د فرانسې روانو ټاکنو کي د اسلام دښمني
زاهد جلالي
فرانسه کې ټاکنې نږدې دي. نوماندان له مختلفو فکرونو او بدلو برنامو سره مبارزې کوي. خو ټولو کې يو مشترک ټکی شته، او هغه اسلام دوښمني او اسلامي شعايرو ته سپکاوی دی.
يو کانديد وايي که زه بريالی شوم حجاب بندوم. بل وايي ما ته رايه راکړئ، د اذان غږ به رانه څوک پورته نه کړي. بل وايي د محمد نوم غير قانوني اعلانوم. د دوی ترمنځ اسلامي شعايرو ته توهین کې مسابقه روانه ده.
دغه وخت سړی درک کوي چې مسلمانو فقهاوو دنيا هسې په دار الاسلام او دار الکفر نه وېشله. دا يو قراني لارښوونه او يو واقعيت دی. دار الاسلام ولو که څومره له مشکلاتو ډک شي، د مسلمان کور دی. دار الکفر که څومره هم ښکلی او ښه شي. مسلمانانو ته پردی دی او عزت يې په کې خوندي نه دی.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
