مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو شپږو تنو د ناروښانه برخلیک په تړاو چې په تېرو دوو اوونیو کې له لاریون وروسته کابل کې لادرکه شوي دي، اندېښنه څرګنده کړې ده او د هغوی د خوندیتوب په هکله د معلوماتو غوښتونکې شوې ده.
✒: د افغانستان له نولس کلونو کمعمره کرېکټ لوبډله د نړیوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې نن ماښام (د کابل پر وخت ۵:۳۰ بجې) د انګلستان لوبډلې پر وړاندې لوبغالي ته ښکته کېږي.
ستاسو په نظر له نننۍ سیالۍ وروسته به کومه لوبډله پایلوبې ته لاره پیدا کړي؟
✒: د بیان ازادۍ کور په یوې اعلامیه کې ویلي، د اریانا نیوز دوه خبریالان اسلم حجاب او وارث حسرت پرون د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي او تر دې مهاله یې د نیول کېدو دلیل روښانه نهدی. په دې اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتنه شوې چې دا دوه خبریالان ژر تر ژره ازاد کړي.
✒: د اسلامي امارت کابینې د جلال اباد ـ پښاور او کندهار ـ کوېټې تر منځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تصویب او اړونده ادارو ته حکم وشو، چې ددې پروسې پاتې پړاوونه په لنډه موده کې بشپړ کړي.
کابینې همداراز پرېکړه وکړه چې مالیاتي او غیرمالیاتي عواید یوازې د بانک له لارې راټولیږي او هیڅ اداره له خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري.
کابینې د عدليې وزارت لخوا چمتو شوې د خیریه ټولنو او اتحادیو کړنلاره هم تصویب کړه.
✒: سازمان غذایی جهان (دبلیو، اف، پی) برای هریک از ۴۰۰۰ خانواده نیازمند در مرکز و ولسوالیهای پکتیا ۴ هزار افغانی توزیع کرد.
مسوولان این سازمان میگویند که در آینده نزدیک برای ۳۰۰۰ خانواده دیگر نیز در مرکز و ولسوالیهای آن ولایت پول نقد توزیع میکنند.
✒: د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې ۱۲۹۸ پوځي وسایط چې د تېر دولت د سقوط پر مهال ویجاړ شوي وو، د ۲۰۵ البدر قول اردو په قرارګاه کې ترمیم او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شول.
✒: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې د اسلامي امارت له بریا وروسته دغه ولایت ته د برتانیې، هند، کاناډا، غربي او ګاونډیو هېوادونو زیات شمېر سیلانیانو مخه کړې چې ورځ تر بلې یې شمېر زیاتېږي.
✒: وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې هېڅ اداره د خپلو عوایدو د لګولو اجازه نه لري. د کابینې غونډه د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ شوې ده او په دې غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي.
✒: د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې په دغه سفارت کې باوري ديپلوماتیکو سرچینو ویلي، امریکا ورته ویلي چې په یوه اونۍ کې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ تړي او له ديپلوماتانو د ديپلوماتیک مصوونیت امتیاز اخلي.
✒: نخستوزیر کانادا: حمله روسیه به اوکراین عواقب جدی خواهد داشت.
✒: یک مقام بلندپایه وزارت امور خارجه آمریکا که نخواست نامش فاش شود، در گفتوگو با رسانههای این کشور، اظهار داشت که از روسیه به پیشنهادات واشنگتن در مورد اوکراین پاسخ کتبی دریافت کردهاند.
این مقام اذعان داشت: «میتوانیم تأیید کنیم که یک پاسخ کتبی از روسیه دریافت کردهایم. بحث در مورد جزئیات این پاسخ به صورت علنی نتیجه معکوس خواهد داشت، بنابراین صحبت درباره این مسئله را به روسیه واگذار میکنیم».
این مقام مسئول با اشاره به اینکه آنتونی بلینکن وزیر امور خارجه آمریکا و سرگئی لاوروف وزیر امور خارجه روسیه صبح روز اول فوریه با یکدیگر تماس تلفنی خواهند داشت، گفت: «ما به مذاکرات برای حل مشکلات متعهد هستیم و به مذاکره با شرکای خود از جمله اوکراین ادامه خواهیم داد».
✒: دیدار وزاری دفاع ترکیه و آذربایجان در آنکارا.
خلوصی آکار وزیر دفاع ترکیه و ذاکر حسناف، همتای آذربایجانی وی در آنکارا دیدار و در خصوص مسائل امنیتی و دفاعی منطقهای و دو جانبهای و گسترش همکاریهای صنایع دفاعی گفتوگو کردند.
✒: عفو بینالملل اسرائیل را به آپارتاید علیه فلسطینیان متهم کرد.
سر منشی سازمان عفو بینالملل اقدامات اسرائیل علیه مردم فلسطین را آپارتاید سیستماتیک خواند.
✒: روسیې او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په وروستیو کې یې له هند سره په دوامداره توګه د افغانستان په اړه خبرې لرلې دي.
✒: د ایران په اړه د وېن مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي دي. یوې امریکايي سرچینې رسنیو ته ویلي مذاکرات داسې پړاو ته رسېدلي دي چې باید ټول ګډون کوونکي هېوادونه مهم او سخت سیاسي تصمیم ونیسي.
✒: پښتونخوا کې سرچینې وایي چې د تیرو دوو میاشتو را په دیخوا پاکستاني پوځ ځانګړې توګه پولیسو کې د دندې پریښودو پیښې ډیرې زیاتې شوې،سرچینې وایي د پاکستاني پوځیانو دندو پریښودو لوی لامل دغه هیواد کې ناامني او د پاکستاني طالبانو له خوا د پوځ پر سرتیرو وروستي مرګوني ګوزارونه ښودل شوي دي.
✒: د راپورونو له مخې تازه د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون کېف ته روان شوی دی او تر څنګ یې ټاکل شوې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران هم پر مسئله تازه بحثونه ولري.
✒: د ترویکا بله غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې په کابل کې جوړیږي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، په دې ناسته کې به د سولې بین الافغاني بهیر په بشپړېدو او د افغانستان په بیارغاونه کې د نړیوالې ټولنې پر رول خبرې وشي.
✒: د امریکا ولسمشر جوبایدن په سپینه ماڼۍ کې د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل. جوبایډن نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. بایډن ویلي چې قطر یې له د ناټو له تړون څخه بهر د امریکا د یوه مهم متحد په توګه غوره کړی دی.
✒: د بښنې نړیوال سازمان په یوه ټوېټ کې ویلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د اریانا نیوز د دوو خبریالانو نیول د منلو نه دي او دا ډول کړنې یې د بیان ازادۍ ته ګواښ بللی. د بښنې نړیوال سازمان د دغو دوو خبریالانو د ژرتر ژره پرته له قید اوشرطه خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د آریانا نیوز د دوو خبریالانو د نیول کېدو په غبرګون کې پر اسلامي امارت غږ کړی چې د دوی د نیول کېدو لامل دې په ډاګه کړي.
