مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حکمتیار: د ناروې خارجه وزير چي د لويي جرگې جوړولو كوم وړانديز كړى دا په حقيقت كي د ناټو طرح ده؛ امريكا په دستور او وينا وړاندي شوې ده؛ د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته چي د لويي جرگې په نامه كومي جرگې جوړي شوې ټولي ئې د امريكا او بريتانيا په وينا وې؛ د اشغال په دوران كي ټولي لويي جرگې او په ځانگړې توگه د امنيتي تړون د تصويب لپاره لويه جرگه؛ چي ماهيت ئې وروسته افشاء شو او د جرگې هغه غړي وپېژندل شول چي امريكا په ډالرو پېرلي وو او غوښتل ئې امنيتي تړون پرې لاسليك كړي.
✒: حکمتیار: هغو ته چي وايي: افغانان واحد ملت نه وو او هيڅوك ئې ملي وحدت نشي تأمينولى؛ په لنډو جملو كي وايو:
افغانستان هغه مهال هم وو چي د متحده ايالاتو په نامه هيڅ هېواد نه وو، امريكا يوه مستعمره ده؛ د بريتانيا مستعمره؛ اصلي اوسېدونكي او د امريكا اصلي خاوندان ئې د اشغالگرانو په لاس ځپل شوي؛ هر څه ئې ترې اخيستي؛ بريتانيا خپله ژبه، كلتور او فرهنگ پرې تحميل كړى؛ تر نن پوري هالي ووډ په خپلو كوبايي فيلمونو كي د امريكا اصلي اوسېدونكي د وحشيانو په توگه معرفي كوي؛ دا افغانان وو چي بريتانيا ته ئې ماته وركړه، تر بريتانيا وړاندي سكندر او چنگيز د دوى په لاس مات شوي وو، او تر بريتانيا وروسته شوروي او ناټو. څو پېړۍ ئې پر لوى هند او له ډهلي تر اصفهان حكومت كړى، د هر يرغلگر او اشغالگر په وړاندي په واحد او مستحكم صف كي او تر يوه ملي زعامت لاندي جنگېدلي، له خپلي آزادۍ، خپلواكۍ او ارزښتونو ئې په مېړانه دفاع كړې او په هر جنگ كي ئې بريا په برخه شوې. يوازي هغه به له دې حقيقت انكار كوي چي ډېر ناپوه او له تاريخي مسلمو حقائقو بې خبر وي.
✒: حکمتیار: ما از اين پيشنهاد حمايت مى كنيم كه حسابهاى بانكى تمامى مسئولين مفسد حكومت قبلى مسدود و منجمد شود و پول هاى را كه غارت كرده اند به افغانستان مسترد شود؛ و تمامى خائنان ملى غرض تصفيه حساب به كشور برگردانده شوند. إن شاء الله چنين روزى حتماً فرا خواهد رسيد.
✒: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی میگوید برنامههای خوب برای آموزش دختران و پسران زیر کار است و تلاشها جریان دارد که این برنامهها در آینده عملی شوند تا مشکلات آموزشی در کشور حل شود.
✒: تیم ملی کرکت زیر ۱۹ سال افغانستان در مرحله یک هشتم نهایی رقابتهای جام جهانی، سریلانکا را با تفاوت چهار دوش شکست داد و به دور نیمه نهایی این رقابتها راه یافت.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نړیوالې ټولنې غوښتنه د ټول شموله حکومت لپاره "بهانه" بللې ده. امیر خان متقي ویلي چې نړیواله ټولنه د ټول شموله حکومت تعریف نه لري او نه یې بېلګه شته.
✒: د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد جوزجان ته په سفر کې وویل: اوس د دې وخت دی چې ټول قومونه د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره تر یو چتر لاندې کار وکړي. د ا.ا. ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتيا لري، هېڅ تېري کوونکي ته اجازه نه ورکوي چې امنيت او سوله ګډوډ کړي او د خپل ژوند په قربانۍ سره له هېواده دفاع کوي.
✒: د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه بلخ ته سفر وکړ.
دوی په خپل سفر کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له مسوولینو او غړو سره وکتل او د هغوی د فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
✒: ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د ترکیې ۷۵۰ ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، جامې او روغتیايي توکي په کې شامل دي، په دوو اورګاډو کې افغانستان ته ولېږدول شول.
دغه مرستې به د ترکمنستان او ایران له لارې هرات ته ورسېږي.
✒: لاوروف (احتمال جنگ با اوکراین): اگر این موضوع با روسیه مرتبط باشد، جنگی رخ نخواهد داد.
✒: روسیه: تحریمهای جدید آمریکا روابط دوجانبه را مختل میکند.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ا.ا او ترکیې سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه په مهمو مسایلو هوکړه کړې ده. د دغه وزارت په وینا، پرون په دوحه کې د ترکیې، قطر او طا لبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوې وه.
✒: د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي رینات ساندو وویل چې هند او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو د هند د چابهار بندر د پراخولو لپاره د یوې بلې کاري ډلې په جوړولو هم موافقه وکړه چې په وچه کې ایسار سیمه ایز هېوادونه اوبو ته لاره ومومي.
✒: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د ادارې "سیګار" مشر جان سوپکو ویلي چې په افغانستان کې د مرسته کوونکو هیوادونو د دیپلوماتیک او نظامي حضور په نشتوالي سره د بهرنیو مرستو د ضایع کیدو خطر موجود دی.
✒: د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د ملکي مرګ ژوبلې د کموالي په هدف د سمونو امر کړی. فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې آسټین دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې له څو نظامي بریدونو وروسته د نه توجیه وړ ملکي مرګ ژوبله رامنځه ته شوه.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د اوسلو د ناستې یو څرګند پیغام دا و چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې ښکېله پاتې شي. نوموړي ویلي چې د افغانانو تر منځ باید د دوی د هیواد د سیاسي راتلونکي په هکله د پراخو سلامشورو بهیر وي.
✒: عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې سرتېري يې ځانونه قرباني کوي خو دوی خوندي ساتي او په وینا یې دوی له پاکستانه د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي. وړمه شپه د بلوچستان کچ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.
✒: په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي، که نړیواله ټولنه په ایران کې له ډېره افغان کډوالو سره د پام وړ او پر وخت مرستې ونه کړي نو تهران به په یوازې ځان له هغوی سره د مرستې د دوام توان نه لري.
✒: د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي، ځینې افغانان د خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره د خپل بدن غړي پلوري چې په خبره يې دا وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی.
✒: توماس وست، نماینده ویژه امریکا برای افغانستان از ناپدید شدن فعالان حقوق زن در افغانستان نگرانی کرده و گفته است که وی و همکاراناش تلاش دارند تا این فعالان دوباره به خانوادههای شان بپیوندند. آقای وست تاکید دارد که آزادی بیان از حقوق اساسی مردم است و باید احترام شود.
✒: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون د بهرنیو چارو د سرپرست امیر خان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ټول شموله حکومت تعریف د نړیوالې ټولنې مسوولیت نه دی. نیکلاسون وویل دا د افغانانو دنده ده چې د یوې رڼې پروسې له لارې ټول شموله حکومت جوړ کړي.
✒: دولت بریتانیا اعلام کرده است که این کشور به ارزش ۹۷ میلیون پوند کمک بشری به مردم افغانستان فراهم میکند. گفته شده است که دو اعشاریه هفت میلیون تن در افغانستان از این کمکها بهره مند خواهند شد.
