سليمان لايق څوک و!؟
ثاقب حسن زى
څوومه ورځ ده چې د لايق له مړينې وروسته دده په اړه ضد او پلوې ليکنې لولم، د يو مسلمان ليکوال په توګه مې په ځان لازمه وګڼله چې يو څه پرې وليکم.
لايق اصلا" د پکتيا ولايت و خو په بغلان کې ميشت شوى و، خپل نوم يې غلام مجدد و.
نوموړى په افغانستان کې د کمونستي رژيم له بنسټګرو و ، د وخت رژيم د قبايلو چارواو اطلاعاتو فرهنګ وزير پاتې شوى .په لينن عليه العنه له درود ويونکو څخه و .
ځان يې مسلمان معرفي کاوه خو دده او ملګرو له برکته يې د هيواد تر دوو ميلونو وګړي شهېدان شول، تر لسو ميلونو افغان مسلمانان در په در خاورې په سر او په پرديو ملکونو کې مهاجر شول چې ځينې يې لا هم مهاجر دي.
غلام يې بولۍ که نه خو روسانو ته يې د هيواد د ټولو اختياراتو سپارلو ته چکچکې وهلې او هغوى ى يې ورونه ګڼل.
هو! لايق هغه څوک و د چا له برکته چې د داود خان نظام ړنګ شو، چا به چې داود فرعون ګڼلو، د چا له برکته چې ددې هيواد اردو ړنګه شوه.
لايق هغه څوک و چې ظاهرا" يې ځان پاکستان ضد باله خو خپله لور يې پاکستاني ته واده کړې وه.
لنډه دا چې ددې څلويښت کلنې بدبختۍ له بنسټګرو و.
ځينو پاتې شونو يې او ځينو نا خبرو پرې اوښکې توى کړي، زه وايم قبر دې د مارانو ډيپو وګرځي، الله ج دې ګور ډډوزى کړي، د ټولو خوارانو بدل دې ترې لوى رب واخلي.
د مسلمان او مجاهد د ږيرې يو تار ويښته به له ده سره برابر نه کړم .
اوس دې قبر کې هم په لينن درودونه وايي ، خواخوږي دې نه خفه کيږي، د دوى حشر هم ورسره کيږي انشاالله.
زما د خاورې او ولس دښمنه
رب ته ورغلى يې ځواب به ورکړې
اوس د ريښتينې محکمې لاندې يې
د هر وحشت پوره حساب به ورکړې
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
حسن زی صاب زۀ نه پوهېږم چې یو داسي لعین کس چې د خپل مذهب په ضد او خپل کلتور په ضد د خپل ولس په ضد دي یې ټول عمر تېر کړی وي او بیا دي هغه لعین د لوی اختر په لومړۍ ورځ او په داسي مبارکه ورځ د شهادت درجه تر لاسه کوي.ولي چې لایق د تېر کال پنځم ستمبر په ورځ په کابل کې د شوي برید په ترڅ کې ټپی شوی وو او هم له هغو ټپونو څخه د اختر په لومړۍ ورځ په شهادت ورسېدو. نو یو لعین مسلمان دومره بختور څنکه کیدای شي.
