No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک وايي، له دغه هیواد سره د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بشري مرستو کڅوړه نن چهارشنبې کابل ته را ورسېده او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوه.

: ‏د کابل امنیه قومنداني وایي، امنیتي ځواکونو د څرخي پله په دروازه کې د حميد او توحيد په نومونو دوه انسان تښتوونکي نیولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، یادو کسانو د ذکرالله په نوم يو ماشوم له تورخم څخه راتښتولی و او غوښتل يې چې ايران ته يې انتقال کړي.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، وړمه شپه د کاپیسا حصه دو ولسوالۍ جمال آغه سیمه کې د پخواني قومندان(حبیب افغان) د خپلوانو په یو موټر، چې د ا.ا دوه مجاهدین هم په کې سپاره وو، د نامعلومه کسانو له لوري برید شوی.

‏مجاهد وايي، په دې برید کې د حبیب افغان ۳ تنه خپلوان اود ا.ا دوه سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د پیښې په تړاو یې څیړنې روانې دي او تر دې دمه ۲ تنه نیول شوي دي.

: ‏د افغانستان بانک مسوولان وایي، له کره شمیرنې وروسته یې د اداري پلاوي په حضور کې د ۶۱۸ میلیونه افغانیو زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د چین له سفیر وانگ یو سره لیدلي دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې پر روانو حالاتو، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو او چین ته د افغان محصلینو د بیرته ورتگ په اړه خبرې وشوې.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ د ا.ا پلاوي پرون ماښام د قطر هیواد د ګڼو ملکي، خدماتي او تعلیمي ادارو له مسؤلینو سره په افغانستان کې پر بشري وضعیت، د لوړو زده کړو په څرنګوالي، ظرفیت لوړونې، بشري مرستو او نورو مسایلو خبرې کړې دي.

: ‏د خارجه وزارت د سرپرست په مشرۍ دوحې ته تللي پلاوي، د قطر د پوهنتونونو له  مشرانو سره ناسته کړې او افغان ځوانانو لپاره یې ترې تعلیمي بورسیې غوښتې دي.

: ‏حامد کرزی فرانس ۲۴ تلویزون ته:

اړتیا ده چې د افغانستان ټول اقشار یوه جرګه کې راټول او د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي.

: ‏نصیر احمد فایق:

ملګرو ملتونو ته د حنیف اتمر لیک او ورپېژندل شوی کس ونه منل شو، زه به د افغانستان استازولۍ ته دوام ورکوم.

حنیف اتمر محمد ولي نعیمي ور معرفي کړی و.

: ‏ځینو افغان پیلوټانو د ملي دفاع د سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد د څرګندونو هرکلی کړی دی او وایي دوی د خپل هېواد ګټو ته ژمن دي او تیار دي چې دهېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره خدمت وکړي.

: ‏وزارت انرژی و آب از آغاز کار عملی "بند سرده" در غزنی خبر داده است.

پروژۀ "بند سرده" به سطح کشور دومین پروژۀ بزرگ است که در سال ۱۳۴۶ خورشیدی تاسیس شد و دارای دو کانال است که ظرفیت آبیاری ۷۶ هزار جریب زمین را دارد.

: ‏بايډن وایي دوی د ناټو د غړو هېوادونو له هر انچ خاورې دفاع کوي او د جګړې په لټه کې هم نه دي، نو ځکه له روسیې غواړي چې تېروتنه دې نه کوي. د ناټو ویاندویانو هم پر روسیې غږ کړی چې له تحرکاتو ډډه وکړي. برېټانیا او المان هم ویلي چې روسیه برید ته نږدې شوې ده.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر اوکراین د روسیې د برید احتمال رد کړی او زیاته کړې یې ده چې شرخوښې امریکا تاوتریخوالي ته لمن وهي او پر بې ځایه تبلیغاتو د خلکو ذهنیتونه خرابوي.

: ‏په ابوظبۍ کې معترضو افغان کډوالو ویلي چې دوی خپل اعتراضونه وروسته تر هغه پای ته ورسول چې امریکا ورسره ژمنه وکړه چې په راتلونکو دوو اوونیو کې دننه به امریکا  ته د دوی د تګ کارونه کېږي.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې دغه ټولنه به د ملګرو ملتونو او نورو غیر حکومتي سازمانونو له لارې له افغانانو سره پنځه سوه میلیون یورو بشردوستانه مرسته وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د افغانستان له مالي شتمنۍ د غرامت ګرځول کېدل غیر مناسب کار بللی او زیاته کړې یې ده چې یاد برید په کراچۍ کې پلان شوی نو غرامت یې هم باید له پاکستانه واخیستل شي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ پرون د امریکا د سولې انستیتیوت ته وویل چې امریکا د سولې د خبرو پر مهال له پاکستان سره له نږدې په اړیکه کې وو او پر اسلام اباد یې غږ کړی وو چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره لاس پکار شي.

‏د وسټ په اند، که اسلام اباد دغه ګامونه په معقول او ثابت ډول پورته کړي وای، نن به د افغانستان حالات بل ډول وو.

: ‏توماس وست پرون د امریکا د سولې په انستیتوت کې وویل چې دی باور لري چې اسلامي امارت به په راتلونکي پسرلي کې د نجونو لپاره ټول ښوونځي پرانیزي. د هغه په ​​وينا، د دې لامل بهرني فشارونه نه، بلکې د افغانانو اراده ده، ځکه دوى غواړي ښوونځي بېرته پرانيزي.

: ‏روسیې افغان پولې ته څېرمه تاجکستان کې د خپلې نظامي اډې دباندې له ایم ای ۲۴ جنکي څرخکو سره نظامي مانورونه پیل کړي دي.

: ‏د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو:

اوکراین ته به د ۷،۸ میلیونه ډالرو مرګونې وسلې ورکړو.

: ‏پاکستان:

هند سره افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو د انتقال ټوله پروسه باندې کار تمام شو.

وایي، هند دا غنم افغانستان ته د پاکستان له لارې په وړیا ډول انتقالولی شي.

: ‏ټام ویسټ: د افغانستان د شتمنیو په اړه د بایډن پریکړه د افغانانو په گټه ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړی استازی ټام ویست چې د جورج بوش په ادارې کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار سټیفان هاردلي سره د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ آنلاین غونډې کې گډون کړی و وویل چې ‏د بایډن پریکړې په اړه غلط فهمي شوې، د نوموړې پریکړه د افغانانو ۳،۵ میلیارده ډالر محفوظ کوي او د افغانانو لپاره گټوره ده.

‏د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ آنلاین غونډې دواړو گډونوالو ټام ویسټ او سټیفان هاردلي د وسلو هغه تجارت کې شریک وو، چې  د افغانستان په جگړه کې ترې استفاده کیده او دوی ترې ډیره گټه ترلاسه کوله.

: ‏سپینه ماڼۍ وايي، د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې ورکول د محکمې په حکم پورې تړاو لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، تر دې دمه محکمې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک