د حکمتيار صاحب اوولسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
پنجشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د دلوې مياشتې ۱۴مه:
د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتیار ۱۷مه درسي حلقه دائره شوه چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
نننۍ درسي مُحاضره د معراج موضوع ته ځانګړې شوې وه، هغه چې له پېړيو راهيسې يې په اړه يې أمت د شديد إختلاف شاهد پاتې شوی.
ښاغلي حکمت-يار وويل: دا إختلاف هم لکه د نورو موضوعاتو په څېر له متعارضو رواياتو را ولاړ شوی. نوموړي زياته کړه: قرآن کريم په دې اړه څو مختصر آيتونه لري، غوره به وي چې په پيل کې همدغه آيتونه يو څه په دقت له نظره تېر کړو:
د حزب اسلامي افغانستان امير د يادې موضوع په اړه د أسریٰ سورې لومړني او د همدې سورة ۶۰نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلي إشاره وکړه چې خُلص مفهوم يې په دې ډول دی:
الف: پاکي هغه ذات لره ده چې خپل بنده يې يوه شپه له مسجدالحرام تر هغه مسجد الأقصیٰ پورې بوت چې موږ يې شاوخوا ور برکتي کړې، څو خپل آيتونه ور وښيو، يقيناً چې هغه جلجلاله ښه ليدونکی او اورېدونکی دی.
ب: او کله چې مو درته وويل: يقيناً چې ستا رب پر دغو خلکو إحاطه کړې او هغه خوب چې تاته مو در وښود؛ هغه مو يوازې د خلکو لهپاره يوه ازموينه ګرځولې؛ او په قرآن کې «ياده شوې» هغه لعنت شوې ونه او وېروو يې؛ نو «دغو خبرو» يوازې د دوی ستر طغيان لا زيات کړ.
نوموړي وويل: په دغو دواړو آيتونو کې د معراج اړوند لاندې لارښوونې زموږ مخې ته اېښودل شوي:
1: دا سفر په شپه کې ترسره شوی.
2: له مسجد الحرام تر مسجد الأقصیٰ پورې بېول شوی.
3: د سفر موخه دا وه چې الله تعالیٰ خپل آيتونه ور وښيي.
4: په دې اړه چې خلکو څه ويلي؛ الله تعالیٰ اورېدلي.
5: په دې سفر کې چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم څه تېر شوي، الله تعالیٰ لیدلي.
6: دا هر څه فقط يوه «رؤيا» وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې ښودل شوې.
7: خلکو ته دا رؤيا يوه ازموينه وه، ځينو ته يې منل ګران وو، ځينو له ځانه جوړه شوې قصه وګڼله او ځينو نورو بيا د تبليغاتو لهپاره وکاروله او ويل به يې:
دا دی پيغمبر اوس إدعاء کوي چې په يوه شپه کې تر مسجد الأقصیٰ پورې تللی، د ټولو پيغمبرانو إمامت يې کړی، تر اوم آسمان رسېدلی، په هر آسمان کې يې يو يو پيغمبر ليدلی، جنت او دوزخ يې پهخپلو سترګو ليدلي او...
قدرمن مشر وويل: دا رؤيا د دوی لهپاره داسې فتنه وه لکه په قرآن کې چې د دوزخيانو په اړه يادونه وشوه چې خوراک به يې د زقوم هغه تريخ بوټی وي چې د دوزخ په بېخ کې به راټوکېږي، او...
دغه راز د معراج موضوع د لا وضاحت په اړه نوموړي د النجم سورې ۱۲--۱۸ نمبر آيتونو تفسير ته إشاره وکړه او ويې ويل:
دا آيتونه ښيي چې:
*قريشو له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره له دې امله سخته شخړه او مجادله پيل کړې او هغه څه يې نه منل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوب کې ليدلي وو.
*رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې رؤيا کې جبريل عليه السلام په خپله أصلي بڼه کې ليدلی او دا يې دوهم ځل ليدل وو.
*دا ليدنه په سدرة المنتهیٰ کې شوې، د سدرة المنتهیٰ له نامه معلومېږي چې دا د آسمانونو پای ده، او...
*د قرآن وينا له مخې جنة المأویٰ هم دلته دی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هم اوه آسمانونه ليدلي او هم جنة المأویٰ، هغه تر همدې ځايه تللی او همدلته يې دا روحاني سفر پای ته رسېدلی.
*سدرة المنتهیٰ داسې څه پوښلې وه چې په إنساني قاموس کې يې د تشريح لهپاره توري نهشته.
*په دې رؤيا کې هغه صلی الله عليه وسلم د الله تعالیٰ نور ستر ستر آيتونه هم ليدلي.
دغه راز نوموړي د جنة المأویٰ په اړه د بېلابېلو مفسرينو آراءو ته هم په مفصل ډول إشاره وکړه او ويې ويل:
ځينې وايي: جنة المأویٰ همغه جنت دی چې په آخرت کې به مؤمنان ورځي، خو ځينې نور بيا پر دې اند دي چې جنة المأویٰ هغه جنت دی چې اوس او د آخرت تر ورځ مخکې به د شهيدانو روحونه په کې اوسي. قتاده رحمه الله او ابن عباس رضی الله عنهما په همدې دوهمه رأيه دي، په دومره توپير؛ چې ابن عباس رضي الله عنهما پرې دا ور إضافه کوي چې د آخرت جنت به په ځمکه کې وي او حسن بصري رحمه الله بيا وايي: چې جنة المأویٰ همغه جنت دی چې په آخرت کې به مؤمنان ور ننوځي.
دغه راز قدرمن مشر د معراج په اړه د بخاري پر هغو ګڼ شمېر روايتونو هم تفصيلي بحث وکړ چې د معراج واقعې په اړه إمام بخاري رحمه الله په خپل کتاب کې په مختلفو شمېرو تکراراً راوړي، نوموړي په همدې مورد د بخاري ۳۴۹نمبر ته إشاره وکړه چې أنس بن مالک رضی الله عنه روايت کړی.
نوموړي زياته کړه؛ ياد روايت په بخاري کې ۷ځل نور هم په مختلفو شمېرو راغلی چې په هغوی کې دوه روايتونه داسې دي چې وايي: ياد معراج په خوب کې وو.
متباقي نور يې بيا پهخپل منځ کې مختلف دي او د معراج په اړه بېلابېل تعبيرونه لري، ځينې وايي:
دا سفر په مسجد الحرام کې د خوب له حالته پيل شوی وو، او بل يې وايي: چې نه په مکه کې د هغه صلی الله عليه وسلم له کوره بېول شوی او...
ښاغلي حکمت-يار وويل: په دې اړه نورو کتابونو هم ګڼ شمېر روايات راوړي چې ټول يې پنځه ويشت روايات کېږي، خو البته؛ تر منځ يې زيات شمېر جوت توپيرونه شته چې ګڼ شمېر پوښتنې د سړي ذهن ته راولاړوي.
د لا وضاحت لهپاره نوموړي د الأسراء سورې لومړي، ۶۰م او د النجم سورې لومړيو آيتونو تفسير ته په تفصيلي ډول إشاره وکړه او ويې ويل:
له ګڼ شمېر رواياتو او د يادو آيتونو له مُحتویٰ په واضح ډول جوتېږي چې د معراج سفر يوه رؤيا او روحاني سفر وو، له دې پرته د ويښې او جسماني معراج نوم ورکول، د قرآن او له ګڼ شمېر صحيح رواياتو ناسمه انتباه او اخيستنه ده، بل څه نهشي کېدای.
د درس په پای کې قدرمن مشر د درسي حلقې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وويل او له هغه وروسته د نوموړي په دعا ياده درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
