No-IMG

په وردګو د روسانو د لوی یرغل د (۴۰) کلیزی په یاد

محمد شفیق صادق

 

لومړی په تنګي یرغل:

د ۱۳۵۹ کال د زمري دوهمه نیټه د روژې دوولسمه نیټه وه ،د اوړی ګرمې ورځې وې ، کروندګر سهار وختي او ځینو بیا له پشنمي وروسته د غنمو د ریبدلو او راوړلو په موخه پټیو او ځمکو ته روان ؤ ، ، هیچا هم د کوم ناورین تمه نه درلوده ، ماشومان په خواږه خوب ویده ؤ ، ناڅاپه د سیسۍ د غونډیو له آخوا د سختو توپونو ډزو د تنګي درې لومړئ برخه ولړزوله ، د غرونو څوکې د توپونو په دوړو او دودونو پټې شوې، د نیم ساعت لپاره دا ډزی روانې وې ، ناڅاپه څو توپ لرونکي هلیکوپتر په هوا راښکاره شول ، د رارسیدو سره سم یې ددوآب په کلي او شا او خوا سیمو د توپونو او راکټو ډزې پیل کړې ، د خلکو منډې را مندې پیل شوې ، ځینې په پټیو اوکلیو کې ایسار او حیران شول چې څه وکړي ، هلیکوپترو به هر څوک ویشتل ،په خلکو کې په چټکۍ د قوې د راتلو آوازه خپره شوه ، داچې له دې مخکې ددې سیمې مجاهدینو څوځلې کمونستو قواوو ته ماته ورکړې وه ، خو له روسي لښکرو سره یې مخامخ جګړه نه وه کړې ، نو چاچې له دې ورځې مخکې کچه تیرایي ټوپک په خپلو پیسو د جهاد لپاره اخیستي ؤ خپل ټوپک او کمر بندونه یې وتړل خو د منظم پلان د نه لرلو له امله نه پوهیدل څه وکړي ؟ روسانو هم موقع ورنه کړه ،په چټکۍ یې د غرونو ، او هوارې له لارې د پلو عسکرو یرغل پیل کړ،

د سیسۍ له لورې د درې د کلي له لارې په زراعتي ځمکو کې لسګونه ټانګونه را کښته شول ، بل لوري ته سلګونه ټانګونه د لمر څرک سره د تنګي په سرک را روان شول ، آخوا د سید آباد له درې د زنبورک او سرکولک له غاښو د شپې په تیاره ټانکونو او پلو عسکرو د تنګي دره محاصره کړې وه ، د تنګي په ټوله دره کې د قوي د راتګ خبره خپره شوه ، روسانو مجاهدینو ته موقع ورنه کړه چې جګړې ته چمتو شي، د هر کلي مجاهدینو په بیلو ګروپونو کې د جګړې تیاری ونیو ، ددوآب او ګلي خیلو مجاهدینو د دوآب د جرګې او د کوړمبیی د خوړ سره سنګر نیولی ؤ . د روسانو تر اتیا زیات ټانګونه چې سلګونه پلې عسکر یې تر مخ روان ؤ سهار (۷) بجې د سیسۍ په لاره دوآب، او په سرک ګلي خیلو ته راورسیدل ، ددوی سره د خلقیانو دولتي فوځ هم ملګری ؤ ، ددوآب په کلي لکه وږي لیوان را تویي شول د توپونو اوټانګونو خولې یې ددوآب کلي ته مخامخ کړې ، ، کلی تلاشي او له دې ځایه روان شول ، هلته پلي عسکر د غرونو له لارې د دوآب د کلي جنوب خواته د حزب اسلامي په مرکز ورګډ شول ، خو داچې دا مرکز لا دمخه تخلیه شوی ؤ ، روسانو د خونو له سوځولو پرته بل څه تر لاسه نه کړل . نور پیاده عسکر د لوړد کلي په لاره جرګې (هدیرې) ته ورسیدل ،هلته شهید وریښمین ، شهید سیدجمال الدین، شهید رحیم ګل او شهید ظابط معصوم د څوتنو نورو مجاهدینو سره روسانو ته په سنګر کې ناست ؤ چې مرحوم غلام محی الدین او الحاج عبد العزیز یې له نیژدې ننداره کوله، دوی دواړه اسلحه نه درلوده د غنمو له لو کولو راغلي او هلته ایسار ؤ ، مجاهدینو په پنځه مترۍ کې په روسانو د خپلو ټوپکو خولې را وګرځولې . څو چې روسانو ځان چمتو کاوه دوی د ډیرو میندې پرې بورې کړې او ډیر یې ترې ولغړول ، داچې د روسانو شمیر ډیرزیات ؤ، نورو عسکرو له نیم ساعت جګړې وروسته له بل لوري دوی په لاسي بمونو شهیدان کړل، د وریښمین او ملګرو له شهادت وروسته روسانو په همدې ځای کې خپل مړي او ټپیان راټول ، چې بیا یې د دوو هلیکوپترو په واسطه د جګړې له ډګړه پورته کړل .هلته په سرک د درنو ټانګونو او توپونو لوی کتارونه تنګي ته را کوز شول ، دروسانو لومړی ټانګ د دوآب په توکي کې په مین والوت . په دې سره روسان په غصه شول او په وحشي جګړه یې پیل وکړ ،دې ځای ته نیژدې دکوړمبیی په یوه خالي کلا کې یې د لوړ د کلي د جومات امام او ددرې د کلي د عبد الاحد زوی سید حسن چې له کلي یې راوستلي ؤ شهیدن کړل .

. د وریښمین او ملګرو له شهادت وروسته ،عسکرو د خرني د کلي په لور چې د مڼو دشنو باغونو په منځ کې پروت دی په مخ ولاړل ، هلته هم ددوآب ، خرني ،جوی زرین او حسن خیلو مجاهدینو روژه په خوله د روسانو سره د جګړې انتظار ایست ، د ورځې په نهو بجو د روسانو په رسیدو په باغونو کې جګړه ونښته ، چې له همدې ځایه د جګړو او قتل عامونو لړۍ پیل شوه ، مجاهدینو قدم په قدم د روسانو سره جګړه کوله ، له یوې خونړۍ جګړې وروسته روسان وتوانیدل ددې ځای مقاومت مات کړي او ګڼ مجاهدین یې شهیدان کړل چې نومونه به یې وروسته په عمومي جدول کې راشي . د مقاومت له ماتیدو وروسته روسي او افغاني عسکرو د خرني په کلي کې ګڼ کلیوال شهیدان کړل ، له پاسه هلیکوپترو دا کلی د راکټو په واسطه د اور په لمبو کې وسوځاوه . دروسانو زرګونه عسکر اوسلګونه ټانکونه دسرک، غرونو او دسیند په دواړو غاړو په مخ ولاړل ، دسرک په لاره د خانخیلو کلي او د سیند په بله غاړه حسن خیلو ته ورسیدل . په خانخیلو کې شهید حاجي اصیل او یو شمیر نورو مجاهدینو سنګر نیولی ؤ ، هغوی غوښتل د لاسي پترولي بوتلونو په واسطه په روسي ټانکونو حمله وکړي، د روسي ټانکونو په رارسیدو سخته جګړه ونښته ، د خانخیلو او جوی زرین د کلي باغونه د توپونو ، هلیکوپترو او پلې عسکرو له یوې خوا او د لسګونه هغو مجاهدینو له لوري له بلې خوا چې یواځې په تیرايي ټوپکو او لاسي بوتلونو سنبال ؤ د جګړې په ډګر بدل شول، جګړه د مجاهدینو د مرمیو له خلاصیدو وروسته د تن په تن په بڼه واوښته چې د ۳۳ تنو له شهادت وروسته روسان بریالي شول ، ټانکونه یې د دولت خیلو د کلي په لور پرمختګ وکړي.

دلته چې په دې کلیو کې جګړه روانه وه دسیند په بله غاړه د حسن خیلو په کلي کې هم جګړه روانه وه ، ددې کلي د ۱۶ مجاهدینو له شهادت وروسته د ورځې په لسو بجو روسانو په کلي یرغل وکړ، دوی د کلي خلک راټول او په څو ډلو کې یې قتل عام کړل چی شمیر يې ۲۵ تنو ته رسیدهد تنګي درې د زموچ او دولت خیلو سیمهلته د تنګي د کښتنۍ برخې د کلیولسګونه مجاهدین د روسانو د مقابلې لپاره د دولت خیلو ،زموچ،ملاخیلواو کوزو تیمورخیلوپه کلیو کې د زنبورک له غاښي را اوښتو روسانو او ټانکونو سره په جګړه بوخت ؤ چی دحسن خیلو او جوی زرین له خوا نور روسان ورورسیدل ، په هره پوله ، هره ویاله ، او دسیند په غاړو کې د ورځې له یوې بجې څخه تر شپږو بجو پورې توده جګړه روانه وه ، روسانود خپلې ماتې په انتقام په کورونو کې ډله ایزې وژنې پیل کړې، چې په زموچ او کوزو تیمور خیلو کې یې په څو کورونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان شهیدان کړل ، په مقابل کې دوی هم د درنو تلفاتو په ګاللو اړ شول چې له پرمختګ څخه ډده وکړي، نو یې د مړو په انتقال او د ټانکونو په بیرته راګرځولو پیل وکړ ، دوی څو ځله هلیکوپترې په ځمکه کښینولې او مړي یې پکښې بار کړل ، د دوآب د کلي مرحوم معلم محمد امین چې هغه مهال روسانو اسیر له ځانه سره بیولی ؤ دا هر څه په سترګو لیدلي ؤ ،هغه حکایت کاوه : ددولت خیلو په کلي کې دروسانو ګڼ شمیر وژل شوي عسکر قرارګاه ته راوړل شول خو هغه مهال په موږ سخت حالت راغی کله چې ددوی د دوه لوړ رتبه قماندانانو مړي راورسیدل، نو روسانو په چیغو ژړل او په ما یي په وهلو زړونه تش کړل،زه چې د ټانګ په سر تړلی وم په وهلو وهلو بی هوښه شوم . روسان د دومره لويي قوې سره بیا هم ونه توانیدل چې له سهاره تر نمازدیګره پورې د تنګي په دره کې تر اته کیلو متره زیات پرمختګ وکړي او د درنو تلفاتو په ګاللو شاتګ ته مجبور شول، تر دې چې د وارخطایې له امله یو جوړ ټانګ په زموچ کې ترې پاته شو ، ماښام تر لسو بجو روسي او کمونستي قواوې بیرته د سیسۍ دښتې ته راټول او د صبا ورځې لپاره یی د اونخي او شنیز په درو د یرغل ترتیبات ونیول

کله چې روسان له تنګي ووتل پاته مجاهدینو او ولسي خلکو د شهیدانو په خښولو لاس پوری او د شهیدانود زیات شمیر او د خلکو دکمبود له امله کڼ شمیر پرته له لازمو ترتیباتو خاورو ته وسپارل شول ، د اچې په زیاتره کلیو کې نارینه پاته نه ؤ نود شهیدانود دفن کولو لپاره د تنګي د نورو کلیو خلک راغلل او هغوی یی خاورو ته وسپارل . دې ناورین د تنګي په دره کې سلګونه ماشومان بې پلاره او لسګونه ښځې کونډې او بوري کړي ، هو داچې شهید تل ژوندی دی موږ یې وینو چې اوس د همغو شهیدانو زامن لګیادي د تنګي دره یي د یرغلګرو لپاره په جهنم او هدیره بدله کړې . په لاندې جدول کې د هغو شهیدانو د نومونه دی چې زه یې په راټولولو بریالی شوی یم ، داچې زما د مصروفیتونو او د پیښې د وخت د زیات والي له امله ونه توانیدم تر څو دټولو شهیدانو بشپړ شهرت او نومونه ولیکم د شهیدانو له کورنیو بښنه غواړم ، هیله لرم چې د خلکو او مجاهدینو په مرسته به دا لست په مکمل ډول په را تلونکي کې ترتیب او دوهم ځل خپور کړم

د تنګي شهیدان

شمیر نوم د پلارنوم کلۍ دنده د وژل کیدو لامل د وژل کیدو ځاې عمر

۱-ابریښمین عیدګل دوآب مجاهد مخا مخ جګړه ددوآب هدیره ۳۵

۲-سیدجمال الدین دوآب مجاهد مخا مخ جګړه ددوآب هدیره ۲۲

۳ سهرګل محمد عظیم دوآب مجاهد مخا مخ جګړه خرنی ۲۲

۴ رحیم ګل محمد نبی دوآب مجاهد مخا مخ جګړه خرنی ۱۷

۵ بهرام عزیز خان خرنی نجار مجاهد مخامخ جګړه خرنی ۴۵

۶ لعل محمد خرنی د کلی مشر قتل عام خرنی ۷۰

۷ عبدالحکیم خرنی محصل قتل عام خرنی ۱۸

۸ حاجی اصیل عبد الرحمن خان خیل قماندان مخامخ جګړه خان خیل ۳۵

۹ سهر ګل سید ګل خان خیل مجاهد جګړه خان خیل ۲۷

۱۰ میر غلام سید ابراهیم خان خیل مجاهد جګړه خان خیل ۴۵

۱۱ سید مالک میر غلام خان خیل مجاهد جګړه خان خیل ۲۰

۱۲ امین ګل شیرین خان خیل مجاهد جګړه خان خیل ۲۷

۱۳ علی ګل ردیګل خان خیل مجاهد جګړه خان خیل ۳۲

۱۴ غاټول محمد هاشم تیمور خیل مجاهد مخامخ جګړه جوی زرین ۳۰

۱۵ اسد الله کریم خان تیمور خیل محصل جګړه جوی زرین ۱۸

۱۶ محمد آصف ګل محمد تیمور خیل معلم جګړه جوی زرین ۲۵

۱۷ انجنر عمر ګل نصر الله تیمور خیل محصل مخامخ جګړه جوی زرین ۲۵

۱۸ فضل محمد آغا محمد تیمور خیل مجاهد جګړه جګړه جوی زرین ۱۶

۱۹ علی مخمد محمد انور تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۲۲

۲۰ ظابط معصوم آغا جان تیمور خیل ظابط مجاهد مخامخ جګړه د دوآب هدیره ۲۶

۲۱ ملا مرسلین منهاج الدین تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۳۰

۲۲ عبدالعزیز دور محمد تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۱۸

۲۳ خان آغا عبد الوهاب تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۲۵

۲۴ محمد ګل رحیم ګل تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۱۵

۲۵ حاجی ګلولی عبد الرحمن تیمور خیل مجاهد مخامخ جګړه جوی زرین ۳۵

۲۶ ګلاب الدین ګل علم تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۱۶

۲۷ محمد خان الف شاه تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۵۰

۲۸ ملاعمرګل محمد کبیر تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۱۶

۲۹ عبد الغفور حاجي قیوم تیمور خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۱۵

۳۰ سیفوره حاجی قیوم برهاني خیل په کور کې جوی زرین ۱۸

۳۱ کجیر خان پیردوست برهاني خیل معلم جګړه جوی زرین ۲۵

۳۲ بهران خدایداد برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۶۰

۳۳ عید ګل ګل علم برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۲۵

۳۴ علی ګل ګل علم برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۴۵

۳۵ بابو جان آغاجان برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۳۰

۳۶ صالح نور محمد برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۵۰

۳۷ شیر محمد ولی محمد برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۳۳

۳۸ غلام جان دل محمد برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۵۰

۲۹ لعل ګل غلام برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۴۵

۴۰ خیال محمد آغامحمد برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۳۰

۴۱ خیال محمد محمدهاشم برهاني خیل مجاهد جګړه جوی زرین ۲۵

۴۲ غلام نبی غلام حیدر برهاني خیل جګړه جوی زرین ۳۰

۴۳ عبد الجلیل غلام صدیق حسن خیل معلم قتل عام حسن خیل ۳۵

۴۴ محمود محمد عظیم حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۴۵

۴۵ عبد الله جان حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۶۰

۴۶ خیال محمد عبدالأحد حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۴۵

۴۷ محمد عمر محمداسماعیل حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۶۵

۴۸ ملاعمراخان حسن خیل امام قتل عام حسن خیل ۶۰

۴۹ فضل محمد ملاعمراخان حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۲۵

۵۰ نیک محمد ملاعمراخان حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۲۰

۵۱ نقیب الله آغاجان حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۲۵

۵۲ یمنه حسن خیل قتل عام حسن خیل ۵۵

۵۳ محمد ناصر عبد الصمد حسن خیل مجاهد جګړه حسن خیل ۲۲

۵۴ محمد عالم حسن خیل مجاهد جګړه حسن خیل ۳۵

۵۵ مختار عبدالجبار حسن خیل دهقان قتل عام حسن خیل ۶۰

۵۶ سورګل خان حسن خیل جګړه حسن خیل ۴۵

۵۷ لعل محمد حسن خیل جګړه حسن خیل ۱۶

۵۸ ملا زمری حسن خیل جګړه حسن خیل ۵۰

۵۹ ملا عبدالباقی حسن خیل مجاهد مخامخ جګړه حسن خیل ۴۰

۶۰ جیلانی حسن خیل مجاهد مخامخ جګړه حسن خیل ۴۰

۶۱ عبد القیوم نصرالله حسن خیل مجاهد مخامخ جګړه حسن خیل ۲۹

۶۲ نور محمد سید محمد حسن خیل مجاهد مخامخ جګړه حسن خیل ۲۲

۶۳ نقیب الله سیدمحمد حسن خیل مجاهد مخامخ جګړه حسن خیل ۱۸

۶۴ عبد الغنی امیر محمد حسن خیل جګړه حسن خیل ۳۵

۶۵ عبد الرحمن یارمحمد حسن خیل جګړه حسن خیل ۴۵

۶۶ مزمل امیر محمد بوچ قلعه جګړه بوچ قلعه ۱۸

۶۷ مرسلین محمد رسول بوچ قلعه معلم جګړه بوچ قلعه ۳۰

۶۸ امیر ګل عطاګل بوچ قلعه دهقان جګړه بوچ قلعه ۵۰

۶۹ محمد جان زموچ دهقان قتل عام زموچ ۶۵

۷۰ عبد السلام محمد جان زموچ دهقان قتل عام زموچ ۴۰

۷۱ سید غلام محد جان زموچ دهقان قتل عام زموچ ۳۵

۷۲ نثار احمد عد الاحد زموچ متعلم قتل عام زموچ ۱۷

۷۳ ثناګل عبد السلام زموچ قتل عام زموچ ۳۰

۷۴ حاجی محمود سیدال زموچ قتل عام زموچ ۵۵

۷۵ اسد الله با بوجان حسن خیل جګړه زموچ ۳۰

۷۶ رحمت الله محمد انور حسن خیل جګړه زموچ ۳۵

۷۷ ملا ملنګ حسن خیل ملنګ قتل عام زموچ ۷۰

۷۸ عبد الخلیل محمد میر حسن خیل جګړه زموچ ۴۵

۷۹ قاضی نورالله زموچ عالم مخامخ جګړه زموچ ۶۵

۸۰ محمد عمر قاضی نورالله زموچ مجاهد مخامخ جګړه زموچ ۳۰

۸۱ حضرت الدین زموچ آهنګر قتل عام زموچ ۶۰

۸۲ میرام جان سید علم حسن خیل جګړه زموچ ۴۰

۸۳ قدیر جان سید علم حسن خیل جګړه زموچ ۳۵

۸۴ قسیم جان میرام جان حسن خیل جګړه زموچ ۱۶

۸۵ محمد سلیم عبد الواحد معلم جګړه زموچ ۲۵

۸۶ ګل امین ورسک لیونی قتل عام دولت خیل ۴۰

۸۷ امر الدین محمد شاه حسن خیل مجاهد جګړه زموچ ۴۰

۸۸ نا صر عبدالصمد حسن خیل پایان جګړه

۸۹ سید رحیم ملا عبد الرزاق ملا خیل محصل مخامخ جګړه زموچ ۲۲

۹۰ علم ګل محمد جان رمزی خیل مجاهد مخامخ جګړه ملاخیل ۳۰

۹۱ محمد رفیق جلات خان اوتړی مجاهد مخامخ جګړه ملاخیل ۳۰

۹۲ مسعود سیدال زموچ جګړه ملاخیل ۴۰

۹۳ آدم خان محمد سرور ورسک مجا هد مخامخ جګړه دولت خیل ۳۵

۹۴ غلام سخی علی ګل دورانی مجاهد مخامخ جګړه ملاخیل ۳۵

۹۵ عبد الیمین عبدالمجید تیمورخیل پایان دهقان قتل عام تیمورخیل پایان ۴۰

۹۶ رحیمه دیمین خور تیمورخیل پایان قتل عام تیمورخیل پایان

۹۷ مرجانه دعبدالحلیم میرمن تیمورخیل پایان قتل عام تیمورخیل پایان

۹۸ حبیبه دیمین میرمن تیمورخیل پایان قتل عام تیمورخیل پایان

۱۰۰ دیمین لور تیمورخیل پایان قتل عام تیمورخیل پایان میاشتی۳

۱۰۱ سید عمر سید حبیب زموچ مجاهد جګړه زموچ ۲۱

۱۰۲ نور محمد محمد جان حسن خیل مجاهد جګړه حسن خیل ۳۰

۱۰۳ ملاعمرخان حسن خیل جګړه

۱۰۴ آدم خان جمعه خان دولت خیل جګړه دولت خیل ۴۰

۱۰۵ میا ګل امر الدین دولت خیل مجا هد جګړه دولت خیل

۱۰۶ امام مسجد بلندی دوآب چوجان امام مسجد قتل عام کوړمبیی ۳۰

۱۰۷ سید حسن عبد الاحد دره دوآب دهقان قتل عام کوړمبیی ۲۰

 کیدای شي ځینې ددې شهیدانو په قتل عام او ځینې په جګړه کې وژل شوي وي ، او دلته یې حالت په غلطۍ لیکل شوی وي ، خو دا او ځیني نور کسان ټول په همدې یوه ورځ شهیدان شول

د وردګو ولایت د دوولسیزو یادښتونه له کتاب څخه په لږ تصرف سره

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک