مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کونړ سیمهییز مسوولان وايي، د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې له واورې ښوېیدو وروسته کې ۲۰ کسان تر واورو لاندې شوي چې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي او د پاتې کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
✒: د افغانستان کرېکټ بورډ طلوعنیوز ته ویلي، د دې بنسټ درې اداري کارکوونکي له نولس کلنو کمعمره د وېسټ انډیز نړیوالو جام سیالیو وروسته بریټانیا ته تښتېدلي، خو د کرېکټ بورډ چارواکي زیاتوي، پاتې ټول لوبغاړي هېواد ته راستانه شوي.
✒: د نیمروز په مرکز کې د ا.ا. ځواکونو ایرانی ډاکټر جواد قرباني نن سهار د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ.
دنیمروز د امنیت آمر وویل چې قرباني یوه میاشت مخکې د ایران له مشهد ښار څخه تښتول شوی و او بیا دهرات له لارې نیمروز ته لېږدول شوی و.
د یادې قضیې په تړاو درې تنه هم نیول شوي دي.
✒: بر اساس معلومات نجیب الرحمن رحمانی معاون مالی و اداری ادارۀ عالی تفتیش، نظر به حصول اطمینانیههای مراجع بازرسی شده، در مجموع مبلغ ۷۷۵.۴ میلیون افغانی تحصیل و مبلغ ۳.۲ میلیارد افغانی در یکسال تصفیه و شامل خزانۀ دولت شده است.
✒: د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې وروستی راپور چې په کې ادعا شوې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی په کلکه رد کړی دی.
په اعلامیه کې دغه ډول بې بنسټه راپورونه چې هېڅ شواهد، اسناد او مدارک په کې شتون نلري د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر او ګټه نه دي بلل شوي.
✒: د فاریاب د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ۳۴۹۷ بې ځایه شویو کورنیو سره نغده مرسته کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پیل شوې ده.
په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۷۸۳۰ افغانۍ وېشل کېږي.
✒: هند ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې ډېروالی راغلی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي تېر کال افغانستان هند ته ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې سږ کال تر دې دمه دا کچه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
✒: د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست په دې ولایت کې د داعش ډلې د ۵۰ غړو د تسلیمېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست وايي، چې د داعش دغو جنګیالیو د استخباراتو ریاست په هڅو او د قومي مخورو په همکارۍ د اسلامي امارت له مخالفت لاس اخیستی دی.
✒: کابل ښاروالۍ په بهرنیو اسعارو د کورونو او هټیو په کرایه ورکول منع اعلان کړل.
کابل ښاروالۍ د معاملو د لارښوونې دفترونو او د جایدادونو مالکانو ته سپارښتنه کړې، چې ورځنیو معاملاتو او د کورونو د کرایې او ګروۍ پر مهال د بهرنیو اسعارو په تېره د ډالرو پر ځای له افغانیو کار واخلي.
✒: قصر سفید با انتشار بیانیهای اعلام کرد که جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا و امانوئل مکرون، همتای فرانسوی وی درباره تنش در مرز روسیه با اوکراین بحث و رایزنی کردند.
روسای جمهور دو کشور درباره تلاشهای دیپلماتیک و بازدارنده در واکنش به تداوم استقرار نظامی روسیه در مرزهای اوکراین گفتوگو کردند.
بایدن و مکرون در این دیدار بر حمایت از حاکمیت و تمامیت ارضی اوکراین تاکید و توافق کردند که به مشورت با متحدان و شرکا از جمله اوکراین ادامه دهند.
✒: سخنگوی وزارت امور خارجه ایران: آماده مذاکره با عربستان هستیم.
✒: کریستوفر برگر، سخنگوی وزارت امور خارجه آلمان طی نشست خبری در برلین، پایتخت این کشور گفت که دولت آلمان از تلاشهای دیپلماتیک ترکیه برای حل و فصل بحران اوکراین استقبال میکند.
وی افزود: از هر کمکی برای حل اختلافات موجود در این زمینه استقبال میکنیم. ترکیه عضو ناتو است و با هماهنگی ناتو این کار را انجام میدهد.
✒: ینس استولتنبرگ، دبیرکل ناتو در بیانیهای از تلاشهای رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه و حمایت وی جهت یافتن راهحل سیاسی برای بحران روسیه و اوکراین قدردانی کرد.
وی با اشاره به اینکه تلفنی با اردوغان صحبت کرده، افزود: در مورد تحرکات نظامی روسیه در مرز اوکراین گفتوگو کردیم. از اردوغان به خاطر حمایت فعال و تلاشهای شخصیاش برای یافتن راه حل سیاسی تشکر کردم.
✒: د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون مسکو ته تللی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ مسکو ته تللی او د یوکراین د کړکېچ د کمولو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کوي.
د راپورونو له مخې ماکرون له پوتین سره تر خبرو وروسته د یوکراین مرکز کییف ته هم سفر کوي.
✒: د عمران خان او شي جینپینګ تر دې لیدنې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې ګدې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې درې اړخیزې ناستې پر جوړولو یې خبرې پیل کړي دي.
چین او پاکستان همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي څو افغانستان ته بشري مرستې روانې وساتي او د دې هیواد کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.
✒: د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي د متحده عربي اماراتو د امنیتي ځواکونو د ځواکمنتیا په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته رسېدلی دی.
نوموړی داسې مهال متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، چې د تیرو دوو اونیو په لړ کې حوثي جنګیالیو د دې هېواد پر نفتي تأسیساتو بریدونه کړي.
✒: ایمانویل مکرون په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د اوکراین پر سر له روسیې سره جګړه او ناندرۍ د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په خبره یې د روسیې اندېښنې باید واورېدل شي.
✒: اسوشیټډ پرس راپور ورکړی دی چې د بایډن پر دولت د خلکو باور تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.راپور کاږي په وروستیو لسیزو کې امریکایي چارواکو خلکو ته مسلسل دروغ ویلي دي او همدا لامل دی چې په دغه هېواد کې پر دولتي چارواکو باندې د خلکو باور صفر ته نږدې کېدونکی دی.
✒: دیوید ریچاردز، قومندان پیشین اردوی بریتانیا از جهان خواسته است که برای جلوگیری از بحران انسانی در افغانستان، امارت اسلامی را به رسمیت بشناسد.
وی این مطلب را در یکی از برنامههای بیبیسی بیان کرد و افزود که دولتهای غربی باید فروتنانه بپذیرند که در افغانستان ناکام شدهاند.
✒: خبرگزاری رویترز به نقل از اردو پاکستان گزارش کرده است که روز گذشته پنج سرباز پاکستانی در یک حمله هراسافگنان از خاک افغانستان در منطقه «کرم» کشته شدند. امارت اسلامی اما انجام این حمله از خاک افغانستان را رد کرده است.
