مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن د دلوې ۲۶مې نېټه ده، چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د وتلو له ورځې سره برابره ده.
له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو ۳۳ کاله پوره شول.
✒: د افغان-شوروي په ستر او تاريخي جهاد کې مجاهدينو افغان غيور ولس تنظيم کړ، د هغه مهال ستره شوروي امپراتوري يې پرې راڅملوله او د تاريخ يو مېړنی باب يې تکميل کړ. د آزادۍ جګړه يې وګټله او بالاخره د هجرت او جهاد هېره شوې فريضه يې بياځل راژوندۍ کړه. د اتلولۍ او سرښندنې دې جګړې ته ملت خودسرانه نهوو ور ګډ شوی، بلکې تر شا يې د ښاغلي حکمتيار په څېر د هېواد ستر-ستر نوميالي غازيان او شاهزلميان ول چې دا مجاهد ملت يې په پوره جوش او ولولو د آزادۍ دې بهير ته ګډ کړ.
که د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې جهاد خپل تراشل شوي مليغازيان لرل، نو د شوروي ښکېلاک پر وړاندې سپېڅلي جهاد بيا د نړۍ په غلامشويو ملتو کې د آزادۍ ساه وپوکله او هغوی ته يې د حکمتيار په څېر د آزاديغوښتونکي انقلاب سرلاري رهبران ډالۍ کړل.
✒: د هېواد سېنئیر ژورنالیست او د پژواک اژانس ایډیټر جاوید همیم کاکړ ته هندوستان کې د ژورنالیزم لسم نړیوال فسټیوال پرمهال نړیوال ایوارډ ورکړل شو.
✒: ا.ا د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۳مه کلیزه او د سلواغې ۲۶مه له ویاړه ډکه ورځ بولي او وايي، چې په تیرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله لویو زبرځواکونو ته ماتې ورکړې ده.
ا.ا ددې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی د بل هيڅ هیواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نه لري او له نورو هیوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې ژوند کولو تمه لري.
✒: نن سه شنبه په قطر هیواد کې د ا.ا د لوړ پوړي پلاوي او اروپایي ټولنې د استازو تر منځ غونډه پیل شوې ده.
د ا.ا د بهرنیو چارو وازرت وايي، په دې غونډه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
✒: د امیرخان متقي په مشرۍ د ا.ا پلاوي پرون ماښام په دوحه کې د اتحاد المسلمین له مشر او غړو سره لیدلي دي او د افغانستان په مسایلو یې خبرې کړې دي.
✒: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاریون وشو.
په دغه لاریون کې ګڼ شمېر سوداګرو، پانګه والو، صرافانو او عامو هېوادوالو برخه اخیستې وه.
✒: همدا ګړۍ کابل کې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته د افغان شتمنیو د یوې برخې د ځانګړې کېدو د پرېکړې په غبرګون کې لاریون روان دی.
لاریون کوونکي وايي، د افغانستان پیسې دې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه نه ورکول کیږي.
✒: اسلامي امارت د افغان شتمنۍ په تړاو د ولسمشر جوبایډن تر تصمیم وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ، چې که په خپله پرېکړه له سره غور ونه کړي او د پاروونکو اقداماتو له دوام څخه لاس وانخلي، اسلامي امارت به یې پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.
اسلامي امارت د جوبایډن وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا د افغانانو شتمني ده او په خپل سر تصرف او وېشل یې څرګند تېری دی.
اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې اسلامي امارت یې پر وړاندې خپل دریځ لري.
✒: اسلامي امارت وایي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله لیک په تړاو غور کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې اسلامي امارت د دې لیک په تړاو غور کوي او امکاناتو او وضعیت ته په کتو د عملي کېدو په تړاو یې پرېکړه کیږي.
دغه لیک تېره اونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله له خوا د اسلامي امارت رهبرۍ ته استول شوی او پکې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د یو لړ اقداماتو د ترسره کیدو غوښتنه شوې.
✒: ریاست عمومی پاسپورت میگوید که روند توزیع گذرنامه دوباره در کابل آغاز شده است. به گفته عالم گل حقانی، رییس عمومی پاسپورت، روزانه به طور اوسط ۳۰۰ تا ۴۰۰ تن میتواند به گونه آنلاین برای اخذ گذرنامه ثبت نام کنند.
✒: د افغانستان د فوټسال ۱۹ کلنو ملي لوبډلې تاجیکستان ته ۵ - ۱ماتې ورکړه.
✒: هزاران تن از شهروندان کشور بهشمول صرافان، تاجران و کسبهکاران امروز با راهپیماییهای اعتراضی در ولایتهای کابل، هرات، فراه، بدخشان، لوگر، میدان وردک، سرپل، تخار، بغلان و چندین ولایت دیگر، اقدام رییسجمهور امریکا مبنی بر پرداخت غرامت به قربانیان ۱۱ سپتمبر از داراییهای افغانان را اقدام شرمآور، مضحک و ضد بشری خواندند و خواستار مصادره ذخایر ارزی مردم افغانستان شدند.
✒: ند پرایس، سخنگوی وزارت امور خارجه آمریکا در نشست خبری روزانه خود ضمن ارزیابی تشدید تنش میان روسیه و اوکراین و ابعاد دیپلماتیک این روند گفت که هنوز فرصت برای حل بحران اوکراین از طریق دیپلماسی وجود دارد.
وی افزود که ما نمیگوییم که رئیس جمهور روسیه تصمیم نهایی را گرفته است. هنوز فرصت برای حل این بحران از طریق گفتگو و دیپلماسی وجود دارد. اما روسیه خود را در موقعیتی قرار داده است که در صورت اتخاذ یک تصمیم سیاسی، به سرعت و تهاجمی علیه اوکراین اقدام کند.
پرایس ادامه داد که روسیه بیش از 100 هزار سرباز در مرز اوکراین مستقر کرده است و آنها هیچ نشانهای از کاهش تنش از سوی مسکو ندیدهاند.
✒: روسیه وایي له غرب سره د توافق چانس شته دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له غرب سره د یوه توافق د رامنځ ته کېدو چانس رامخ ته شوی دی. دده په خبره اوس ددې وخت دی چې د روسیې او غرب ترمنځ پر مسایلو نوي توافقات وشي.
✒: د امریکا په استازو مجلس کې جمهوري غوښتونکو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، شپږ میاشتې وشوې چې د افغانستان پخوانی حکومت د طا لبانو له لوري سقوط شوی دی. سرچینه وایي شپږ میاشتې کېږي چې په نړۍ کې د امریکا د ماتې او له شرمه ډکې تېښتې په اړه بحثونه هم روان دي.
✒: غربي رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې ممکن سبا د چهارشنبې په ورځ روسیه پر اوکراین برید وکړي. په همدې حال کې فرانسې هم خبرداری ورکړی دی چې روسیې پر اوکراین د برید لپاره پوره چمتوالی نیولی دی او هره شیبه امکان لري چې پر دغه هېواد یرغل وکړي.
✒: یو مشهور ازاد خبریال او لیکوال د یوې څېړنې پر بنسټ ویلي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې په تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې شپږ میلیونه خلک وژلي دي.
✒: د نړۍ د ګران بیه موټرو د شرکت ونډهوال او میلیاردر ایلان ماسک د دغه شرکت له ونډې څخه ۴.۷۴ میلیارد ډالر پر بې وزلو د وېشلو لپاره یوې خیریه موسسې ته ورکړي دي.
✒: هیأت معاونت سازمان ملل در افغانستان (یوناما) میگوید که این نهاد به تلاشهایش در راستای یافتن راههایی از بهر در دسترس قرار دادن پول بیشتر از ذخایر ارزی افغانستان به مردم این کشور و برگشت آن به اقتصاد افغانستان ادامه میدهد.
یوناما امروز در تویتی همچنان گفته است که به مردم افغانستان کمک میکند تا جامعهیی بسازند که در آن مقامها به حقوق بشر احترام بگذارند.
✒: فاکس نیوز:
د سروې له مخې د کانګرس ۵۱ ډیموکراټ غړي نه غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن ملاتړ وکړي.
✒: د ترکیې ولسمشر متحده عرب اماراتو ته سفر کړی او له دغه هېواد سره یې د همکاریو ۱۳ تړونونه لاسلیک کړل.
✒: د پاکستان الخدمت خیریه بنسټ افغانستان ته ۳۱ لاریو کې ۳۴۱ ټنه بشري مرسته راروانه کړه.
✒: د اسراییلو صدراعظم په لومړي وار عربي هېواد بحرین ته سفر وکړ چې له چارواکو سره یې په دوه اړخیزو اړیکو او د ایران ضد همکاریو پیاوړتیا باندې خبرې وکړي.
بحرین څو ورځې وړاندې خپل تاریخ کې لومړی اسراییلي وګړی په لوړه نظامي رتبه وګماره.
✒: د چین ټیشنګوا پوهنتون پوهانو د ژمنیو المپیکي لوبو په ترڅ کې د سکس جي 6G انټرنیټ بریالۍ تجربه وکړه.
دوی په یو وخت ۱۰ زره ویډیوګانې انتقال کړې او په یوه ثانیه کې یې یو ټي بي ډېټا پرې ولېږدوله.
✒: برېټانیا له ملګرو ملتونو سره په ګډه راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه نړیواله ناسته رابولي.
برېټانیا به هڅه وکړي، افعانستان ته ۴،۴ میلیارده پونډه بشري مرسته راټوله کړي.
✒: د تاجکستان د برښنا شرکت:
افغانستان مو په جنورۍ کې ۲ میلیونه او فبرورۍ کې ۴ میلیونه ډالر د برېښنا پورونه راکړي.
وایي، اوس مو پرې ۲۷ میلیونه ډالر پاتې دي.
