د هند د هغې مسلمانې نجلۍ پر زړورتيا آفرين وايم
ظاهر عمار
له پرون راهيسې د هند د هغې مسلمانې نجلۍ پر زړورتيا آفرين وايم چې د لسګونو افر اطي او کوڅهډبو هند وانو په هجوم کې يې د تکبير ملکوتي نارې پورته کړې، د خپل حق له پاره یې آواز پورته کړ او د هند ټولو مسلمانانو ته يې د زړورتيا نوې روحيه او انګېزه ورکړه. دا چې دا نجلۍ په شخصي ژوند کې څومره متدينه ده او څه ډول افکار لري، هغه بېل بحث دی خو دا په ډېر څه ارزي چې د هند څه باندې دوه سوه ميليوني خاموش مسلمان اقليت ته يې د خپل حق ترلاسه کولو د لارې مشال روښانه کړ. د بيدارو او مهذبو ملتونو د اوسېدونکو ځانګړنه همدا وي چې تقريباً هر اوسېدونکی یې د انساني ژوند کولو له پاره پر خپلو حقوقو او د هغو د ترلاسه کولو په لارو چارو پوهيږي او په مثالي فردي قربانۍ ورکولو د ټول ملت ژوند ژغوري.
بدبختانه، ښايي په ټوله نړۍ کې موږ يوازينی ملت يو چې اکثريت خلک مو له څو لسيزو راهيسې له خپلو روا انساني حقوقو نه دي خبر يا نه غواړي ځان خبر کړي، د هغو د ترلاسه کولو له پاره آواز پورته کول او شور جوړول خو ليرې خبره ده. زموږ غټ اجتماعي مشکل دا دی چې فرد-فرد مو خودخواه يو، فقط د ځان خير غواړو او د ملت د ښې ورځې له پاره قرباني ورکول مو د ژوند او افکارو په قاموس کې هېڅ ځای نه لري. رب تعالی دې زموږ پر حال رحم وکړي، آمين.
