليد؛ بلكي د شوروي د سيال متحده ايالاتو او ناټو ماته ئې هم وليدله.
وروڼو خوېندو!
تل او تر قيامت پوري به د اوسپني او ايمان؛ د جند الله او جنود الشيطان؛ د حق او باطل، ظالم او مظلوم جنگ وي او تل به د دې جنگ پايله او نتيجه همداسي وي لكه په تېرو څلوېښتو كلونو كي د دوو زبر ځواكونو ماته او زوال او د الله د لاري د مؤمنو مجاهدينو ځلانده بريا.
دا ورځ بايد په ډېر شأن او شوكت سره لمانځل شوې وى؛ دا نه يوازي د افغانستان د تاريخ؛ بلكي د ټولي نړۍ او په ځانگړې توگه د اسلامي نړۍ ستره او بې مثاله ورځ ده؛ ټوله نړۍ د افغانانو د بې درېغه سر ښندونو پوروړې ده؛ دا د دوى إيمان او استقامت وو چي شوروي ورته په گونډو شو او ټوله نړۍ د سره او خونړي سيلاب له شر وژغورل شوه. حزب اسلامي تېر كال د بريا دا ځلانده ورځ د ډېري ستري غونډي په ترڅ كي ولمانځله؛ سږ كال مو انتظار دا وو چي إمارت اسلامي به ئې په سترو تظاهراتو او غونډو ولمانځي. وړانديز مو دا ده چي په راتلونكي كال كي دا ورځ او د امريكا د وتلو تاريخي ورځ يو ځايي او په پرتمينه توگه ولمانځل شي.
وروڼو خوېندو!
د قطر خارجه وزير؛ د افغان ولس د انتظار خلاف وويل: كومي مرستي چي طالبانو ته سپارل كېږي؛ ښايي د تروريستانو لاس ته ورشي!! همدا راز ده افغانانو ته سپارښتنه وكړه چي بايد شل كلني لاس ته راوړني وساتي!! دا اظهارات كه د امريكا كوم مأمور كړې وى نو ورسره مناسبي وې؛ اما د يوه اسلامي هېواد له خارجه وزير سره قطعاً نه ښايي چي د امريكايانو په استازيتوب داسي ناوړي څرگندوني وكړي!! موږ نه يوازي شل كلني لاسته راوړني نه لرو؛ بلكي د اشغال تېر شل كلونه؛ د افغانستان د تاريخ تر ټولو بده او توره خونړۍ دوره وه؛ افغانستان ټوټې ټوټې شوى او د افغان ملت زخمي بدن له پرهارونو ډك شوى.
انتظار مو دا نه وو چي قطر به د افغانستان پېښو ته د امريكا له عينكو گوري؛ هيله مو دا وه چي دوى د مجاهدو افغانانو برياوو ته د يوه زرين فرصت په سترگه وگوري او له افغانستان د امريكايي ځواكونو وتل له قطر د امريكايي ځواكونو د وتلو مقدمه وگڼي.
موږ په قطر كي د افغاني لوريو تر منځ د مذاكراتو پلوي كوله او د افغانستان د هوائي ميدانونو د چارو په سمبالولو كي مو هم د قطر او تركيې مشاركت او د دوى گډ شركت ته د دې چاري سپارل مفيد گڼلو خو د قطر د خارجه وزير وروستيو اظهاراتو پرې پښېمانه كړو. د هوائي ميدانونو امنيتي چاري خاص اهميت لري او كافي دقت او احتياط ايجابوي؛ بايد په داسي مطمئنو لاسونو كي وي چي افغانان له هره پلوه پرې باور كولى شي.
وروڼو خوېندو!
د اوكراين له احتمالي جنگ چي كوم پېچلى وضعيت رامنځته شوى؛ خپل حساس پړاو ته رسېدلى؛ سپيني ماڼۍ ويلي وو چي په قوي احتمال سره به د روسيې بريد يوه ورځ وړاندي او د تېري چهار شنبې په ورځ پيل شي؛ خو داسي ونهشول او د كريملين وياندي د ده پر غلطو وړاندوينو تمسخر وكړ. وضعيت داسي دئ چي په كيف كي د ناټو ډېرو غړو خپل سفارتونه بند كړي او خپل اتباع ئې له اوكراين ايستلي؛ له وضعيت داسي معلومېږي چي كه جنگ ونښلي نو غرب به پر روسانو د تحريماتو له لگولو پرته بل څه ته زړه ښه نه كړي؛ د دې احتمال ضعيف برېښي چي امريكا به له روسيې سره په جنگ كي ښكېل شي؛ او اروپايي ټولنه به ئې په دې جنگ كي ملگرتيا وكړي. دوى د افغانستان اوږد او ناكام جنگ ډېر ستومانه او ناهيلي كړي او مورال ئې سخت ځپل شوى؛ سپينه ماڼۍ ښه پوهېږي چي په اوكراين كي د ناټو ماته به د متحده ايالاتو د شړېدو او زوال پيلامه شي.
كله چي شوروي اتحاد پر افغانستان بريد كولو نو امريكا له وضعيت او له هغه څه چي د شوروي اتحاد دننه تېرېدل دومره بى خبره ول چي ويل ئې: موږ د اوسپنين دېوال له آخوا وضعيت په دقيقه توگه خبر نه يو؛ خو گمان نه كوو چي روسان دي پر افغانستان بريد وكړي؛ د دوى له دې وينا فقط څو اونۍ وروسته شوروي ځواكونه له هواء او د زمكي له دريو لارو افغانستان ته راننوتل. لومړى ئې امين په تاج بيگ ماڼۍ كي ووژلو او ورپسې ئې ببرك كارمل كابل ته راانتقال او د ارگ پر گدۍ كښېنولو!! امريكا د شوروي ځواكونو له ماتي او وتلو 13 كاله وروسته؛ د هغوى ناكامه او خونړۍ تجربه تكرار كړه؛ لومړى ئې كابل ونيولو او بيا ئې په بن كي خپل لاسپوڅى حكومت جوړ او د هواء له لاري كابل ته انتقال كړ؛ او له شلو كلونو خونړي جنگ وروسته له شرمناكي ماتي سره مخ او له افغانستان تش لاس وتلو ته اړ شول.
وروڼو خوېندو!!
امريكا چي په تېرو شلو كلونو كي د مظلومو افغانانو په ضد كوم ظلمونه او جنايات وكړل او اوس لگيا ده د بلي جگړي تپلو هڅه كوي، دا ټول له پامه غورځول، له دوى د دوستۍ طمع درلودل؛ شرائط ئې منل، د افغانستان په چارو كي د څه ويلو او كولو حق وركول؛ مذاكرات ورسره كول او شنډ شوي معاهدات ورسره پالل؛ ستره اشتباه او ناكامه او بې حاصله هڅه ده؛ نه له إيمان او غيرت سره اړخ لگوي او نه له فِراست او بصيرت سره. په كار ده له امريكا او په هغې پوري تړلو هېوادو سره د مذاكراتو او تماسونو لړۍ لږ تر لږه تر هغه وخت پوري متوقف شي چي د دوى شرارتونه او گواښونه په بشپړه توگه پاى ته ورسېږي.
نن چي امريكا د افغانستان په ارتباط هر څه وايي او هر كار كوي؛ نو هدف ئې افغانانو ته ستونزي زېږول او د خپلي شرمېدلي ماتي غچ اخيستل دي؛ د افغانستان د بانكي زېرمو كنگل كول، د هغو افغانانو ايستل چي شل كاله ئې د خپلو گټو لپاره وجنگول، تحريمونه وضع كول، عام افغانان دې ته هڅول چي له هېواد ووځي، د لويي جرگې وړانديز، د داسي ټول شمول حكومت غوښتنه چي مخكني مفسدين په كي غوښينه برخه ولري، د اوسني حكومت په خلاف او د تش په نامه پرديپال مقاومت په گټه پراخ دروغجن تبليغات، او د دې تبليغاتو لپاره نوي چينلونه رامنځته كول؛ هغه هم د اسلامي هېوادو په پيسو... دا ټول ښيي چي امريكا د افغانانو په ضد څومره بد عزائم لري؛ گمان نه كوو چي هيڅ عاقل او غيرتي افغان به لا هم امريكا نه وي پېژندلې او له بدو عزائمو به ئې بې خبره وي. إن شاء الله امريكا به په دې ډگر كي هم له ماتي سره مخامخ كېږي او هوښيار مؤمن مجاهدين به د الله تعالى په مرسته د دوى ټولي توطئې شنډوي.
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
