No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏اسلامي امارت وایي، د قزاقستان په ناکراریو کې د افغانستان د مداخلې په تړاو ادعاې حقیقت نه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ځینو رسنیو د روسي چارواکو په حواله ویلي چې ګنې د قزاقستان په نارامیو کې له افغانستان څخه هم ځينو خلکو ونډه اخیستې، ‏په داسې حال کې، چې دوی دا ادعا ردوي او اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل کوم هیواد خلاف استفاده وکړي.

اسلامي امارت وایي، دوی د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم په دې اړه شواهد موجود دي.

‏اسلامي امارت وایي، دوی په قزاقستان کې د وروستیو پېښو معقول حل غوښتونکي دي او ټولو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه متوجه کیږي.

: ‏د اریانا نیوز ټلویزیون رئیس علي جواد اصغري وايي، د اریانا نیوز ټلویزیون خبریال اسلم حجاب او د یاد ټلویزیون د سیاسي خپرونو ویاند وارث حسرت نن تر غرمې وروسته خوشي شوي دي.

د یاد ټلویزیون دا دوه کارکوونکي تېره دوشبه د ا.ا ځواکونو ونیول چې تر دې دمه یې د نیول کېدو دلیل څرګند نه دی.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د رسنیو قانون یې مطالعه کړی او اوس هم په هېواد کې یاد قانون نافذ دی او د تعدیلاتو د راوړلو په صورت کې به رسنۍ په جریان کې کړي.

مجاهد وايي، د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د بیا رامنځ ته کېدو لپاره یې هم هڅې پیل کړې دي.

: ‏د ملکي هوايي چلند اداره د کابل او دوحې تر منځ د الوتنو د بیا پیل کېدو خبر ورکوي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان او قطر ترمنځ پروازونه په رسمي توګه پیل شول او له دې وروسته افغان او قطري الوتکې کولی شي، په ګډه مسافر ولېږدوي.

‏تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د کابل او قطر ترمنځ د پروازونو پر بیا پيلېدو هوکړه شوې ده او په اونۍ کې به دوه پروازونه ترسره کېږي.

له دې سره جوخت قطري چارواکو ویلي چې د پاتې بهرنیو وګړو لپاره به د تخلیې ماموریت هم ادامه ولري.

: ‏د کابل په بازارونو کې د یو امریکايي ډالر بیه ۹۳ افغانیو ته را ټيټه شوې.

خو عام هیوادوال وایي، چې د ډالرو بیې له را ټيټېدو سره سره د توکو په بیو کې کموالی نه دی راغلی.

: ‏د ا.ا کابینې پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته مجاهدین نه شي کولای له وسلو، نظامي لباس او وسایطو سره تفریحي پارکونو ته ننوځي.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، مجاهدین مکلف دي، چې تفریحي پارکونو ته د ننوتلو پر مهال د پارکونو اصول او لایحې په پام کې ونیسي.

: ‏در جلسه کمیسون تنظیم تشکیلات که بعد از ظهر امروز به ریاست مولوی عبدالسلام حنفی معاون رییس‌الوزرای ا.ا.ا. برگزار شد، تشکیل وزارت ترانسپورت و اداره هوانوردی مورد بحث و گفت‌وگو قرار گرفت که در نتیجه سقف تشکیل وزارت مذکور با درنظرداشت ضروریات و جهت‌های کاری شان منظور شد.

: ‏قاري صلاح الدین ایوبي د ۲۰۳ المنصوري قول اردو د درستیزوال په توګه معرفي شو او دنده یې پیل کړه.

: ‏د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ۲۴ ساعتو کې په هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، سرپل، غور، روزګان، دایکنډي، غزني، هرات، بغلان، بامیان، وردګ، پنجشېر، پروان، کندز، تخار، بدخشان او سالنګ کې د سختو اورښتونو اټکل کړی دی.

: ‏اوکراین، لهستان و انگلستان ائتلاف سه گانه تشکیل می‌دهند.

دمیترو کولبا، وزیر خارجه اوکراین با انتشار بیانیه‌ای در حساب فیسبوک خود اعلام کرد که تلاش‌ها برای تشکیل یک ائتلاف سه گانه جدید بین اوکراین، لهستان و انگلستان آغاز شده است.

: ‏اردوغان فردا به اوکراین سفر می‌کند.

: ‏وزیر تجارت ترکیه: صادرات در ماه جنوری با 17 درصد افزایش نسبت به دوره مشابه سال گذشته به 17.6 میلیارد دلار و به بالاترین میزان در ماه ژانویه تمامی ادوار رسید.

: ‏افغانستان کې د برېټانیا ماموریت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دوی په روان کال کې د بشردوستانه مرستو دوه برابره کولو ته ژمن دي او په خبره یې تمه لري چې زرګونه افغانانو ته روغتیايي خدمات او خواړه ورسولی شي.

: ‏پوتین وایي امریکا په دې لټه کې ده چې روسیه جګړې ته راکاږي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي امریکا او ناټو د اروپا په ختیځ کې د ناټو د تحرکاتو له امله د روسیې امنیتي اندېښنو ته قانع کوونکی ځواب نه وایي او برعکس پر خپل دریځ ولاړ دي.

: ‏د سیګار مشر جان سوپکو بهرنیو رسنیو ته ویلي چې دوی د فساد قضیې، په افغانستان کې د میلیونونه ډالرو د ورکېدو ادعا او همدا راز په وروستیو کې افغانستان ته د تللو نقدو پیسو په اړه پلټنې کوي.

: ‏د رسنیو د راپورونو له مخې هند د روان میلادي کال په بودیجه کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۲۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. راپورونه وايي چې په ځانګړې شوې مرسته کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې د ښځو د حقونو د فعالانو له نادرکه کېدو دوه اوونۍ وروسته، لا هم هغوی ازادې شوې نه دي او برخلیک یې روښانه نه دی.

یوناما په یوه ټویټ کې له اسلامي امارته غوښتي چې د نادرکه شویو کسانو د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

: ‏د افغان ښځو د وضعيت په اړه د اروپا پارلمان مشرې ویلي، له طالبانو سره هر ډول تعامل د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره يو شرط وګڼي.

‏نوموړې بروکسل کې د اروپا پارلمان په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د ځینو افغان ښځینه فعالانو په ګډون د افغان ښځو ورځې په نامه پرون پیل شوې همداراز وویل، چې د افغان ښځو پر وړاندې د واکمن حکومت له خوا سيستماتيک جنسيتي توپيري چلند د منلو نه دی او د نجونو پرمخ باید ښوونځي پرانېستل شي.

‏په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ رییسې سیما سمر او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مرستیالې امینه محمد هم ویناوې وکړې او د افغان ښځو پر وضعیت یې خبرې وکړې.

بل پلو د اروپایي پارلمان دا کړنه د ګڼ شمېر افغانانو له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې ده؛ دوی نیوکه کوي چي نه تنها دا میرمنې د افغان میرمنو استازیتوب نشي کولای بلکه حتی یو شمېر دغو میرمنو ته افغان میرمنو د استازو نوم ورکول په ټوله کي افغان میرمنو ته سپکاوی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک