خطبه نماز جمعه محترم حکمتیار 8/11/1400
د حاا د قدرمن امير له ويناوو ځينې مهم إقتباسات: ✍️ دا د الله تعالیٰ ځانګړی فضل او بيا د مُخلصو مجاهدينو قرباني او همت وو چې څه له پاسه څلور لسيزې جهاد او مبارزه يې سره له ټولو ستونزو وزغمله، دوه ستر-ستر زبرځواکونه يې د الله تعالیٰ په نصرت مات کړل. ✍️ څوک چې غواړي د الله تعالیٰ په لاره کې د مبارزې سعادت ترلاسه کړي، هغه يې توفيق ورکوي. ✍️ له افغانانو يې هم د خپل دين په لاره کې ستر کار او ازمېښت واخيست، د برېتانيا، روس او امريکا سترې سترې امپراتورۍ يې پرې ونړولې، او د تاريخ تر ټولو شرمناکه ماته يې د کمزورو افغانانو په لاس ورکړه. ✍️ فعلاً ستر کارونه شوي، د مفسدينو واک او سلطه پای ته رسېدلې، خو لا هم دښمن کمين کې دی، غواړي خپله شرمېدلې ناکامي بېرته جبران کړي، داسې چې ورځ تر بلې افغانان هڅوي چې له هېواده ووځي، دا پراخ او ستر إقتصادي بنديزونه يې هم د همدې لهپاره وضع کړي چې افغانان هېواد پرېښودلو ته مجبور کړي. ✍️ متأسفانه هيڅ دوست هېواد نهلرو، د دې إحتمال شته چې دښمن بياځل جنګ وازمايي او پر افغانانو يې تحميل کړي، د همدې لهپاره د ټولو پخوانيو أجيرو جنګياليو او قطعاتو پر تنظيم بوخت دی، د هېواد دننه خلک مظاهرو ته هڅوي او بيا له همدې مظاهرو د منفي تبليغاتو لهپاره د سون توکو په حيث ګټه اخلي، د تبليغاتو ټول تمرکز يې د فعلي نظام پر ضد دی. ✍️ له دې وضعيت د وتو حللاره داده چې ټول اسلامپال لوري هغه که په مسلحانه مبارزه کې فعال وو او يا هم د تېر إشغال تپلي نظام په خلاف يې فرهنګي ډګر ګرم ساتلی، بايد په يو واحد صف کې راغونډ شي، که په مخلصانه ډول او له هر راز تعصب او تبعيض پرته داسې وشي، په باوري ډول ويلی شو چې هيڅکله به مو دښمنان خپل شوم هدف ته و نهشي رسېدلای. ✍️ دا هم بايد په ياد ولرو چې بهرنی دښمن دا ځل مستقيماً حمله نهکوي، بلکې غواړي کورنيو دښمنانو ته زمينه مساعده کړي، خو که فعلي نظام د ولس حمايت ترلاسه کړي او ولس په خپل إعتماد کې واخلي، نو باوري يو چې هدف ته به ونهرسېږي، او دا ځکه چې کوم نظام ولسي حمايت ولري، هيڅڅوک يې له منځه نهشي وړلای. ✍️ د اسلام دښمنان هيڅکله نهغواړي چې د نړۍ په هيڅ ګوټ کې يو واقعي اسلامي نظام رامنځته شي، وجه يې داده چې دوی وېره لري، که د نړۍ په هر ګوټ کې يو بريالی اسلامي نظام جوړ شو، تجربه يې نورې نړۍ ته هم سرايت کوي او لېږدي. ✍️ د روسانو له ماتې وروسته د مجاهدينو پر وړاندې هم همداسې يوه توطئه په کار واچول شوه چې متأسفانه ډېری پر نوم اسلامي هېوادونه هم له امريکا او روسانو سره په ګډه د دې توطئې برخه شول، همدغه جبهه چې اوس يې تاسې د مقاومت!! پر نوم شاهدان ياست، د همدې کورنيو او بهرنيو توطئو غوښنه برخه وه. د حاا د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
