No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: نن چهارشنبه؛ د دلوې ۱۳مه د ح‌اا امير ښاغلي حکمت-يار د خپلو لیدنو په لړ کي د خپلو څرګندونو په ترڅ کي:

په ټوله کې وضعيت ښه دی، ډېری هېوادوال له اوسني حالت راضي دي، هغه ورونه چې دلته راځي، وايي الحمدلله! د تېر په نسبت د خوښۍ احساس کوو.

نوموړي زياته کړه؛ ستر-ستر کارونه ترسره شوي، دا د الله تعالیٰ إحسان وو چې ح‌ا ته يې په‌دغه سترو-سترو کارونو کې د فعاله ونډه اخيستنې توفيق او فرصت په برخه کړ، دغه راز حزب اسلامي له هېواده د فاسد نظام او مفسدينو په ټغر ټولونه کې هم خورا اغېزمنه ونډه درلوده او...

د ح‌اا امير وويل؛ دا منو چې ځينې ستونزې شته، خو موږ بايد له فعلي حکومت دومره لوړ توقعات ونه‌لرو چې هر څه په يوه ورځ کې ترسره کړي. حکومت ته بايد وخت ورکړو، څو پر أوضاع کامل تسلط لاس ته راوړي.

ښاغلی حکمت-يار زياتوي: موږ هرګز نه‌غواړو چې پخوانی وضعيت بېرته تکرار شي او د پرديو پر لاس تپل کېدونکي مفسدين د تېر په څېر يو ځل بيا د هېواد واګې ترلاسه کړي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د نړیوالو له خوا رسمیت پېژندنې ته نږدې شوې دي.

امیرخان متقي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې له نړیوالو سره د دوی تعامل رسمي دی او اسلامي امارت د نړۍ له خوا رسمیت پېژندنې ته نږدې شوی دی.

: ‏امنیتي ځواکونو د کابل اتمه ناحیه کې پنځه تنه مشهور غله نیولي.

د کابل امنیه قومانداني وایي، چې دا کسانو تېره شپه د کابل نور محمد شاه او شاه شهید سیمو کې نیول شوي.

مسوولان وایي، هغه هیوادوال چې پر دوی کومه ادعا لري کولی شي خپلې عریضي او اسناد د اتمې حوزې جنایي مدیریت ته وسپاري.

: ‏‏قزاقستان کې افغانستان ته د واردېدونکو غنمو یو اورګاډی چپه شوی.

د قزاقستان د اوسپنې ملي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اورګاډی، چې سلګونه ټنه غنم پکې بار و، د قزاقستان په کاراګاندي ولایت کې چپه شوی دی.

: ‏روسي رسنۍ وايي په مسکو کې د افغانستان سفارت له مالي ستونزو سره مخ دی، ځکه له پلازمینې کابل مالي امکانات پرې بند شوي دي. سرچینه کاږي له همدې امله سفارت هڅه کوي سپما وکړي او له غیر ضروري لګښتونو تېر شي.

: ‏د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولینو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هېواد کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی دی، نو له همدې امله سوداګرو ته په کار ده چې په بازارونو کې د توکو په تېره د خوراکي توکو د بیو د کمښت لپاره اقدام وکړي.

: ‏حامد کرزی در گفت‌وگو با طلوع‌نیوز می‌گوید که او و عبدالله عبدالله در نامه‌یی به امارت اسلامی خواستار آغاز یک روند با حضور تمام مردم، به شمول بانوان، شده‌اند تا آنان در باره آینده کشور رای‌زنی و تصمیم بگیرند.

‏حامد کرزی، رییس جمهور پیشین در یک گفت‌وگوی ویژه با طلوع‌نیوز می‌گوید که امیدوار است به زودی یک حکومت فراگیر به میان آید تا مردم از تمام اقوام و بخش‌های کشور در آن حضور داشته باشند و خود شان را در بدنه حکومت ببینند.

: ‏د بغلان ولایت د کانونو رییس مولوي عبدالله حامد وايي، د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو کان غورځېدو پېښه کې لس کسان مړه شوي.

: ‏په کابل کې یوه ښځینه لاریون کوونکې وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو پرون په کابل کې د ښځو د حقونو فعاله مرسل عیار ښځینه لاریون کوونکې نیولې ده. تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د اغلې عیار د نیولو لامل څرګند شوی دی.

: ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر محمد زیار:

د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعالیت کوي او هره ورځ له ۱۶ زرو څخه تر ۱۷ زرو پورې کسانو باندې پېژند پاڼې وېشي.

: ‏پرواز‌های مستقیم میان ترکیه و ارمنستان آغاز شد.

پروازهای مستقیم میان ترکیه و ارمنستان امروز آغاز شد و هواپیمای مسافربری متعلق به شرکت هواپیمایی فلای وان ارمنیا از فرودگاه بین‌المللی زوارتنوتس ایروان به سمت استانبول حرکت کرد.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه پیش از عزیمت به کی‌یف، پایتخت اوکراین در فرودگاه اسن‌بوغای آنکارا در گفت‌وگو با خبرنگاران درباره بحران اوکراین گفت: به عنوان یک کشور ساحلی دریای سیاه تمامی طرف‌ها را به اعتدال‌گرایی و گفت‌وگو دعوت می‌کنیم.

رئیس جمهور ترکیه تصریح کرد: اوضاع در اوکراین از نزدیک پیگیری می‌کنیم. حمایت خود از تمامیت ارضی و حق حاکمیتی اوکراین به عنوان شریک استراتژیک و همسایه‌مان را در هر فرصتی اعلام می‌کنیم.

اردوغان در پاسخ به سوالی درباره زمان سفر اسحاق هرتزوگ رئیس جمهور اسرائیل به ترکیه نیز گفت: این سفر اواسط ماه مارس صورت خواهد گرفت.

: ‏اسرائیل خانه 2 فلسطینی را در کرانه باختری تخریب کرد.

منجد التمیم عضو مجلس روستای دیرالنظام در نزدیکی رام‌الله به خبرنگار آناتولی گفت: سربازان اسرائیلی به روستا یورش بردند.

: ‏د اسوشېټډ پرس خبري اژانس د خبر له مخې تیره دوشنبې د سعودي عربستان مشورتي شورا د دې هیواد له ملی بیرغ څخه د «لا اله الا الله محمد رسول الله» کلمې لرې کول او د ملي سرود د بدلون مسوده د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

: ‏د اوکراین پر سر له ناندریو سره هممهاله امریکا اروپا ته د ۲ زرو عسکرو د لېږلو امر کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت ویلي چې د تازه پرېکړې له مخې به شاوخوا ۲ زره عسکر المان ته او زر کسه نور پولنډ ته لېږي.

: ‏ستراتېژیک پالیسي نشریې افغانستان کې روان وضعیت او د امریکا شل کلن ماموریت ته کتنه کړې. سرچینه وایي امریکا او ملګرو یې افغانانو ته د پرمختللي افغانستان د جوړولو وعدې ورکړې وې، خو اوس د دوی له وتلو وروسته ښکاره شوه چې څومره پخپلو ژمنو کې رښتیني وو.

: ‏د رویټرز د خبري آژانس په حواله، د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې بانکونه کولی شي د بشري موخو لپاره افغانستان ته پیسې انتقال کړي او مرستندویه ادارې کولی شي د امریکا د بندیزونو له ویرې پرته د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي.

: ‏نيويارک ټايمز ليکي، چې د افغانستان له جنوب لوېديځ پولې څخه په هېواد کې د سياسي بدلون او اقتصادي کړکېچ له امله تر يو ميليون ډیر کسان ايران ته کډه شويدي. په راپور کې دا هم راغلي چې هره ورځ له ۴ نه تر ۵ زره کسان له دغو پولو ایران ته اوړي.

: ‏د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت پرون وویل چې د هیواد په فضا کې یې درې بې پیلوټه الوتکې تعقیب کړې او ویشتلې دي.

: ‏رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکیو په حواله لیکلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې د اروپا په ختیځ کې د کړکېچ د مخنیوي لپاره درې زره امریکايي ځواکونه واستوي.

بل‌خوا، مسکو له ۱۰۰٫۰۰۰ ډېر ځواکونه د اوکراین پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي.

: ‏د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو کسانو پر دوو پوځي هډو برید کړی چې پر مهال یې څلور پاکستاني سرتېري او پنځلس برید کوونکي وژل شوي.

: ‏یوناما از وزارت داخله امارت اسلامی در باره «بازداشت» دو فعال زن در کابل خواستار معلومات شده است. یوناما یک بار دیگر در تویتی بر آزادی تمامی زنانی که اخیرا بازداشت شده، تاکید کرده است.

: ‏قصر سفید در یک اعلامیه می‌گوید که ابوابراهیم هاشمی قریشی، رهبر گروه داعش در یک عملیات ویژه نیروهای امریکایی شب گذشته در سوریه کشته شده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک