محترم حکمتيار صاحب له جهادي قوماندانانو او متعهدينو سره وليدل
سهشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د دلوې ۲۶مه:
د حزب اسلامي افغانستان أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا ليدنو کې د کابل ولايت موسهي ولسوالۍ له مشهور جهادي قومندان مامور صاحب دروېش، د بلخ ولايت له مشهور جهادي او قومي شخصيت حاجي فضل الرحمٰن او ورسره ملپلاوي، له برېتانيا مېشتي متعهد ورور ښاغلي اسدالله «حبيب» او همدا راز له آلمانمېشتي متعهد سياسي شنونکي خليل «واصلزاده» سره وليدل، په دغو کتنو کې د هېواد په يو لړ مهمو سياسي مسائلو تفصيلې بحث او خبرې وشوې.
راغليو جهادي او سياسي شخصيتونو په هېواد کې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير شتون او همداراز د مهمو قضاياءو په رابطه د نوموړي موقف وستايه او هيله يې څرګنده کړه چې تر پايه همداسې د قضاياءو په متن کې دخيل پاتې شي او دا څه يې د هېواد سياسي راتلونکي لهپاره يو مثبت او اغېزمن ګام وباله.
نوموړو همداراز وويل: چې دوی د فعلي وضعيت ښهوالي لهپاره د نظام مسئولينو تر غوږونو دا خبره رسولې چې حزب اسلامي افغانستان زيات شمېر مسلکي، متخصص او متعهد افراد لري او بايد د نظام په جوړونه کې يې له تجاربو او وړتياوو سالمه إستفاده وشي.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د يادو غوښتنو او اندېښنو په اړه وويل:
د نظام له مسئولینو سره حسنه روابط لرو، د نظامجوړونې په اړه مشورې ورکوو، له فعلي وضعيت راضي يو او حمايت يې کوو، ممکن په ځينو برخو کې يو څه ستونزې موجودې وي، خو هيله لرو چې هغه به هم ژر تر ژره حل شي.
نوموړي زياته کړه:
د هېواد إداره يو منظم، پياوړي، مسلکي او ژمن حزب ته اړتيا لري، ښايي له دې اړخه فعلي إداره يو څه کمی او زياتی ولري، خو موږ بايد صبر ولرو او مسئولينو ته فرصت ورکړو، څو د يوې ټولمنلې إدارې د جوړېدو لهپاره وړ شرائط منځته راوړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا؛ د نظامجوړونې په برخه کې تر ټولو مهم أصل خپلمنځي إعتماد دی چې بايد په عمل کې يې ټول سياسي او جهادي لوري ثابت کړي او دغه راز د هغو منلشويو ارزښتونو رعايت هم حتمي او ضروري دی چې له هغو پرته نظامجوړونه په ملي او نړۍواله کچه مشروعيت نهشي موندلای.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
