No-IMG

د فرانسې په جماجم موزیم کې څه ساتل کیږي؟!

جماجم (د کوپړیو موزیم) په فرانسه کې موقعیت لري. په یاد موزیم کې د ۴۰۰ هغو مسلمانو عالمانو د سر کوپړۍ ساتل کیږي، چې د فرانسوي استعمار په دور ۱۹۱۷ م کال کې په الجزایر، تونس، المغرب او موریتریا کې لومړئ شهیدان شوي او بیا ئې سرونه د افتخار په بڼه فرانسې ته وړل شوي او هلته ئې ترې ستر موزیم جوړ کړئ دئ.

په کال ۱۸۵۲م د فرانسې عسکر د الجزایر الأغواط سیمې ته ور ننوتل او د یادې سمیې دریمه برخه وګړی چې زیاتره پکې عالمان ؤ په یوه شپه په اور کې واچول او وریت ئې کړل.

په یاد هیواد کې د ۱۹۶۰ او ۱۹۶۶ کلونو تر مینځ د فرانسوی یرغلګرو له خوا ۱۹ اټومي بریدونه ترسره شول. ۲۷ نه تر ۱۰۰ زرو پورې کسان پکې په خاورو کې ورک او د شهیدانو تعداد له حسابه وتلی ؤ.

په کال ۱۹۶۲م کې چې کله فرانسوي عسکر له الجزایر ووتل ۱۱ تونلونه ئې تر شا پرېښودل؛ یاد تونلونه د مسلمانو شهیدانو له جسدونه ډک ول!!

 الجزایر ۱۳۲ کاله تر فرانسوی استعمار لاندې ؤ، ۱۸۳۰ تر ۱۹۶۲ کال پورې ۲۵۰۰۰۰۰ دوه نیم ملیونه الجزایري مسلمانان شهیدان شول.  چې زیاتره ئې د یرغل په لومړیو او ورستیو کلونو کې شهیدان کړل.

همدا شان تونس ۷۵ کاله، المغرب ۴۴ او مورتیریا ۶۰ کاله تر فرانسوی استعمار لاندې د ظلم او وحشت ترخه دوره تېره کړه.

د یو فرانسوي تاریخ لیکونکی جاک جورکي له قوله چې فرانسې د ۱۸۳۰ کال څخه تر ۱۹۶۲ کال پورې په یادو هیوادونو کې ۱۰۰۰۰۰۰۰۰ یعنی ۱۰ میلیونه مسلمانان په شهادت رسولي دي.

همدا شان کله چې فرانسوي عسکر مصر ته ننوتل، له خپلو آسونو سره یو ځای مسجدونو ته ننوتل، په مسجدونو کې ئې شراب څښل او مسلمانې ښځې به ئې د خپلو بچو او میړونو تر مخ بې پته کولې او دا شعار به ئې زمزمه کولو( الاسلام دین الارهاب)!!

دا د یهودو انصاف دئ هم مظلوم او هم تروریستان یادیږو!

ان شاء الله د اسلام زامن به ستاسو ټول تاریخي جنایتونه یاد ساتي او د هر جنایت بدل به درنه اخلي. ان شاء الله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک