مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: مقامات ولایت بادغیس میگویند که در ارتباط به انفجار روز گذشته در قلعهٔ نو مرکز این ولایت ۱۰ تن را دستگیر کرده اند.
دیروز پس از ظهر در اثر یک انفجار در نزدیکی مسجد جامع قلعهٔ نو مرکز ولایت بادغیس ۱ کشته و ۱۵ تن دیگر زخمی شدند.
✒: عبدالسلام رحیمی، وزیر پیشین دولت در امور صلح و عضو هیأت مذاکره کننده حکومت پیشین وارد کابل شده و با امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه دیدار کرده است.
عبدالسلام رحیمی در صحبت های خود گفته است که عوامل جنگ تمام شده و بعد از این باید همه در آبادی افغانستان یکجا کار کنند.
✒: کابل امنیه قومانداني وايی، د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه تنه وسله وال غله د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
✒: کابل امنیې قومانداني د انجنیرمحمدخان د یوه خپلوان په حواله ویلي، چې د انجنیرمحمدخان د زوی او د هغه د یوه ساتونکي د وژل کېدو پېښه د دوی په کور کې دننه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې او له بهر څخه څوک د حملې لپاره ندي دننه شوي.
په دې پېښه کې د محمدخان زوی او يو تن محافظ وژل شوي او د نوموړي ښځه او يو تن بل خپلوان زخمي شوي دي.
امنيې قوماندانۍ ویلي د پېښې په تړاو د دوی څيړنې دوام لري.
✒: داکتر محمد نعیم سخنگوی دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر میگوید که دزدی پول های منجمد شده مردم افغانستان توسط امریکا و تصرف آن، نشان دهنده سطح حقارت انسانی و اخلاقی یک کشور و یک ملت است.
وی می گوید که ایالات متحده از لحاظ نظامی و اخلاقی در افغانستان شکست خورده است.
✒: مولوی عبدالسلام ضعیف، یکی از مقامات پیشین طالبان، تصمیم رئیس جمهور امریکا در مورد دارایی های افغانستان را ظلم و دزدی پول افغانستان خوانده است.
عبدالسلام ضعیف در صفحه توییتر خود نوشته است که عاملان حمله یازدهم سپتمبر افغانها نبودند و نه هم به آنان کمک کرده اند، بلکه این یک دسیسه استخباراتی بود که برای تسخیر جهان اسلام پلان شده بود.
وی می گوید که امریکا نباید دیگر مرجع اعتماد باشد.
✒: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه بهرني اتباع چې ځانونه یې یوې نړیوالې موسسې ته منسوبول، له دې کبله چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد یې نه درلودل، توقیف شوي وو او د هویت له تثبیت کېدو وروسته بېرته خوشي شول.
✒: بازیکنان فوتسال زیر ۱۹ سال افغانستان در نخستین دیدار شان در رقابتهای قهرمانی مرکز آسیا با نتیجه ۱۰ بر ۳ در برابر ایران تن به شکست دادند.
✒: بانک مرکزی در واکنش به فرمان جوبایدن درباره پول افغانستان میگوید که مسدود نمودن ذخایر ارزی و اختصاص آن به اهداف غیر مرتبط غیرعادلانه است و دادن این پول به دیگران زیر نام غرامت یا کمک بشری پذیرفتنی نیست. بانک مرکزی در اعلامیهیی خواهان تجدید نظر در این باره شده است.
✒: د افغانستان د ازادو غیږو نیوونکی احمد سهیل حسن زاده نن سهار په امریکا کې د LFA د سیالیو په لړ کې خپل امریکايي حریف جمیز ویلسون ته ماتې ورکړه. د حسن زاده په وینا، په دې بریا سره، هغه د متحده ایالاتو UFC ته لاره پیدا کړه.
✒: پېښور:
هغه ښځه چې سر کې یې میخ ټک وهل شوی و، افغانه راووته او بازګله نومېږي.
وایي، د زوی پیدا کېدو لپاره کوم پیر ته نه یم ورغلې، بلکې دوه زامن لرم او د وروستیو بدلونو له امله پېښور ته کډه شوي یوو.
مېړه یې ویلي، ښځې یې پیریان لرل، شاید میخ پیریانو سر کې ورته وهلی وي.
✒: د امریکا د کانګرس مخکښه غړې الهان عمر:
د افغانستان د کنکل شتمنۍ په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه بې وجداني ده.
✒: فلپین ـ ماګوینډانو ولایت:
د مسلمانانو د دوه قبیلو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي، لس نور ژوبل دي.
یوې قبیلې د بلې قبیلې د سردار کاروان ته کمین نیولی و.
✒: رای الیوم ورځپاڼه:
داسې ښکاري چې سعودي به د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د بیا کامیابولو لپاره مرسته وکړي.
وایي، دا ځکه چې بایډن، شهزاده محمد بن سلمان له پامه غورځولی دی.
✒: امریکا وایي روسیه پر اوکراین برید ته نږدې شوې ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن رسنیو ته ویلي روسیې پر اوکراین د برید لپاره ټول تیاری نیولی دی له همدې امله له دغه هېواد د امریکایي وګړو د ایستلو لړۍ پيل شوې ده.
✒: له امریکا وروسته بریتانیا هم خپلو وګړو ته امر کړی چې ژر تر ژره له اوکراین څخه ووځي او دغه هیواد ته دې له سفر کولو څخه هم ډډه وشي.بلخوا رسنۍ وایي چې هره شیبه ددې احتمال شته چې اوکراین کې د امریکا او روسیې تر منځ جګړه پیل شي.
✒: د ایلینویز پوهنتون د نړیوالو حقوقو استاد او د بشري حقونو فعال «فرانسیس بویل» وایي، د بایډن لخوا د افغانستان د شتمنۍ ګنګل کول او یا په نیمایي هغې یې خېټه اچول په یو ډول غیر قانوني اقتصادي جګړه ده، چې غواړي افغانان له لوږې ووژني.
✒: د عراق او متحده عرب اماراتو هیوادونو خپلو وګړو ته امر کړی چې له اوکراین ووځي او دغه هیواد ته له سفر کولو څخه سمدستي ډډه وکړي، سیمه اییزې رسنۍ وایي هره شیبه ددې احتمال شته چې دغه هیواد کې د امریکا او روسیې جګړه ونښلي.
✒: په ایټالیا کې د هند سفارت پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د خوړو له نړیوال پروګرام سره یې د افغانستان پر خلکو د غلې دانې د وېش لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د هغو خبریالانو د خوشي کېدو هرکلی کړی چې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ لپاره یې کار کاوه. یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې د دې وخت رارسېدلی چې د افغان او بهرنیو خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو خپلسري توقیفونه پای ته ورسېږي.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وست وايي، د ولسمشر بایډن نوی امر د ۳.۵ میلیارده ډالرو کنګل شو پیسو د خوشې کولو لپاره د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو یوه برخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې دغه فرمان له افغانانو سره د مرستې په موخه لاسلیک شوی دی.
✒: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په تړاو د ولسمشر جوبایډن پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې د بایډن دا پرېکړه غیرمنطقي بللې او ویلي یې دي، چې نوموړی غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
سلګونه امریکایي وګړو د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل ولسمشر پرېکړه غیر انساني بللې او ددې پرېکړې له کبله ورته ځینو د « ډاکو » او ځینو بیا ورته د « نړیوال غله» لقبونه کارولي دي.
د افغان ښځو په برخه کې د امریکا استازې رینا امیري لیکلي، چې « نن د افغانانو لپاره یوه بده ورځ ده.»
✒: کریملین می گوید ولادیمیر پوتین، رئیس جمهور روسیه امروز با روسای جمهور امریکا و فرانسه در مورد حمله احتمالی روسیه به یوکراین صحبت تلفونی خواهد کرد.
همزمان با این، پس از امریکا، چندین کشور دیگر نیز به اتباع خود که در یوکراین زندگی می کنند، دستور خروج از این کشور را صادر کرده اند.
✒: بارنت روبین، کارشناس آمریکایی در امور افغانستان می گوید که ثروتمندترین کشور جهان می خواهد به نام عدالت، ثروت فقیرترین کشور را بدزدد.
او می گوید این پایان جنگ علیه تروریزم است.
✒: بر اساس گزارش رسانه های روسی، این کشور دیپلمات های خود را از یوکراین فراخوانده است
این در حالی است که بسیاری از کشورهای غربی از جمله امریکا و انگلستان کارکنان سفارت خود را از یوکراین فراخوانده اند و به اتباع خود که در یوکراین زندگی می کنند، دستور خروج از این کشور را صادر کرده است.
