د بی اخلاقه زوروری امریکا په منطق کی: ( مړ هم زه او پړ هم زه )!
دوکتور عمر عماد
پداسی حال کی چه داسی هیڅ ثبوت نه وو او نه شته چه د سبتمبرپه بریدونو کی دی افغانان ښکیل وی ، خو د وخت فرعون جورج بوش د افغانستان له چارواکو اوغوښتل چه هغه تورن عرب باید بی له چون او چرا هغوی ته تسلیم کړی، خو افغان حکومت استدلال کاوه چه هغوی ته د کره شواهدو ددرلودلو پرته د هغه تسلیمول ستونزمن دی ، هماغه وو چه یوه میاشت وروسته امرکیا او پرنګیانو په افغانستان خپل ظالمانه برید پیل کړ، او لږ وروسته یی بیا په بن کی خپل ګوډاګیان سره راټول او په یو جوړ جاړی یی د ( شرکاء متشاکسون) فاسده اداره جوړه کړه، بیا د نړیوال استکبار استازی اداره ( ملګری ملتونو) هم د ایساف د ځواکونو د راتګ او د افغانستان د رسمی اشغال پریکړه وکړه.
د شلو کلونو په اوږود کی نه د امریکایانو په مشرئ د ایساف تلوالی په افغانستان کی د هیڅ ډول جنایت څحه ډډه وکړه او نه یی لاس پوڅو افغانی چارواکو د هیڅ ډول فساد څخه دریغ وکړ، تر څو چه د الله تعالی په مرسته د اشغالګرو او دهغوی ددوستانو ټغر ټول شو...
حق خو دا دی چه امریکا باید افغانانو ته د جنګ تاوان ورکړی او او مجرمان یی د جنګی جنایتونو په تور محاکمه شی، خو چون د زورو په ځنګلئ قانون کی د حق په نوم کوم لغت نشته بلکه دلته یوازی د زور او قوت لغت موجود دی، نو ځکه د جنګی تاوان موضوع لا تر اوسه هیڅ مطرح شوی نه ده...
خو د حیرانتیا خبره دا ده چه اوس خبره بیخی سرچپه شوه !
اوس د پیښی نه پوره شل کاله وروسته امریکایان وایی مونږ به د افغانستان د کنګل کړو پیسو یوه برخه د سبتمبر د قرباینانو کورنیو ته ورکوو، یعنی ځما لکونه بی ګناه افغانان چه دی د خاورو لاندی خاوری کړل، د بمونو مور باندی مو حتی د غر شنی ونی وسوځولی، په زرګونو باندی دی زندانونه ډک کړل ....الخ
دا ټول هیڅ نه ، خو ستا برجونه چه خدای خبر چه چا نړولی دی ، پړ پکی زه شوم او تاوان یی ځما د بی وزله ولس څخه اخلی !
دی ته وایه د بی اخلاقه زورو منطق .
اله العلمین دی د کبر څلی ونړوه .
