No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک وايي دغه هيواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن يکشنبه د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو  بشري مرستو کڅوړه کابل ته را ورسېد.

د راپورنو له مخې، افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته له ۳۰۰ میلیونو زیات ډالر افغانستان ته راغلي دي.

: ‏هلمند کې په وروستيو پنځو مياشتو کې يې پر نشه یي توکو د روږدو ۴۶۰ کسانو درملنه شوې ده.

د دغه ولایت د روږدو کسانو درمنلې روغتون مسوولین ویلي چې اوسمهال په ياد روغتون کې پر نشه یي توکو روږدي ۸۶کسان تر درملنې لاندې دي.

سرچینې ویلي چې روږدو کسانو ته د سواد زده کړه هم ورکول کیږي.

: ‏د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا مشر نن په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمدخان سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په تحکیم، همکاریو او د ستونزو په حل خبرې اترې وکړې.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا د افغانانو پیسې بېرته افغانانو ته د مرستو په نامه ورکوي.

‏حامد کرزي کابل کې د نننۍ خبري غونډې پرمهال وویل، چې د امریکا ولسمشر د افغانستان د ۷ میلیارده شتمنیو نیمې هغه بېرته د بشري مرستو په نامه افغانانو ته ورکوي په داسې حال کې چې د کرزي په خبره دا پیسې په خپله د افغانانو دي، د مصرف لپاره نه دي او باید خوندي وساتل شي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، کنګل شوې پیسې باید بېرته د افغانستان مرکزي بانک ته ستنې شي، خو باید مصرف نه‌شي. نوموړی زیاتوي: «دا پیسې د ورځني مصرف لپاره نه‌دي؛ بلکې د افغانستان د خلکو پانګه ده چې باید خوندي شي

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، خو اوس د هغه د فعالیتونو زیان د افغانستان خلک پرې کوي. د هغه په وینا، د افغانستان خلک د امریکایانو په کچه د ترهګرۍ قرباني شوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی قطر ته لاړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، یاد پلاوی به د خلیجي هیوادونو له استازو، اروپایي ټولنې له هیئت،د دیني علماوو له اتحادیو او هغو ډیپلوماتیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای قطر کې فعالیت کوي، پر مهمو مسائلو غونډې ولري.

: ‏د اجرائیه ریاست د پخواني مرستیال انجنیر محمد خان مېرمن، چې پرون د نا معلومو وسله والو په ډزو کې ټپي شوې وه نن سهار یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د محمد خان د زوی او د هغه د واوره جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې او ټاکل شوې د مېرمن جنازه یې د ورځې ناوخته خاورو ته وسپارل شي.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لپاره د ا.ا. نوماند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په امریکا کې د افغانستان بانک شتمني د افغانستان د خلکو دارايي ده چې یوازې د دې هیواد د مالي سیستم له لارې لګول کیدای شي.

‏نوموړی وایي، د دې شتمنۍ کنګل کول یا يې په یو اړخیزه توګه لګول بې عدالتي او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.

: ‏د سنوبورډ فدراسیون وايي، افغان سنوبورډ لوبډلې په پاکستان کې د اسیايي سیالیو پر مهال مډالونه تر لاسه کړي. په دې سیالیو کې له افغانستانه ۵ او له پاکستانه ۳۰ لوبغاړیو ګډون کړی وو. په دې سیالیو کې د افغانستان د نارینه‌وو لوبډلې د سرو زرو او د ښځینه‌وو لوبډلې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

: ‏حامد کرزی، رییس جمهور پیشین می‌گوید که او و عبدالله عبدالله، رییش شورای عالی مصالحه ملی در حکومت پیشین، در نامه‌یی به امارت اسلامی خواهان فراهم سازی شرایط برای برگشت سیاسیون به کشور شده‌اند.

: ‏حامد کرزی می‌گوید که امارت اسلامی باید زمینه برگزاری یک نشست ملی یا لویه جرگه را فراهم سازد تا در آن مردم در باره آینده کشور تصمیم بگیرند.

: ‏د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن وروستي فرمان ته غبرګون کې،د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په یوه ټویټ پیغام کې ویلي دا چې،کله مې امریکا ته د دوست او متحد هیواد خطاب کړی اوس د ګناه احساس کوم او له هیوادوالو بښنه غواړم.

: ‏له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یو ځل بیا په افغانستان کې د زیاتېدونکې خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښوودلې ده.  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون له روغتیا پالانو سره کتلي دي او په دې روغتون کې یې د خوارځواکۍ ډېرېدونکې پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

: یوری اوشاکوف، دستیار امور بین المللی کاخ کرملین در خصوص تماس تلفنی ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه و جو بایدن، همتای آمریکایی‌اش در جمع خبرنگاران اظهار داشت: پوتین به بایدن گفت که نمی‌تواند درک کند که او به چه دلیل درباره اشغال اوکراین آگاهانه اطلاعات نادرست ارائه کرده است.

اوشاکوف افزود: این گفت‌وگو بیش از یک ساعت به طول انجامید و روند آن "متوازن" و "عملی" بود.

وی تصریح کرد: این تماس در فضای هیستری بی‌ثابقه غرب در خصوص حمله قریب‌الوقوع روسیه به اوکراین، صورت گرفت.

اوشاکوف اذعان داشت: بایدن به پوتین گفت که آمریکا و روسیه رقیب یکدیگر هستند، اما آنها باید تمام تلاش خود را برای حمایت از ثبات و امنیت در جهان انجام دهند.

وی در ادامه تصریح کرد: بایدن تاکید کرد که درباره موضوع اوکراین، باید برای جلوگیری از رویدادی ناگوار تلاش‌های لازم انجام شود. بایدن اظهار داشت که طرفدار راه حل دیپلماتیک است و برخی از موضوعات از جمله نگرانی‌هایی که روسیه به آمریکا و ناتو منتقل کرده را مطرح کرد.

اوشاکوف با بیان اینکه این مسائل شامل نگرانی‌های امنیتی روسیه نمی‌شود، گفت: ما تاکید کردیم که اظهارات امروز بایدن را مدنظر قرار خواهیم داد.

این مقام کرملین با بیان اینکه روسیه این موارد را در پاسخ به آمریکا و ناتو در نظر خواهد گرفت، اذعان داشت: پوتین به خطر ارسال تسلیحات به اوکراین توسط کشورهای غربی اشاره کرده و گفت که این کشورها به اقدامات تحریک‌آمیز نیروهای نظامی اوکراین در دونباس و کریمه دامن می‌زنند.

اوشاکوف با بیان اینکه ادعاها مبنی بر حمله روسیه به اوکراین به صورت "هماهنگ و برنامه‌ریزی شده" مطرح شده است، گفت: پوتین بار دیگر تاکید کرد که متوجه نمی‌شود چرا بایدن عمدا اطلاعات نادرست در مورد حمله و اشغال اوکراین داده است.

وی تاکید کرد: ما نمی‌دانیم چرا آمریکا اطلاعات نادرست در مورد حمله به اوکراین می‌دهد، با این کار بطور مصنوعی تنش‌ها در مورد تهاجم به اوکراین را تشدید می‌کنند، واشنگتن با مطرح کردن ادعای تهاجم و حمله روسیه به اوکراین، پیش زمینه انجام اعمال تحریک‌آمیز از سوی نیروهای نظامی اوکراینی را فراهم می‌کند.

: ‏اقدامات تنش‌زای کره شمالی محور دیدار وزرای خارجه آمریکا، ژاپن و کره جنوبی.

آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا درباره آزمایش‌های موشکی اخیر کره شمالی با وزرای امور خارجه ژاپن و کره جنوبی دیدار و گفتگو کرد.

: ‏نامزدی هوشیاری زیباری در انتخابات ریاست جمهوری عراق رد شد.

ستره محکمه فدرال عراق از نامزدی هوشیار زیباری، نامزد حزب دمکرات کردستان برای تصدی پست ریاست جمهوری عراق جلوگیری کرد.

: ‏طی سفر اردوغان به امارات 12 توافقنامه همکاری به امضا می‌رسد.

طی سفر رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه به امارات متحده عربی 12 توافقنامه میان مقامات دو کشور به امضای طرفین خواهد رسید.

: ‏فرانک والتر اشتاین‌مایر با کسب 1045 رای از 1425 رای معتبر بار دیگر به‌عنوان رئیس‌جمهور آلمان انتخاب شد.

: ‏د پاکستان خارجه وزیر:

افغانستان کې وضعیت په جدي کېدو دی او دا زموږ د ټولو مسوولیت دی چې د افغانستان له بدلېدونکي وضعیت سره مقابله وکړو.

: ‏د ترکمنستان د ټاکنو کمېسیون: ولسمشر مو قربانقلي بردي محمدوف دنده پرېږدي او موږ ته یې امر کړی چې د مارچ په ۱۲ مه ولسمشریزو ټاکنو ته تابیا ونیسئ.

: ‏عمران خان:

له امریکا پرته نوره ټوله نړۍ په دې باور ده چې افغانستان باید له بحرانه وژغورو.

وایي، امریکا پوهېږي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان کې به ګډوډي جوړه شي.

: ‏متحده عربې امارات:

امریکا د حوثي یاغیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د ابوظهبۍ الدفراح نظامي اډې ته پنځم نسل ایف ۲۲ جنګي جیټان واستول.

دې اډه کې یې ۲ زره سرتېري هم دېره دي.

: ‏د افغانستان د بیا رغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې دوی د پخواني ولسمشر له لوري د پیسو د لېږد په اړه پلټنې کړې دي او ددې ادعا د روښانه کولو لپاره یې له ګڼو افغان چارواکو سره خبرې هم کړې دي.

: ‏ټرمپ وایي له افغانستان د امریکا تښتې روسیه زړه وره کړه. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې د بایډن کمزورې ادارې او بې کفایتۍ امریکا نړۍ ته ذلیله کړې ده.

: ‏د هند د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه بندر له لارې له افغانستان سره د مرسته شوو غنمو پر سر مذاکرات پایلې ته رسېدلې دي.

: ‏شاوخوا لسو هېوادونو د خپلو سفارتونو او خپلو وګړو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده. د امریکا په ګډون څو غربي هېوادونو ویلي هره شېبه ددې امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو هغه مهال به د بهرنیو وګړیو ایستل ناشونی کار وي.

: ‏آلماني شپېګل مجلې د امریکایي استخباراتي اداراتو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره بشپړ تیاری لري. ددغه مجلې په خبره ښايي راتلونکې چهارشنبې روسیه پر اوکراین هوایي بریدونه پيل کړي.

: ‏ایران وایي تر اوسه د افغانستان اوبه د دوی خاورې ته نه دي د ننه شوې. د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي سره له دې چې افغانستان دوی ته د هوکړو پر بنسټ د ژمنه شوو اوبو د خوشي کولو خبره کړې ده، خو تر دې دمه دغه اوبه ایران ته نه دي رسېدلې.

: ‏د اوکراین حکومت مخالفې خپرونې (اوکراین ۲۴)په یوه تازه تحلیل کې ویلي که د افغانستان،عراق او سوریې حالاتو ته وکتل شي امریکا هیڅ وخت د کوم هیواد رښتینې ملګرې نه ده پاتې شوې او په دغه هیوادونو کې یې پر شرموونکو ماتو سربیره ستر بشري جنایتونه هم کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک