مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: افغان ربات جوړونکو نجونو په یوې نړۍوالې سیالۍ کې دوم مقام خپل کړ.
د افغان ربوټ جوړوونکو د نجونو ډلې چې د ترافیکو مدیریت یوې ځیرکې الې په جوړولو سره یې د ۸۸ هېوادونو په یوې نړیوالې سیالۍ کې ګډون کړی و، دویم مقام خپل کړ. دا سیالۍ دوه میاشتې وړاندې په ټولنه کې له شته ننګونو د وتلو په موخه پیل شوې وې.
✒: پرون کابل ته د هند د بشرپاله مرستو څلورمه محموله راورسېده. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې مرستو کې درې ټنه روغتیايي توکي وو چې په کابل کې د ماشومانو د روغتیا اړوند اندراگاندي روغتون ته وسپارل شول.
✒: د ننګرهار په پچیر آګام، بټي کوټ، هسکې مېنې او شینوارو ولسوالیو کې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه د املوکو، الوچو، شفتالو او مڼو بڼونو جوړولو چارې پیل شوې.
✒: د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پخوانی مرستیال مولوي شمس الدين پهلوان لوی څارنوال وټاکل شو.
✒: د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په بغلان کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د درېیمې لوا له مسوولینو سره په کتنه کې منسوبینو ته د خلکو د ښه امنيت تامين په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
✒: د اسلامي امارت د استخباراتو رياست وايي، کابل کې یې د انسان تښوونکو یوه ۵ کسیزه ډله نیولې او یو تښتول شوی کس يې له منګولو ازاد کړی دی.
✒: مولوی عبدالسلام حنفی معاون رییسالوزرای ا.ا. امروز با جیهاد ارگینآی سفیر ترکیه و رییس سره میاشت ترکیه، در کابل دیدار کرد.
دراین دیدار، هر دو جانب درمورد گسترش همکاریهای دوجانبه، کمکهای بشردوستانه، سرمایهگذاری، آغاز پروازها میان کابل و استانبول وموارد دیگر بحث و گفتوگو کردند.
✒: امیر قطر عازم آمریکا شد.
دیوان امیری قطر با انتشار بیانیهای اعلام کرد که شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، امیر این کشور برای انجام یک سفر رسمی راهی واشنگتن شد.
✒: ابتلای 30 نماینده مجلس ایران به کرونا.
ابوالفضل ابوترابی، نماینده مجلس ایران اعلام کرد: 30 نفر از نمایندگان مجلس به کرونا مبتلا شدهاند و تست آنها در یکی دو روز گذشته مثبت اعلام شده است.
✒: قطعی برق بیش از 100 هزار نفر در آمریکا در پی بارش سنگین برف.
بارش سنگین برف و کولاک در ایالتهای مرکزی، شرق و شمال شرقی آمریکا، موجب قطعی برق بیش از 113 هزار نفر در ایالت ماساچوست شد.
✒: آیتالله خامنهای: آمارهای اقتصاد کلان ایران خرسند کننده نیست.
رهبر ایران تصریح کرد آمارهای مربوط به رشد تولید ناخالص داخلی، تشکیل سرمایه در این کشور و آمار مربوط به تورم و رشد نقدینگی خرسند کننده نیست.
✒: د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو د مورال لوړولو لپاره د مېشتو پوځیانو لیدو ته ورغلی.
نوموړی وروسته تر هغې بلوچستان ته سفر کوي، چې تېره اونۍ د دې ایالت په دېره بګټي او سبدان سیمو کې ګڼ پاکستاني پوځیان د مرګونو بریدونو ښکار شول.
✒: د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. د تازه راپورونو پر بنسټ برېټانیا ویلي چې د روسیې د غوښتنې پر خلاف شرقي اروپا ته ځواکونه لېږي او د خپلو ملګرو په دفاع لاس پورې کوي.
✒: د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلي، د غرب دا چاره چې د روسي ځواکونو د راټولېدو له امله وېره خپروي د منلو نه ده، خو تر څنګ یې له غربي هېوادونو په مذاکراتو کې د پیاوړي دریځ غوښتنه کوي.
✒: د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه په یمن کې شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان د حوثي یاغیانو په لیکو کې وژل شوي دي.
✒: راپورونه وایي چې د جنوري له څلورمې تر ۲۸مې پورې یوازې په بلوچستان ایالت کې په نهو امنیتي پېښو کې د ۱۳ پاکستاني عسکرو په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې په ټپیانو کې هم اته امنیتي سرتېري شامل دي.
✒: امریکا ویلي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته یې په ایستلو کډوالو کې تر ۳۶ زره ډېرو افغانانو د دایمي استوګنې شرایط نه دي پوره کړي.
✒: د پښتونخوا په پېښور ښار کې د وسله والو په یو برید کې دوو مسیحیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني پولیسو ویلي چې دا پېښه نن د پولیسو یوې قرارګاه ته نږدې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
✒: د ترکمنستان د ټاپي پروژې استازي عاشیر قربان نیازوف ویلي دي چې افغانستان باید په خپله خاوره کې د ګازو د نللیکي د غځولو برخه کې جدي اقدام وکړي.
✒: د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د افغان زدهکړیالانو لپاره د فولبرایټ بورسونو د ځنډېدو پرېکړې په اړه بیا فکر وکړي او دې محصلینو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
✒: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې مېرمنې او نجونې یو ځل بیا له زدهکړو، کار او عدالت ته له برابر لاسرسي بېبرخې کېږي.
اسلامي امارت په نړیواله ټولنه کې د یوې برخې په توګه د ریښتینې ژمنې څرګندولو لپاره باید هغه بنسټیز بشري حقونه وپېژني او ساتنه یې وکړي چې هرې نجلۍ او مېرمنې پورې تړاو لري.
✒: د اروپا پارلمان په یوې اعلامیه کې ویلي، د راتلونکې سهشنبې او چهار شنبې په ورځ «د افغانستان مېرمنو ورځې» په نوم د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړوي. په دې غونډه کې له افغانستانه د مېرمنو دحقونو فعالانې، د اروپا پارلمان، ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو استازي ګډون کوي.
✒: د نیوزېلېنډ رسنۍ وايي، د دې هېواد یوه خبریاله چې په ګېډه کې یې ماشوم هم و او د کورنايي محدودیتونو له کبله خپل هېواد ته د دننه کېدو اجازه ور نهکړل شوه، له اسلامي امارته یې د مرستې غوښتنه وکړه او اوس افغانستان کې ژوند کوي.
