No-IMG

کورونا وېروس افغانستان کې مخ په ډیروالی دى, ۹۰۰ مثبت پېښې نن ثبت شوي

د بي بي سي تلويزيون د راپور له مخې د افغانستان روغتیا وزارت نن تېرو ۲۴ ګړیو کې یې تر ۱۵ سوو ډېر کسان معاینه کړي چې پکې ۹۱۵ په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي، د روغتیا د نویو مالوماتو له مخې دې سره په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر نږدې ۱۹ زرو ته ورسېد، د روغتیا وزارت د نویو مالوماتو له مخې دې ۹۱۵ کسانو کې ۴۲۳ کابل، ۲۰۱ هرات، ۱۱۶ بلخ، ۲۹ کندوز، ۲۳ کونړ، ۲۱ـ۲۱ سرپل، کندهار او فراه، ۲۰ هلمند، ۱۵ سمنګان، ۱۱ پکتیا، ۷ ننګرهار، ۴ وردګ او ۳ کسان لغمان کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، د روغتیايي چارواکو په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۹ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې ور سره دې برخه کې ټوله مړینه ۳۰۹ ته ورسېده، دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې روغتیايي چارواکي په یوه ورځ تر نهه سوو ډېرې پېښې تاییدوي، خواله رسنیو کې د فوتي اعلانونو زیاتېدل، په افغانستان کې عمومي باور دا دی چې په کورونا د اخته کسانو او قربانیانو شمېر له هغه ډېر دی چې روغتیا وزارت یې اعلانوي، دې ورځو کې افغانستان کې د خواله رسنیو له لارې د خلکو د مړینې خبر هم بې مخینې ډېر شوی دی، خواله رسنیو ته په لنډ نظر د مړینې داسې خبرونه ډېر شوي چې یا کورونا بلل شوي او لا یې هم د مړینې لامل مالوم نه دی.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک