No-IMG

د بې عمله علم څخه بی علمی غوره ده

دوکتور عمر عماد
 

د هغه ځان ښوونکی او پر خپل علم مغرور، شیخ القرآن والحدیث ، مناظر الاسلام ، استاذ العرب والعجم څخه چه د قرآن مجید د تفسیر او د صحیح بخاری د تدریس په مینځ مینځ کی به خپله درنه او د بل سپکه کوی ، د هغه نه هغه عامی چه د اسلام په پنج بناوو پوه وی او عمل پری کوی، بهتر دی .

د عالم لپاره پر ځان مینتوب د هغه زړه ته د شیطان د ننوتلو تر ټولو اسانه دروازه ده.

نه پوهیږم چه دغه د کبر په رنځ اخته بی عمله علماوو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه  حدیث اوریدلی وی او که نه چه فرمایی :

(من طلب العلم ليجاري به العلماء أو ليماري به السفهاء أو يصرف به وجوه الناس إليه أدخله الله النار) که څوک علم ددی لپاره وکړی چه د علماوو سره سیالی وکړی ، او یا ساده ګان پری اوغولوی او یا د خلکو مخ ځان ته راواړوی الله تعالی به یی اور ته داخل کړی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک