No-IMG

اومیګا پرو جعل دی که ریښتونې!؟

نصير کوټوال

 

د اومیګا پرو د ریښتینولۍ او جعلیتوب اړوند پریکړه به ستونزمنه وي ځکه لا هم د پانګونې دا پلېټ فارم مبهم دی خو یوه پوښتنه چې باید مطرح شي دا ده چې که اومیګا پرو یو ځل ورکه شي نو ستاسې پیسې چېرته ځي؟ تاسو چې به تش لاسونه پاتې یاست، له چا به خپلې پیسې غواړئ؟ دم ګړۍ اومیګا پرو هیڅ کوم جواز یا لایسنس نه لري او بلجیم، فرانسې،‌ هسپانیې او ځینې نورو هیوادونو په دې اړوند خپلو وګړو ته اخطار ورکړی.

اومیګا پرو د Ponzi Scheme په نوم له یو پلیټ فارم کار اخلي چې په دنیا کې د جعلي مالي سیستم په نوم پېژندل کیږي. په دې سیستم کې داسې ښوول کیږي چې ګویا یو پلېټ فارم لګیا دی او د خلکو څخه په راټولو شویو پیسو سوداګري کوي، یا پرې د کریپټو کرنسۍ او پیسو په بازار کې کار کوي خو په عمل کې داسې هیڅ نه وي. په اومیګا پرو یو اعتراض دا هم دی چې ولې په خپل Dashboard  د خپلې سوداګرۍ ریښتونې ډیټا او ارقام نه خپروي په داسې حال کې چې نوموړی پلېټ فارم دعوه کوي چې دوی د اسعارو په بازار کې دلالي او کاروبار کوي او ګټه یې په خپلو مشترکینو ویشي. هغه کوم بازار دی چې اومیګا پرو پکې اخته ده او دا ډول کاروبارونه کوي. آخر کوم ادرس خو ښودل پکار دي!!!

پر اومیګا پرو نیوکه کوونکي وایي چې دوی خپلو زړو مشترکینو ته له هغه پیسو ګټه ورکوي چې نوي مشترکین یې نوموړې پلېټ فارم ته راوړي او دا سلسله همداسې روانه ده. که دا سلسله دریږي نو د اومیګا پرو په سیستم کې به پیسې نه وي او د خلکو امانتونه به همداسې پسې ورک شي.

پورته ځینې حقایق دي چې په اومیګا پرو کې د پانګونې پر مهال باید په پام کې ونیول شي. خو لکه مخکې مو چې وویل د نوموړې پلېټ فارم د ښه والي اړوند هم څه نا څه خبرې او دلایل شته. د مایک سیم په څېر د نړۍ لوی کاروباریان شته چې په نوموړې کمپنۍ کې ونډې لري،‌ له بله اړخه د کرونا د وبا پر مهال چې ډیری کمپنۍ وتړل شوې یا یې خپلو ونډه والو ته ګټه ور نه کړه،‌ اومېګا پرو یوازینۍ کمپنۍ وه چې خپلو ګډونوالو ته یې ګټه ورکوله.

نیوکه کوونکې دې ته هم ځواب وایي. لکه وایي چې مایک په خپلو نورو پروژو کې تاوان کړی او اوس یې د اومیګا پرو د دوکې له لارې جبران کوي. یا هم ځینې ګډونوال وایي چې مونږ پر اومیګا پرو کې د پانګونې وروسته اوس خپلو اکاونټونو ته نشو لاګ این کېدلای.‌

نوموړې پلېټ فارم ته ښه په درز کې تبلیغ روان دی او د نیوکه کوونکو په اند، هغه خلک ورته تبلیغ کوي چې څوک پکې پارټنران دي. دوی وایي چې په وروستۍ ورځ به هماغه خلک زیان ویني چې د نوموړو پارټنرانو پسې یې شبکه جوړه کړې او د نوموړې شبکې د کړۍ تر ټولو وروستي وګړي به لوی زیان ویني.

بیا هم که څوک غواړي په اومیګا پرو کې پانګونه وکړي نو په دې اړوند دې لا نوره پلټنه وکړي او تر مطمین کېدو وروسته دې کار پکې پیل کړي. لومړنۍ پانګونه یې ۱۰۰ ډالر ده، په ورځنۍ توګه درته د پانګونې په تناسب د ګټې فیصدي درکوي او په ورځنۍ توګه کولای شئ خپله ګټه وباسئ. څومره مو چې د پانګونې اندازه زیاته وي هومره مو ورځنۍ ګټه زیاته ده.‌

نوښتگر ويب پاڼه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک