No-IMG

د حکمتيار صاحب اتلسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

جُمعه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د دلوې ۱۵مه:

د معراج النبي صلی الله عليه وسلم په اړه د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار خپله وروستۍ مُحاضره جُمعه د دلوې پر ۱۵مه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

په نننۍ درسي مُحاضره کې پر هغو رواياتو تفصيلي بحث وشو چې د معراج په اړه إمام بخاري رحمه الله په خپل کتاب کې په ګڼ شمېر مختلفو عباراتو او شمېرو سره راوړي.

د حزب اسلامي افغانستان امير وويل: ياد روايات متعدد او تر ډېره حده متعارض دي، ځينې وايي؛ چې دا سفر په خوب کې ترسره شوی وو او د سفر په پای کې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوبه راویښ شوی، خو له ځينو نورو رواياتو يې بيا داسې معلومېږي چې دا سفر پر ويښه ترسره شوی. نوموړي زياته کړه؛ إمام بخاري رحمه الله دا نه دي ويلي چې کوم روايت يې تر نورو غوره، دقيق او صحيح دی، هغه يوازې له بېلابېلو راويانو چې څه اورېدلي، هغه يې په أمانت سره روايت کړي، تلفيق او غوراوی يې نورو ته پرې‌ايښی او له دې پرته بله چاره نه‌لرو چې له دغو رواياتو به يو غوره کوو.

نوموړي همدا راز ټول هغه روايتونه چې د معراج اړوند د بخاري په‌شمول د أحاديثو په نورو کتابونو کې هم راغلي، يو يو په مفصل ډول تشريح کړ او پر يادو أحاديثو يې د سترو او مشهورو علماءو او محدثينو رأيې هم په تفصيلي توګه بيان کړې او ويې ويل:

دغو نظرونو او آراءو ته په پام سره ويلای شو چې د معراج په اړه يوازې هغه روايات د منلو وړ دي چې وايي؛ د رسول الله صلی الله عليه وسلم معراج يوه رؤيا او روحاني سفر وو او همدغه رأيه د قرآن کريم د أسراء او النجم سورې له هغو آيتونو سره چې د معراج موضوع اړوند راغلي، کاملاً اړخ لګوي او په‌دې صراحتاً دلالت کوي چې د معراج موضوع يوه رؤيا او روحاني سفر وو، نه بل څه.

نوموړي همدا راز وويل: هغوی چې د الأسراء په سورة کې ياده شوې رؤيا د حديبيې سفر اړونده رؤيا ګڼي، تېروتنه کوي، او دا ځکه چې د الأسراء سوره په مکه کې او شاوخوا د بعثت په يوولسم کال نازله شوې او د حديبيې پېښه له دې نږدې اته کاله وروسته وه او اړوند خوب يې هم د حديبيې له پېښې لږ مخکې ليدل شوی چې د «الفتح» په سورة کې ورته إشاره شوې. د الأسراء په سورې کې ياد شوی خوب د معراج اړوند خوب دی.

د حزب اسلامي افغانستان د امير پر وينا؛ دا قطعاً غلطه خبره ده، چې د الأسراء سورې خوب د حديبيې اړوند خوب وګڼل شي.

د يادې درسي محاضرې په پای کې ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلې ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي محاضره د نوموړي په دعائيه پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک