No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار جامع جومات ته نږدې چاودنه شوې ده.

د لوموړنیو راپورونو له مخې‌ په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

: ‏د ا.ا ځواکونو د ډاکټرفواد پیرزاد د تښتونې په تور ۳ تنه په فراه ولایت کې نیولي دي.

باختر اژانس وايي، د ۰۱۱ مرکزي استخباراتو د فراه د استخباراتو په همکارۍ د ډاکټر پیرزاد د تښتونې په تور ۳ تنه نیولي.

ویل کیږي چې دا کسان د ډاکټر پیرزاد تر تښتولو ورسته له کابله فراه ولایت ته تللي وو.

: ‏د بریتانیې سفیر هیوګي شارتر کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې صدراعظم بوریس جانسن ورته د افغانستان د نوي حکومت سره د تعامل لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې له دې هېواد سره په تعاملاتو او بشري مرستو کې باید زیاتوالی رامنځ ته شي.

: ‏د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د اوبو په هکله د ۱۳۵۱ کال تړون عملي کېږي. دغه وزارت نن ویلي چې د هلمند اوبو د مدیریت په تړاو، د دغه تړون ټولو مادو، تخنیکي برخو، حقوقي اساساتو او ضمیمو ته ژمن دی.

: ‏د سرې میاشتې ټولنه وايي،۸۰ تنه هغه ماشومان چې هډوکي یې مات شوي وي یا هم سوځېدلي وي آلمان هېواد ته به د درملنې لپاره واستول شي. د آلمان د سولې کلي له څو میاشتو ځنډ وروسته دا بهیر بیا پیل کړی دی.

: ‏د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر تیره ورځ په کابل کې د چین له لوی سفیر سره کتلي دي،په دغه کتنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین اړیکې مهمې او تاریخي بللې دي او سفیر ډاډ ورکړی چې هیواد یې ټوله هڅه کوي تر څو د سیمې او نړۍ هیوادونه افغانستان سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې ولري.

: ‏د پنجشېر په آبشار ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د درنې وسلې (۸۲) څوارلس ګولۍ ترلاسه کړي دي.

: ‏هیئت امارت اسلامی پس از گفت‌وگو با اعضای نهاد جینوا کال، یک اعلامیه بشردوستانه را تصویب کرده است.

در این اعلامیه فراهم کردن خدمات صحی و آموزشی به تمام مردم،‌ توزیع عادلانه کمک‌های بشردوستانه به مستحقان و حفاظت از محیط و ساحات فرهنگی در نظر گرفته شده است.

: ‏د بدخشان په مرکز فيض آباد ښار کې لسګونو ښځو "موږ د فاطمې حجاب، د عايشې عفت او د سميې شهادت غواړو" په شعار سره د يوې غونډې په ترڅ کې، د اسلامي امارت له نظام، د اسلامي ارزښتونو له تطبيق او اسلامي حجاب څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

: ‏رئیس مجلس ترکیه روز ملی جمهوری اسلامی ایران را تبریک گفت.

مصطفی شن‌توپ، رئیس مجلس ملت کبیر ترکیه با ارسال پیامی به محمد باقر قالیباف، رئیس مجلس ایران روز ملی این کشور را به وی تبریک گفت.

: نیروهای امنیتی اسرائیل با استفاده از یک پهپاد مقادیر زیادی گاز اشک آور را به سمت فلسطینیانی که در شرق شهر غزه پرنده شکار می‌کردند، شلیک کردند.

بر اساس اطلاعات دریافتی خبرنگار آناتولی از منابع امنیتی، پهپاد اسرائیلی افرادی را که در ده‌ها متری حصار امنیتی شرق غزه در حال شکار بودند،، هدف گرفته است.

از سوی دیگر، همین منابع اعلام کردند که نیروهای اسرائیلی به سوی قایق های ماهیگیری فلسطینی در نزدیکی غزه نیز تیراندازی کرده‌اند.

اسرائیل از سال 2006 نوار غزه را که حدود 2 میلیون فلسطینی در آن زندگی می‌کنند، از طریق زمین، دریا و هوا تحت محاصره قرار داده است.

: ‏رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه: روند بیماری (کرونا) را به سهولت سپری کردم. البته، تزریق واکسن مطمئنا در این زمینه مفید بود. من 2 دوز سینوواک و 3 دوز بیون‌تک دریافت کرده بودم.

: حجم تجاری ترکیه و ایالات متحده آمریکا با رسیدن به 28 میلیارد دلار در سال گذشته، رکورد جدیدی را در حجم تجاری دو کشور به جا گذاشت.

در حالی که سال 2020 به دلیل شیوع کرونا همه کشورهای جهان از جمله ترکیه تحت تاثیر منفی اقتصادی قرار گرفتند، سال پیش شاهد رکوردهای جدید در بخش صادرات ترکیه بودیم.

آمریکا نیز که در بین کشورهای نخست در صادرات ترکیه قرار دارد، طی سال 2021 از اصلی‌ترین مقاصد صادراتی ترکیه بوده است.

: ‏د پاکستان د سوداګرۍ وزارت:

افغان سوداګر کولی شي ۱۷ قلمه مواد، چرګان، غوښه، سیمټ، درمل، میوه جات، سبزیجات، مالګه، وریجې او د جراحۍ وسایل په کلدارو افغانستان ته یوسي.

: ‏افغانستان لپاره د روسیې استازی کابلوف:

کابل نه غواړي مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ایسته کړي، خو نور ډپلوماټان به راواستوي.

: ‏اوکراین: روسیې له ټولو سمندري لارو محاصره کړي یوو.

: ‏د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې کابو پنځه میلیارد ډالر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره راټولوي. د مرستندویه بنسټونو د راپور له مخې، افغانستان تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی او په دې هېواد کې اړمن او بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.

: ‏امریکایي رسنۍ وایي ژر به جو بایډن د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نیم میلیارده ډالر امریکا کې د سیپتمبر ۱۱ پر قربانیانانو وویشي او درې نیم میلیارده نورې به افغانستان کې پر بشري مرستو باندې ولګول شي.ستاسو په باور د افغان حکومت او ولس غبرګون باید د امریکا دې پریکړې ته څنګه وي؟!

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، که ځواکونه یې له افغانستان څخه نه وای اېستلي نو امریکا به یو ځل بیا ناوړه جګړې ته داخله شوې وای.

واشنګټن پوسټ په خپل یوه تحقیقاتي راپور کې د امریکا د نظامي قوماندانو په حواله ویلي، سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت ناوخته د تخلیې پلان ونیو، ‏د طالبانو لاسته راوړنې یې له پامه وغورځولې او پېښو پرې غلبه وکړه چې دا هر څه په وروستیو ورځو کې په بېړه او ګډوډۍ سره له کابل څخه د وتلو لامل شول.

جوبایډن له اېن بي سي ټلویزیون سره د خبرو پر مهال په دغه تحقیقاتي راپور کې د پوځیانو څرګندونې رد کړې.

: ‏تحریک طالبان پاکستان یا تی تی پی ویدیوی جدیدی از حملات خود بر اردوی پاکستان را منتشر کرده است

این ویدیو نشان می‌دهد که تحریک طالبان پاکستان در باجور‌ و وزیرستان در جنگ با نظامیان پاکستان از «نایت ویژن» و «سنایپر» های پیشرفته استفاده میکنند.

‏در این ویدیو دیده میشود که در حملات تحریک طالبان پاکستان شماری زیادی از عساکر پاکستانی کشته میشوند و اردوی پاکستان در جلگویری از این حملات ناتوان است.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن په اوکراین کې مېشتو امریکایانو ته د سملاسي وتلو امر کړی دی.

بایډن وايي: « امریکایان باید همدا اوس ووځي. موږ د نړۍ له یوه لوی پوځ سره ښکېل یو، وضعیت ډېر بدل دی او هر څه په چټکۍ سره د لیونتوب لور ته تلای شي

‏د متحدوایالتونو ولسمشر وايي، که روسیه پر اوکراین برید وکړي، هلته د پاتې امریکایانو ژغورلو لپاره به پوځیان نه استوي. نوموړی زیاتوي، دا به نو بیا نړیواله جګړه وي، چې امریکایان او روسیان پر یوه بل ډزې وکړي.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر جانګ جون په ا.ا غږ وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نور ګامونه پورته کړي.

جانگ‌ جون د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په نوي خپور‌ شوي راپور کې چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنگ د چین په سنکیانگ ولایت کې د جهاد اعلان کړی، اندیښنه څرگنده کړې.

‏د ملگرو ملتونو د نوي راپور له مخې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنگ ۲۰۰-۷۰۰ غړي په افغانستان کې پاتې دي.

د چین دولتي رسنۍ وایي، چې بیجینگ په سینکیانگ ولایت کې د اویغور وسله والو او طالبانو ترمنځ د پخوانیو اړیکو په اړه ژوره اندیښنه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک