مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: شاروال کابل: در برابر غاصبین زمین اقدام جدی میکنیم، تحقیقات درباره ۲۵ شهرک آغاز شده و اگر شهرکی روی زمین غصب شده ساخته شده باشد، مسترد خواهد شد.
✒: به اساس گزارشها یک هیأت امارت اسلامی به رهبری لطیف الله حکیمی برای گفتگو با مقامات سوئیسي به جنیوا سفر کرده است.
گفته میشود که این هیأت در کنار گفتگو با مقام های سویسی با مسوولان صلیب سرخ و برخی سازمان های بشری دیدار و گفتگو خواهند کرد.
✒: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف خبرداری ورکوي، که په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه بېړنی اقدام ونه شي، ښايي یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شي.
✒: د ا.ا کابینې د ټیلفوني سیم کارتونو د ثبت او بایومټریک کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت غوښتنه تصویب کړه.
کابینې، مخابراتو وزارت ته دنده وسپارله چې د احصائیې او معلوماتو له ملې ادارې سره په ګډه ددې پروسې د تطبیق لپاره طرحه جوړه او بیا یې په تدریجي توګه تطبیق کړي.
کابینې د رئیس الوزراء په مشرۍ په خپله ۲۲مه ناسته کې همداراز د طالبانو او د تېر حکومت د وژل شوو سرتېرو له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د نقدي مرستو په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا چمتو شوې طرحه تصویب کړه.
✒: د رئیس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې « د اسلامي امارت پالیسي واضح ده او هېڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري.»
✒: د کابل امنیه قومانداني د اوومې امنیتي حوزې اړوند « جای رئیس» په سیمه کې د یوې ښځې او د هغې د ۲ لوڼو د وژلو په تور د یو تن د نیولو خبر ورکوي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د رامین په نوم نیول شوي کس په لومړنیو څیړنو کې خپل جرم منلی او ځان یې د مقتولینو موټروان معرفي کړی.
✒: د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمر فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په فوټسال سیالیو کې د ګډون په موخه قرغزستان ته روانه شوه. د دې سیالیو لومړی پړاو د افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو تر منځ د فبروري میاشتې له ۱۲ تر ۱۹ پورې په قرغزستان تر سره کېږي.
✒: د ۲۱۵ العزم قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي امارت ۶۰۰ سرتېري فارغ شول. د سرتېرو په فراغت غونډه کې د اسلامي امارت مسوولینو د ځواکونو پر یووالي ټینګار وکړ او هغوی یې وهڅول چې په خپلو دندو کې د محمد (ص) اخلاق او صفات پر ځان پلي کړي.
✒: د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي چې بېګاه د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې پنځه تنه د غلا په تور نیول شوي چې پنځه وسلې او دوه موټر هم ترې ترلاسه شوي دي.
✒: د جوجیتسو افغان لوبغاړې ارزو احمدي، د ایل ایف سي سازمان لوبو کې خپلې پاکستانۍ سیالې فرشته خاني ته ماتې ورکړه.
✒: اترا اداره: د فریکونسۍ د جواز له درکه مو چې هر شرکت، اداره او موسسه پوروړې ده یوه میاشت کې دننه دې راشي او د خپلو باقیاتو حساب دې تصفیه کړي.
وایي، که رانغلل، د فریکونسۍ جواز یې فسخ کوو او عدلي ادارو ته یې ورپېژنو.
✒: د کډوالو نړیوال سازمان، ګاونډیو هېوادونو کې له افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره د ۵۸۹ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.
وایې په دې پیسو شپږو هېوادونو کې ۳،۶ میلیونه کډوالو سره مرسته کوو.
✒: د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي:
هند کې له زده کړو نه د مسلمانو نجونو محرومول، له بشري حقونو څخه فاحشه سرغړونه ده.
✒: د ازبکستان خارجه وزیر کاملوف:
افغانستان کې د وضعیت وخامت شاید سخت دریځي زیاته او ډلې د یو بل پر وړاندې ودروي.
وایي، نړۍ باید کابل د خپلو ژمنو عملي کولو ته واداره کړي.
✒: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، پاکستان تمه لرله چې د افغانستان نوی حکومت به ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژني او همدا راز به د پاکستاني طا لبانو مشران پاکستاني حکومت ته وسپاري، خو نوي حکومت دا یوه چاره هم ترسره نه کړه.
✒: راپورونه وایي د امریکايي پوځ تر منځ له افغانستان وتلو او د امریکا ماتې سخته ناهیلي خپره کړې ده. سرچینه وایي د امریکايي نظامیانو ترمنځ د افغانستان مسئله د بحث توده موضوع وي، خو ډېری یې پر ځان او خپل پوځ بې باوره شوي دي او د راتلونکې په اړه اندېښنې لري.
✒: منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د امریکايي ځواکونو د څارنې لپاره د ولسمشر جو بایډن نومول شوي استازي جنرال ایریک کوریلا ویلي، افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزې ته اړتیا ده او وايي په دې برخه کې باید د افغانستان له نوي حکومت سره په عملي توګه همکاري وشي.
✒: پاکستاني رسنۍ وایي په افغانستان کې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته تر لس زره زیات هغه پاکستاني وګړي اوس بیکاره شوې دي چې،په پلازمینه کابل او نورو ګڼو ولایتونو کې له خصوصي سکتور سره بیلابیلو برخو کې پر دندو بوخت وو.
✒: په افغانستان کې د ناروې سفیر اولی اندریس لیندمن په خپل ټویټر کې لیکلي چې د څلورو ښځینه فعالانو او د هغوی د خپلوانو برخلیک، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ورکې شوې، لا نه دی څرګند او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په دې اړه پلټنې وکړي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پرون د څلورو ښځینه فعالانو او د هغوی د خپلوانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه چې درې اوونۍ وړاندې ورکې شوې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر ویاندې لیز تروسل د ورکو شویو کسانو د سمدستي پلټنو او خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
✒: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ۳۱۰ ټنه بشري مرستې پرون په تورخم کې ځايي چارواکو ته وسپارل شوې.
✒: روزنامه گاردین به نقل از منابع افغان و ازبک گزارش داده است که این دو تن میخواستند از ازبکستان وارد افغانستان شوند که نیروهای سرحدی افغانستان پس از دریافت اطلاعات از سوی نیروهای ازبکستان، آنها را دستگیر کرده اند منابع گفته اند که این دو تبعه بریتانیایی میخواستند ۱۰ هزار دالر، تجهیزات عملیات شبانه و سایر تجهیزات نظامی را به افغانستان قاچاق کنند که توسط نیروهای امارت اسلامی دستگیر شده اند.
