No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان له نولس کلنو کم‌عمره فوټ‌سال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلواليو سیالیو په څلورمه لوبه کې د ازبکستان لوبډلې ته د ۸ پر ۱ ګول توپیر سره ستره ماته ورکړه.

: ‏زابل ولایت کې ژورې څاه ته د غورځېدلي ماشوم د ژغورلو هڅې چټکې شوې دي.

د زابل ځايي چارواکي وایي، چې د ژغورلو عملیات روان دي، ماشوم ژوندی دی او ډېرې هیلې شته، چې وژغورل شي.

اسلامي امارت وايي، دفاع وزارت هم په جريان کې دی او که ضرورت شي د ژغورنې وسایل د هليکوپترې په واسطه ورته رسیږي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په مشري د ا.ا پلاوي تېره ورځ په دوحه کې د ۱۶ اروپایي هیوادونو له سفیرانو سره وکتل

په قطر کې د ا.ا د دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان بشری او اقتصادي وضعیت، بشري مرستو او سیاسي روابطو په اړه خبرې وشوې.

: ‏د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی د قطر تر پنځه ورځني سفر وروسته بېرته هیواد ته را ستون شو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست قطر هیواد ته خپل سفر له لاسته راوړنه ډک بللی دی.

: ‏پاکستان میخواهد اشرف غنی به افغانستان برگردد

به سلسلهٔ نشر گزارشهای‌ دیدار ریس آی اس آی با شماری از رهبران سیاسی افغان اکنون گفته میشود پاکستان سعی میکند زمینه برگشت داکتر اشرف غنی به افغانستان را فراهم نماید.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ترکیې او قطر ته د افغانستان د پنځوو هوايي ډګرونو د تخنیکي چارو د سپارلو په اړه تر دې مهاله وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. د دې وزارت په خبره، اوس‌مهال د هېواد هوايي ډګرونو د حقوقي مسایلو په اړه خبرې روانې دي.

: ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د ا.ا یو پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا په موخه د پاکستان لاهور ته تللی دی.

: ‏ګارډین ورځپاڼې د افغانستان ځانګړې توګه د بلخ ولایت د سقوط لاملونو په اړه یو راپور خپور کړی دی. راپور په بلخ کې د یو سوداګر له خولې ویلي چې په دغه ولایت کې هیڅ داسې تجارت نه و چې عطا محمد نور ته دې باج ورنه کړي.

: ‏احمدالله وثیق: ‏زابل کې ژورې څاه ته دلويدلي ماشوم حيدر د ژغورنې دعملياتو دبهير څارولو په موخه د فاع وزير مولوی محمد یعقوب، انس حقاني، ډاکتر عبدالباري عمر، او ورسره تخنيکي او صحي ټيم د پېښې ځای ته رسيدلی.

وروستي معلومات ښيي ماشوم لا ژوندی دی، اود ژغورنې کاري ټيم په تيزي سره کار کوي.

: ‏مولوی قدرت‌الله جمال امروز به عنوان معین وزارت صنعت و تجارت معرفی شد و به کار آغاز کرد.

در آغاز این محفل، نورالدین عزیزی سرپرست وزارت صنعت و تجارت گفت که مولوی قدرت‌الله جمال از تجارب خوبی برخوردار است و شخص متعهد به کشور می‌باشد.

: سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه طی نشست خبری مشترک با همتای ایتالیایی خود در مسکو گفت: امروز نامه‌ای در مورد تضمین‌های امنیتی به آمریکا ارسال خواهیم کرد.

وی با بیان اینکه پیشنهادات ناتو و آمریکا در مورد تضمین‌های امنیتی به روسیه را بررسی کرده اند، افزود: امروز نامه‌ای در مورد تضمین‌های امنیتی به آمریکا ارسال خواهیم کرد. این نامه به صورت شفاف و سرگشاده خواهد بود.

وزیر امور خارجه روسیه با تاکید بر اینکه تهدیدات امنیتی علیه کشورش مطرح است، تصریح کرد: روسیه تصمیمات مربوط به تامین امنیت خود را اتخاذ می‌کند. غرب به مسئولیت های خود در قبال این مساله عمل نمی‌کند.

: ‏د م.م عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د ایرواسیا، جمعې امنیت او مرکزي اسیا هېوادونو د امنیتي سازمانونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د افغانستان امنیت د دوی د اړیکو او همکاریو مهم ټکی وي.

: ‏قطر وایي د افغانستان نوی حکومت باید تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې وساتي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه مرکه کې ویلي، له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو د دوی خبرې روانې دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي د وېن مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلې دي او ډېر ژر به یوه پایله ولري. دده په خبره دا داسې مرحله ده چې یا به د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه رامنځ ته کېږي او یا به نړیوال د ایران پر وړاندې پر یوه واحد دریځ عمل کوي.

: ‏واشنګټن پوسټ نشریې په یوه مطلب کې ویلي چې بایډن د افغانستان په مسئله کې له لومړي سره ملامت دی. سرچینه وایي دی د خپلو بې پرواییو، کمزوري مدیریت او تېرونو پړه کله پر پخواني افغان حکومت او کله پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اچوي.

: ‏اسراییلو پر سوریه راکیټي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې اسراییلو تېره شپه ناوخته د دمشق شاوخوا ته پوځي اډې په نښه کړې دي. راپورونه وایي چې د بریدونو له امله رامنځ ته شوې چاودنې خورا درنې وې او دمشق یې لړزولی دی.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، پوتین خپلو سرتېرو ته د شاتګ او اډو ته د ګرځېدو ویلي، خو تر دې دمه دا اقدام نه دی ترسره شوی.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په امریکا کې د افغانانو د پناه غوښتنې ډېری درخواستونه رد شوي دي. راپور کاږي چې په امریکا کې د ګوتو په شمار افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي او ډېری نور یې بېرته رد شوي دي.

: ‏یو لوړپوړي امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ادعا کړې ده چې روسیې د اوکراین پولو ته څېرمه د خپلو پوځیانو لېږد لا هم جاري ساتلی دی. هغه زیاته کړې ده چې روسیه پر اوکراین د برید له مسئلې نه ده په شا شوې او ممکن ډېر ژر پر دغه هېواد برید وکړي.

: ‏وان برانت، سفیر اتحادیه اروپا برای افغانستان در تویتی گفته است که در دیدار روز گذشته نمایندگان کشورهای اروپایی با هیأت امارت اسلامی درباره حقوق بشر،‌ مبارزه با هراس‌افگنی و‌ کمک‌های بشری گفت‌وگو شد و نمایندگان کشورهای اروپایی نگرانی‌شان را درباره بازداشت‌های خودسرانه اخیر ابراز کردند.

: ‏د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون: داعش له طالبانو ناراضه شوي کسان جذبوي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، داعش او القاعده لاهم په افغانستان کې حضور لري او د داعش خراسان څانګه د هغو کسانو د جذبولو په لټه کې ده چې له طالبانو ناراضه شوي دي.

اسلامي امارت وايي، داعش ډله ځپل شوې، خو ستر قدرتونه ورته کمپاین کوي.

: ‏د فرانسې په مشرۍ لویدیځو هیوادونو مالي هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

د فرانسې ولسمشر وایي چې له مالي څخه د دې هیواد د ځواکونو د ایستلو بهیر پیل شوی او دا بهیر به له څلورو تر شپږ میاشتو وخت ونیسي.

‏دا په داسې حال کې ده چې دوې اونۍ مخکې د مالي حکومت د فرانسې سفیر د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر دښمنانه څرگندونو په خاطر له مالي څخه ایستلی و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک