No-IMG

د کندز؛ بدخشان او کاناډا څخه راغلي مشرانو له ورور حکمتيار سره وليدل

دوشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د دلوې ۲۵مه:

د حزب اسلامي افغانستان  امير ښاغلي ګلبدين حکمت-يار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کُندُز، پروان، بدخشان، پکتيا او پنجشېر له يو شمېر جهادي قومندانانو، قومي مخورو او دغه راز له کاناډا او اسټراليا راغليو سياسي شخصيتونو سره وکتل.

په‌دغو کتنو کې د هېواد په روان سياسي، إجتماعي، إقتصادي، تعليمي او أمنيتي بهير تفصيلې خبرې وشوې.

له کُندزه راغليو مشرانو د ډاکټر محمد آصف «شريف» او حاجي نصرالله خان په مشرۍ په ياد ولايت کې د سجا تعليمي مرکز او دغه‌راز د اسلامي پوهنتون د څانګو فعاليت غوښتنه درلوده او پر وينا يې چې د يادو تعليمي او تحصيلي څانګو د پرانيست له‌پاره مناسب ځايونه هم لري.

دغه راز د قاري صیب ودود په مشرۍ له بدخشان راغلي پلاوي بيا په ياد ولايت کې د وروستیو پرمختګونو ترڅنګ د ځينو ستونزو او اندېښنو يادونه وکړه او غوښتنه يې دا وه چې يادې ستونزې او اندېښنې د حل په موخه له اړونده چارواکو سره شريکې شي.

له کاناډا راغلي هيئت ښاغلي حاجي هارون ياسر او ښاغلي هارون احمدزي بيا له مشر وغوښتل چې په ټوله کې ح‌ا او په ځانګړي ډول قدرمن مشر له فعلي حکومت سره په ګډه کار وکړي او پرې‌نه‌ږدي چې فعلي وضعيت ناکام او پخوانی حالت بېرته تکرار شي.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير د يادو غوښتنو او اندېښنو په اړه وويل:

د وروستيو پرمختګونو اړوند د حزب موقف واضح دی، د فعلي وضعيت په کلکه حمايت کوي، په نظام کې هيڅ‌راز ونډه نه‌غواړي، کوم أهداف او آرمانونه چې حزب لرل، الحمدلله ډېری يې ترلاسه شوي، إشغال پای‌ته رسېدلی، د پرديو نوکران او مفسدين مات شوي او شړل شوي، د هغوی واک او سلطه پای‌ته رسېدلې، له پخواني وضعيت ولس په تنګ وو، څه چې يې پر وړاندې ترسره شول، ملي‌قيام ته ورته وو.

نوموړي زياته کړه:

امريکا غوښتل چې تېر شل‌کلن فاسد نظام په‌خپل حال پاتې شي، خو وروستي تغيرات د ټولو د توقع خلاف مخ‌ته راغلل، امريکا او ناټو ماته شوه، خالي لاس او شرمېدلي له افغانستان ووتل. د نوموړي پر وينا دې ټولو ته پر کتو حزب له دې فعلي وضعيت حمايت کوي او هيله لري چې نور هم د ښه‌والي لور ته لاړ شي.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير د يادو مشرانو د ځينو مشخصو غوښتنو او اندېښنو د حل په اړه له هغوی سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، څه ته چې په‌دې برخه کې اړتيا وي، نو حتماً ترسره به‌شي.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک