No-IMG

ورور حکمتيار د پوهنتون له استادان، د غور او پکتيا ولايت له قومي مشرانو سره وکتل

چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د دلوې ۱۳مه:

د حزب اسلامی افغانستان امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار له غرمې مخکې  د کوټه‌سنګي څانګې رئیس ښاغلی ډاکټر حکمت الله امرخېل، د غور ولايت ولايتي آمر حاجي کمال الدين مودودي او ورسره مل‌پلاوي او همدا راز د پکتيا له يو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره وکتل.

په ياده کتنه کې د هېواد په أمنيتي، سياسي، إقتصادي، إجتماعي او زده‌کړه‌ايز وضعيت تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

راغلو مشرانو په ټوله کې له فعلي وضعيت د رضايت ترڅنګ د ځينو پوښتنو او اندېښنو يادونه هم وکړه چې پر وينا يې تر يو حده يې عامه ذهنيت مشوش کړی، او...

ښاغلي حکمتيار د يادو پوښتنو او اندېښنو په اړه وويل:

په ټوله کې وضعيت ښه دی، ډېرې هېوادوال له اوسني حالت راضي دي، هغه ورونه چې دلته راځي، وايي الحمدلله! د تېر په نسبت د خوښۍ احساس کوو.

نوموړي زياته کړه؛ ستر-ستر کارونه ترسره شوي، دا د الله تعالیٰ إحسان وو چې حزب اسلامي ته يې په ‌دغه سترو-سترو کارونو کې د فعاله ونډه اخيستنې توفيق او فرصت په برخه کړ، دغه راز حزب اسلامی له هېواده د فاسد نظام او مفسدينو په ټغر ټولونه کي هم خورا اغېزمنه ونډه درلوده او...

د حزب اسلامی افغانستان امير وويل؛ دا منو چې ځينې ستونزې شته، خو موږ بايد له فعلي حکومت دومره لوړ توقعات ونه‌لرو چې هر څه په يوه ورځ کې ترسره کړي. حکومت ته بايد وخت ورکړو، څو پر أوضاع کامل تسلط لاس ته راوړي.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي: موږ هرګز نه‌غواړو چې پخوانی وضعيت بېرته تکرار شي او د پرديو پر لاس تپل کېدونکي مفسدين د تېر په څېر يو ځل بيا د هېواد واګې ترلاسه کړي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ راتلونکي ته بايد خوشبين واوسو او بايد باور ولرو چې اوسنی حالت به نور هم د ښه‌والي لور ته درومي، فعلاً هم که اوسنی حالت له پخواني هغه سره پرتله کړو، نه‌يوازې دا چې د پرتلې وړ نه‌دي، بلکې اوسنی حالت تر پخواني هغه په مراتبو ښه دی.

د حزب اسلامی افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک