No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک وايي، له دغه هیواد سره د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو  بشري مرستو کڅوړه نن دوشنبه کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک له مرسته کوونکو هیوادونو غوښتي چې د بانکي اړیکو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

: ‏د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه ۱۰ میلیونه ډالر د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ویډیو کنفرانس له لارې له اروپايي او امریکايي پانګوالو سره په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله دېش په وړاندې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې ده چې د دغې لوبلړۍ پنځوس اوریزې سیالۍ د فبرورۍ په ۲۳مه او شل اوریزې لوبې هم د مارچ په لومړۍ نېټې په بنګله دېش کې ترسره شي.

: ‏بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، نن په قطر کې د اسلامي امارت پلاوي او خلیج هېوادونو د استازیو تر منځ خبرې پیل شوې.

: ‏د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرون په یوه ټویټ کې د افغانستان پیسو په تړاو د بایډن پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه له دې پیسو ورکول بې‌عدالتي ده. هغه زیاتوي، د سپټمبر ۱۱مې پېښې اصلي طراح په افغانستان کې نه‌دی وژل شوی.

‏د نوموړي په وینا، که د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته غرامت ورکول کېږي، باید هغه افغانانو ته هم ورکړل شي چې د ۴۰ کلنې جګرې پر مهال په دې هېواد کې وژل شوې دي.

: ‏یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په یوه پرانیستې لیک کې له امریکا ولسمشر جوبایډن غوښتي چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه د افغانستان پیسو ورکولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي. په دې لیک کې راغلي چې افغانان په‌خپله د ترهګرۍ قرباني دي او دا پرېکړه یې غیرعادلانه بللې ده.

: ‏سبا سه شنبه د سلواغې میاشتې ۲۶مه د شوروي اتحاد د پوځي ماتې په مناسبت رخصتي ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرتیا له مخې، سبا سه شنبه د ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني سوسياليستي شوروي اتحاد د پوځي ماتې او وتلو له ورځې سره برابره ده.

: ‏د ماشومان د ژغورنې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته شاوخوا ۸۲ سلنه خلکو خپل عاید له لاسه ورکړي دي او که چېرته له دې هرې یوې کورنۍ یوازې یو ماشوم کار کولو ته لاړ شي نو په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان په کار بوختېږي.

: ‏د افغانستان ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د افغانستان ایران تر منځ د ماهان پروازونو سربیره د ایران تابان هوایي شرکت ته هم تازه اجازه ورکړل شوې چې،د کابل تهران تر منځ خپلې الوتنې پیل کړي.

: ‏د افغان حکومت یو پلاوی لندن ته روان دی. ځینې رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د افغان حکومت د لوړپوړي غړي قلندر عباد په مشرۍ یو پلاوی لندن ته ځي او ددغه هېواد له چارواکو سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کوي.

: ‏د ا،ا،ا سرحدونو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري په تازه څرګندونو کې ویلي چې،د افغانستان ټولو ګاونډیانو سره په متقابل احترام او ګډو ګټو ولاړې اړیکې غواړو او که کوم ګاونډی د افغان خاورې یوې لویشتې لاندې کولو هڅه وکړي، مونږ به دوه لویشتې وړاندې ورځو، خو خپله خاوره به چاته پرینږدو.

: ‏د پوهنې وزارت وايي چې تمه شته په راتلونکي کال کې د نړيوالې ټولنې او يونيسف ژمنې ته په کتو د ښوونکو معاش زیات شي.

: ‏وزارت دفاع ملی به‌منظور تامین امنیت مردم، چهار کندک را تحت رهبری قول اردوی ۲۰۷ الفاروق در ولایت‌های بادغیس و فراه ایجاد کرد.

به گفته مسوولان آن وزارت، این کندک‌ها در ولسوالی‌های جوند، آب‌کمری و تگاب عالم بادغیس و ولسوالی برچمن فراه ایجاد شده است.

: ‏مولوی عزیزاحمد ریان، رییس نشرات و سخنگوی وزارت معارف می‌گوید که براساس طرح جدید این وزارت مکاتب و صنوف دخترانه و پسرانه از هم جدا شده، استادان مرد در صنوف پسرانه تدریس خواهند کرد و استادان زن در صنوف دخترانه.

: ‏د لوګر د پوهنې ریاست:

د پادخواب د شهیدانو لیسې څخه د خلکو په غوښتنه او د معارف وزارت په منظورۍ د حامد کرزي نوم ایسته شو او پخوانی نوم ورکړل شو.

دا لېسه په ۱۳۹۰ کال د حامد کرزي په نوم نومول شوې وه.

: ‏د حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر سپنتا:

افعانان دې ما وبخښي که کله مې خبرو کې امریکا دوست هېواد او متحد یاد کړی وي.

وایي، بایډن هیڅکله د افغانستان دوست او خیرخواه نه و.

: ‏پیروزی تیم ملی فوتسال افغانستان برابر قرغیزستان.

تیم ملی فوتسال زیر 19 سال افغانستان موفق شد رقیب خود قرغیزستان را طی دیداری 5 بر 3 شکست دهد.

: ‏اردوغان وارد ابوظبی شد.

رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه با هواپیمای خصوصی «TC-TRK» راس ساعت 15:40 به وقت ترکیه جهت انجام تماس‌های رسمی وارد ابوظبی پایتخت امارات متحده عربی شد.

: ‏د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان:

د روسیې د برید په صورت کې له اوکراین څخه د افغانستان په څېر د تخلیې پروګرام نه لرو.

وایي، امریکایان دې له اوکراینه خپله ووځي، ځکه حکومت به یې د را ایستلو لپاره هیڅ ځواک وانه ستوي.

: ‏د اوکراین ولسمشر، بایډن ته په ټلیفوني خبرو کې:

د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو لپاره یو وار د منډې له مخې اوکراین ته راشه.

: ‏د اسټرالیا سور صلیب افغانستان لپاره له ځایي خلکو ۱ میلیون ډالر چنده راټوله کړه.

د اسټرالیا سور صلیب له حکومته هم غوښتي چې افغانستان سره د سل میلیونه ډالرو د مرستې وعده ژر عملي کړي او افغانانو ته د ویزو شمېر هم ۲۰ زرو نه لوړ کړي.

: ‏د اوکراین دفاع وزارت:

تر اوسه ۱۷ پروازونو کې ۱۵۰۰ ټنه نظامي تجهیزات او مرستې رارسول شوي.

وایي، په دې کې د امریکا سټینګر توغندي هم شته.

: ‏د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو وګړو د خوشي کولو په لټه کې ده چې دا هڅې په افغانستان کې هم روانې دي.

: ‏په المان کې د اوکراین سفیر د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه غوښتنه کړې ده چې د پرمختللو توغندیو په ګډون درانه جنګي تجهیزات په واک کې ورکړي. نوموړي اوکراین ته د المان د لومړي وزیر د سفر پر مهال له هغه څخه غوښتنه کړې ده چې جنګي تجهیزات اوکراین ته ورکړي.

: ‏د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مالي شمتنۍ په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې امریکا د افغان ولس پیسې غلا کړې دي. هغه په تهران کې یوې خبري ناستې ته د دې پیسو په اړه ویلي چې ایران د امریکا دا په ډاګه غلا په کلکو ټکو غندي.

: ‏امریکايي چارواکي وايي، روسیه پر اوکراین د برید لپاره پلمه لټوي او ښايي په یو مناسب وخت کې پر دې هېواد برید وکړي، خو مسکو د اوکراین پر وړاندې د هر ډول پوځي ګام پورته کول ردوي او لوېديځ هېوادونه جګړې ته په لمن وهلو تورنوي.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده «خوا چونینگ» وایي چې د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد د نړۍ تر ټولو غریب هیواد څخه غلا کوي

چونینگ وایي د افغانانو شتمنۍ د افغانانو ده، د دوی ملکیت ده او باید د دوی له خوا اداره شي.

: ‏په کابل کې د ایران سفارت وايي، له افغانستان سره د ایران د بشري مرستو اتلسمه جوپه چې اوړه، وریجې او غوړي پکې شامل دي، په غزني ولایت کې په اړمنو کورنیو ووېشل شوه.

: ‏د پاکستان صدراعظم وايي، چې طالبان په افغانستان کې هیڅ کوم بديل نه لري.

عمران خان له سي این این ټلویزیون سره په تازه خبرو کې ویلي، نړۍ اوس مجبوره ده، چې د چارو د مخته وړلو لپاره طالبانو سره تعامل وکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې نړۍ به ليرې يا ژر ا.ا په رسمیت وپیژني.

: ‏په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال مارټېن ګریفیټس خبرداری ورکوي، چې افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله سخت حالت تجربه کوي.

نوموړي له نړۍ غوښتي، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون ډاډ ورکړي، څو د اقتصادي پاشلتیا او انساني ناورین مخه ونیول شي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه له اشراق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې له اسلامي پراختیا بانک سره یې په ګډه د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د خلاصون په اړه له نړیوالو سره خبرې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک