No-IMG

د دلوې 26 مه په مناسبت د حزب اسلامي غونډې

جلسات حزب اسلامی به مناسبت 26 دلو شکست اتحاد شوروی

د حزب اسلامي افغانستان مکاتبو کي د دلوې 26 مه د پخواني شوروي اتحاد د شکست په مناسبت غونډې وشوې د مشرانو او مسئولينو لخوا ورته ويناوې وشوې او د د دلوې د 26 مه تاريخي ورځ په مناسبت او ارزښت زده کوونکو ته معلومات ورکړل شول او ور ته وويل شول چي څو چې نړۍ وي، د افغان ملت دا تاريخ‌جوړوونکې حماسه به هم ژوندۍ وي او د زبرځواک ماتونې دا جذبه به دې غيور ملت کې تانده وي؛ څو چې نړۍ وي، نو هغه به هيڅ‌کله هېر نه‌شي، چا چې د افغان جهاد په پيل سره د جهاد او هجرت هېره شوې فريضه بيا راژوندۍ کړه؛ هغه به هيڅ‌کله هېر نه‌شي، چا چې په‌ خپلو سرشاره سرښندنو د غلامو ملتو په مړو ضميرونو کې د آزادي‌غوښتونکي انقلاب نيم‌ژواندۍ سپرغۍ بيا راتازه کړې؛ نوموړی غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه ورپسی د لیسې مدیر الحاج شمس الحق (فیضی) د غونډې ګډنوالو ته تفصیلي وینا وکړه د روسانو مظالم او په مقابل کی یې د افغانستان  مسلمان ولس په مسلحانه جهاد رڼا واچوله د غونډې نور ویناوال هر هم ددې ورځې په مناسبت مفصلی خبری وکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک