مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، چې معید یوسف کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او نورو افغان چارواکو سره کتلي دي.
✒: د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي، مخدوم عالم د محکمې په نزد مجرم نه، بلکې متهم دی.
یعقوب مجاهد فاریاب ولایت ته د خپل سفر پر مهال په میمنه کې یوې غونډې ته وویل، که چیرې مخدوم عالم د محکمې لخوا مجرم ثابت شي، نو خپله سزا به وویني او که بې ګناه و، نو بېرته به خوشی شي.
د دفاع وزارت سرپرست همداراز فاریاب ولایت کې د مخدوم عالم په ملاتړ وروستیولاریونونو کې د تېر حکومت هغه اربکیان دخیل وبلل چې غواړي د قومونو تر منځ تفرقه ایجاد کړي.
✒: د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف سره ولید.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي چې په دغې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او د سیمه ییزو پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.
✒: معید یوسف، مشاور امنیت ملی پاکستان با امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه در کابل دیدار کرد. منصور احمد خان، سفیر پاکستان در افغانستان میگوید که هیأت پاکستانی چندین نشست با مقامهای امارت اسلامی در باره کمکهای بشردوستانه و همکاریهای اقتصادی خواهد داشت.
✒: د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د کمال خان بند د پاتې چارو پیلولو په موخه غونډه کړې ده.په غونډه کې دغه راز ډاډ ورکړل شویچې اوسنی نظام د ملي پروژو بشپړولو ته ژمن دی او کوم امکانات چې لري د خپل ولس د هوساینې لپاره به یې ونه سپموي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پر روان وضعیت خبرې شوي دي.
✒: افغاني سرې میاشتې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له ۲۵۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.مسوولین وايي چې د IFRC په همکارۍ به په مرکز لښکر ګاه، مارجې، خانشین، او دېشو ولسوالیو کې هم له ۳ زرو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي.
✒: اردوغان: ما مشکلی گاز_طبیعی نداریم و همه تدابیر لازم اتخاذ شده است.
✒: وزیر دفاع آمریکا گفت بر این باور است که پوتین درباره ورود به اوکراین تصمیم نهایی را نگرفته اما به امکانسنجی انجام این اقدام رسیده.
مداخله روسیه در اوکراین به این معناست که ناتوی قوی و مصمم در غرب مسکو نمیخواهند.
✒: آمریکا کمک 130 میلیون دالری خود به مصر را تعلیق میکند.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د کشمکش د پراختیا غوښتونکي نه دي، نو له همدې امله یې د امریکا نوی وړاندیز په غور مطالعه کړی دی او ژر به یې خپل دریځ په اړه روښانه کړي.
✒: د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.
✒: د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي چې روسیه به په اوکراین باندې په برید کولو سره د جګړې د ښکېلو غاړو لپاره سخته مرګ ژوبله او ورانی رامنځته کړي.
✒: مایکل کیتینگ، معاون نماینده ویژه پیشین سازمان ملل در افغانستان میگوید که تنها گذاشتن مردم افغانستان در کنار پیامدهای وخیم بشری، پیامدهای امنیتی نیز خواهد داشت. آقای کیتینگ میگوید که اگر مشکل اقتصادی افغانستان حل نشود، وضعیت در این کشور بدتر خواهد شد.
✒: ایبیسی نیوز به نقل از یک مقام وزارت خارجه امریکا گزارش کرده است که ایالات متحده برنامه بورسیه دانشجویی «فولبرایت» برای دانشجویان افغانستان را ادامه نخواهد داد. این مقام افزوده که اگر شرایط برای از سر گیری این برنامه بهتر شود، پذیرش دانشجو از افغانستان از سر گرفته خواهد شد.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې امریکا او نړۍواله ټولنه په حکومت کې د مشخصو شخصیتونو پر حضور ټينګار نه لري، بلکې د یوه ملي او له ټولو خلکو سره په مشورې او معنا لرونکي نظام غوښتونکي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی همدارنګه وايي چې دا د افغانانو مسوولیت دی چې دوی د خپل هېواد په هکله پرېکړه وکړي؛ خو د نړۍوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې په راتلوونکي پسرلي کې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي.
