No-IMG

د یو سعودي لیکوال لړځونکي لیکنه .. د کوېت او سعودې او د سیوډن توپير...!

د سعودې د ستر لېکوال عبدالله الدوېس لړځونکی مقاله

ژباړه: نجم برهاني

 

 له دې سره چې سعودې او کوېت کې دېني وعظ، لارښونې، خطبې، قران کرېم، تفسېر، توحېد ‌، فقه، سېرت لوستل کیږې تدریسږي او زرونه لکونه مساجد او لکونه دېنې واعظان لري ،  خو دا ټول او له دې زر ځله کم هم په سېو‌‌‌‌‌‌ډن کې نشته..!!؟ مګر د دې سره سره سیوډن د فساد نه دپاکو هېوادونو. په سر کې دی، او سعودې او کوېټ ېې اخر کې دي؟

 د رحمت رسول الله خپلو ملګرو ته سپارښتنه وکړه،چې حبشې ته هجرت وکړئ، او ورته یې و فرماېل: د هغه ځای د پاچا په شتون کې چا سره ظلم نشې کېدلی!!،

حبشه کې نه قران کرېم لوستل کېده، نه دېنې واعظان وو، نه هغه خلګ مسلمانان وو، مګر بېا هم هلته عدل او انصاف قاېم وو، نو مالومه ده د یو ملک یا هیواد اساس اصلاً په عدل او انصاف دی.

 دمسلمانانو ستونزه دا نه ده، چې ګواکې قران کرېم کم لوستل کېږې، ېا خطبې کمې دې ېا د احادېثو تدریس کم دی، ستونزه دا ده چې عدل او انصاف دلته نه عملې کېږې،

 هغه قاضې چې حضرت علې رض ټاکلی وو، هغه د امېر المومنېن خلاف د ېو ېهودې په حق کې فېصله وکړه، ځکه علې رض ښکاره ثبوت وړاندې نه کړل شو،چې دا ثابته کړې چې سپره د علې رض ده، نو قاضې څنګه ویلي وای سپره د حضرت علي ده ؟

دحضرت علې رض قول دی، چې الله تعالی د عدل او انصاف دولت قاېم ساتې ولو که کفرې وې، مګر د ظلم او استبداد دولت ړنګوې ولو که اسلامې وې.

 چې قران کرېم احداېث تفسېر سېرت په اخلاقو اغېز ونه کړې، او عمل کې را نه شې او چې حق حقدار ته ونه رسېږې، نو بېا بل څه ولوله.....!

  سېوډن کې چاسره د هغه د تابعت ېا قوم یا دین په اساس چلند نه کېږې،بلکې د ېو انسان په توګه..!

 سېو‌‌‌‌‌‌ډن کې سهار وختې ستا د کور دروازه ټکول کېږې، چې ستا ماشومانو ته تازه شېدې ېا شوده درکړې، ستا د تابعت پښته نه کېږې مګر ستا د ماشونانو د شېدو د ضرورت پښتنه کېږې،. ځکه هغه هم د اصلې سېو‌‌‌‌‌‌ې‌‌‌‌‌‌ډنېانو ماشومانو په څېر دې.

 مګر زمونږ هېوادونو کې د هېڅ غرېب مسافر دروازه نه ټکول کېږې، چې د هغه د اړتېاو پوښتنه وشې، که وټکول شې، نو پولیس به وي د هغه د تابعت پوشتنه،کاغذاتو او تفتېش او هېواد نه شړل به وې.

 سېو‌‌‌‌‌‌ډن کې چې څلور کاله پرله پسې تېر کړې، نو داېمې وېزه درکوې، خلاص ګرځه،

 خو زمونږ هېوادونو کې سل کاله تېر کړه هر کال به وېزه نوې کوې او تزلېل کېږې به.

 سېو‌‌‌‌‌‌ډن کې شپږ کاله تېرکړه د هغه هېواد تارېخ ېاد کړه، تابعت واخله برابر سېوې‌‌‌‌‌‌ډنی شوې،.

 زمونږ هېوادونو کې شپږ کاله مسافر زلېله انتظار وباسې چې ېوې عربې سره د واده اجازه واخلې..؟

 تابعت که قران کرېم احادېث ، انجېل ، زبور ،تورات او دعربانو ټول تارېخ د ادم نه تر دې دمه ېاد کړې هم ، نو بېا هم عرب ېو مسلمان ته تابعت نه ورکوې.

 سوې‌‌‌‌‌‌ډن په اسلام عمل کوې ولو که کفار دي او اسلامې هېوادونه. کفرې چلند کوې ولو که مسلمانان دي.

سېو‌‌‌‌‌‌ډن کې کفېل نشته چې موکل لکه غلام زلېله کړې، نه به  ېو سېو‌‌‌‌‌‌ډنی ماشوم په کوم مسافر سترګې راو باسې چې چپ شه که نه اوس دې له هېواده څخه شړم... !

لکه زمونږ هېوادونو کې چې ېې مونږ په سړکونو او کوڅو کې مشاهده کړو. }

نو خبره مالومه  ده چې مونږ ناسم  روان یو  ځکه  سمې پایلې نه لرو او په هر ډګر کې ناکام  یو!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک