No-IMG

حکمتيار: د افغان ولس ټول اغېزمن لوري د بحران د حل لپاره په خپلو كي ناستي ته چمتو شي

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 8 دلو 1400)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

مُّحَمَّدٞ رَّسُولُ ٱللَّهِۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلۡكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيۡنَهُمۡۖ تَرَىٰهُمۡ رُكَّعٗا سُجَّدٗا يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٗاۖ سِيمَاهُمۡ فِي وُجُوهِهِم مِّنۡ أَثَرِ ٱلسُّجُودِۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمۡ فِي ٱلتَّوۡرَىٰةِۚ وَمَثَلُهُمۡ فِي ٱلۡإِنجِيلِ كَزَرۡعٍ أَخۡرَجَ شَطۡ‍َٔهُۥ فَ‍َٔازَرَهُۥ فَٱسۡتَغۡلَظَ فَٱسۡتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِۦ يُعۡجِبُ ٱلزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ ٱلۡكُفَّارَۗ وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِنۡهُم مَّغۡفِرَةٗ وَأَجۡرًا عَظِيمَۢا.    الفتح: 29

الله تعالىٰ فرمايي:

محمد چي د الله رسول دئ او هغه چي له ده سره دي؛ پر كافرانو شديد او په خپلو منځونو كي رحم كوونكي دي. دوى به په داسي حال كي گورې چي ركوع كوونكي او سجده كوونكي دي، د الله فضل او رضاء لټوي، د سجدو له امله د دوى په مخونو كي د دوى نښي څرگندي، دا په تورات كي د دوى مثال راغلى، او مثال ئې په انجيل كي هغه کښت او كر ته ورته دئ چي له زمكي خپل نازك سر(نوغى) راوباسي، بيا ئې مضبوط كړي، بيا پرېړ شي، بيا پر خپل ډډ ودرېږي، داسي چي كرونكي حيران كړي، د دې لپاره چي كافران پرې غضبناك كړي؛ الله د دوى له هغو سره چي ايمان ئې راوړى او نېك عملونه ئې كړي د بخښني او ستر اجر وعده كړې ده.

دا مبارك آيت د الفتح سورې ډېره ښكلې او جامع تتمه او د سورې د ټولو مطالبو خلاصه زموږ په وړاندي ږدي، چي مهمي مهمي لارښووني ئې دا دي:

•             د الله رسول محمد عليه السلام او هغه مؤمنان چي له ده سره دي پر كافرانو شديد دي او په خپلو منځونو كي مهربان، له كافرانو سره په خپل چلن كي انعطاف او نرمښت نه لري، هغوى ته گرانه ده چي دوى رام او تسليمېدو ته چمتو كړي، په خپل دريځ ټينگ ولاړ دي، د خپلو اصولو پر سر سازش نه كوي، خو په خپلو منځونو كي يو پر بل مهربان دي، زړونه ئې سره نږدې او يو پر بل زړه سوى لري، دوى به وخت په وخت په داسي حال كي گورې چي په ركوع او سجده بوخت دي، د الله فضل او رضاء لټوي، د سجدو له امله د دوى په مخونو كي داسي نښي تر سترگو كېږي چي ښيي په زړونو كي ئې ايمان دئ، خپل رب ته منقاد دي او د هغه رضاء لټوي. په تورات كي د دوى په اړه دغه مثال راغلى چي له خپلو څېرو به پېژندل كېږي؛ او په انجيل كي له هغه كر او كښت سره تشبيه شوي چي له زمكي خپل نازك نوغى راوباسي، بيا ئې مضبوط كړي، بيا پرېړ شي، بيا پر خپل ډډ ودرېږي، داسي چي كرونكي حيران كړي.

•             الله تعالى د مؤمنانو مولا دئ، د مؤمنانو ټولى د ده تر رعايت او عنايت لاندي په ټولني كي سر رااوچت كړي، ورو ورو وده وركړي، د دوى د لا زيات سمسورتيا لپاره شرائط برابر كړي، د يوه مضبوط ځواك په توگه راڅرگند شي، داسي چي نه ئې تېزه سيلۍ ماتولى شي او نه توند باران او ږلۍ؛ ډېر ورته حيران وي او ډېر پرې غضبناك.

•             الله تعالى د دوى له هغو سره چي ايمان ئې راوړى او نېك عملونه ئې كړي؛ د بخښني او ستر اجر وعده كړې ده؛ دا الهي وعدې به په دنيا او آخرت كي هرو مرو ترسره كېږي.

برادران و خواهران عزيز!

رئيس جمهور امريكا به گونه مكرر و از زمانى كه معاون رئيس جمهور امريكا بود؛ ادعاء مى كند كه افغان ها هيچگاهى ملت واحد نبوده؛ و اگر كسى مى تواند آنها را ملت واحد بسازد؛ دستش را بلند كند؛ شايد هدفش رقيب خودش ټرامپ بوده؛ كه گويا در اثناء رياست جمهورى اش نتوانست؛ تمامى افغان ها را زير چتر سلطه امريكا و حكومت مورد حمايتش متحد نمايد و مقاومت را سركوب كند. اگر چنين باشد حقيقت را گفته؛ چون هيچ نيروى اشغالگر؛ در طول تاريخ نتوانسته ملت سربلند و آزاده افغان را براى هميش به اسارت بكشد؛ و اين چيزى است كه جوبايدن نيز به آن اعتراف كرد و گفت: افغانستان همواره گورستان امپراطورى ها بوده است.

عده اى حرف هاى او را چنان تعبير و تفسير كرده كه گويا او وحدت ملى افغان ها را زير سؤال برده؛ و آن را محال و ناممكن خوانده!! اما آيا ممكن است كسى كه از تاريخ امريكا و افغانستان اطلاعى اندك داشته باشد؛ چنين حرفى بېهوده اى بگويد؟!! 

افغانستان زمانى يك كشور بزرگ بود و افغان ها از همان زمانى ملت متحد و سربلند؛ كه كشورى به نام امريكا نه تولد شده بود و نه در نقشه زمين وجود داشت؛ تاريخ افغانستان و ملتش خيلى كهنتر از تاريخ امريكاى كنونى است؛ امريكا در اصل يك مستعمره است؛ مستعمره بريتانيا؛ از زمان تولدش تا امروز؛ زبانش زبان بريتانيا و فرهنگش فرهنگ تحميلى بريتانيا؛ از زمان اشغال تا امروز صاحبان اصلى سرزمين امريكا؛ همواره محكوم و مظلوم بوده اند و از حقوق انسانى شان محروم؛ هم فرهنگ و دين شان را از دست داده اند و هم زبان شان را؛ 

اما افغانستان و افغان ها هيچ گاهى به اشغالگران تسليم نشده  و اسارت را نپذيرفته اند.

هر مهاجم بيگانه و هر اشغالگر بدمست و مغرور؛ طعم تلخ شكست در برابر اراده ملت مقاوم و اسارت ناپذير ما را چشيده است؛ از سكندر و چنگيز گرفته تا اتحاد شوروى و ناتو.

برادران و خواهران عزيز!

ملت ما از آن چه در اسلو گذشت؛ از ترتيب و تركيب نشست، از برخورد غير ديپلوماتيك و اهانت آميز حكومت ناروى با هيئت إمارت اسلامى، ارائه طرح تدوير لويه جرگه فرسوده و فرتوت براى حل بحران افغانستان از سوى وزير خارجه ناروى، تجمع عده اوباش در برابر محل نشست هيئت ها و شعار هاى اهانت آميز مرگ بر طالبان؛ به شدت ناراض است و آن را تقبيح و محكوم مى كند. به حكومت ناروى مى گوييم:

ترتيب و تركيب اين نشست؛ چنان بود كه در يك طرف هيئت إمارت اسلامى؛ در مقابلش هيئت ناتو و همپيمانانش؛ و در كنار آن برخى از همكاران افغانى ناتو؛ به نمايندگى از زنان معترض و جامعه مدنى مورد پسند ناتو. اين تركيب با هيچ منطقى قابل توجيه نيست.

اجنداى نشست از سوى ناتو به ناروى سپرده شده و هدفش تشكيل حكومتى تحت پوشش همه شمول؛ اما در واقع حكومتى كه سهم دلخواه به چهره هاى وابسته به كشور هاى همپيمان ناتو داده شود. يعنى حكومتى كه تركيب نشست اسلو در آن انعكاس يابد و مراعات شود!! 

نسخه لويه جرگه همان نسخه اروپايى براى مستعمراتش در آسيا و افريقا است و مربوط قرن نوزده؛ كه دورانش ديگر براى هميش سپرى شده؛ بايد بدانيد كه ما امروز در قرن بيست و يكم قرار داريم؛ نه حكومت هاى استبدادى و مطلقه و دست نشانده اجنبى زمينه و مجالى در افغانستان جديد و فاتح جنگ آزادى در برابر اشغال ناتو دارد و نه نسخه هاى جرگه هاى انتصابى قرون وسطايي.

مبارزه ملت ما تا زمانى ادامه خواهد يافت كه حكومت منبعث از اراده آزاد خود را داشته باشد و نظام استوار بر باور ها و ارزش هاى دينى و ملى خود را بسازد؛ و سرنوشتش را خود و در روشنايى همين باور ها و ارزشها و بدون مداخله و سفارش اجنبى تعيين كند

براى ما اكنون تعجب آور نيست كه چرا غرب براى خود؛ حكومت ها و پارلمان هاى منتخب مى خواهد؛ اما براى ما جرگه هاى فرسوده انتصابى!! افغان ها ديگر فريب شعار هاى ريا كارانه و دروغين دفاع از حقوق زن؛ از سوى غرب و ايادى آن را نخواهد خورد؛ چون مصداق عملى اين شعارهاى دروغين را در بيست سال دوران اشغال به وضوح تمام ديدند و لمس كردند؛ بيست سال بر ما بم و راكت ريختند، بيش از يك مليون زن و مرد افغان را كشتند، شش مليون را به هجرت از كشور واداشتند، سه مليون را در داخل كشور آواره كردند، افغانستان را به مخروبه مَهيب و مخوف تبديل كردند، زن افغان امروز در وضعيتى قرار گرفته كه از معالجه فرزند بيمارش عاجز است؛ فرزندانش نه پاپوش دارند، نه جامه، نه نان، نه دوا، در سرماى سرد زير صفر؛ بدون پاپوش و در برف و گل راه مى روند؛ اگر روزانه يك بار نان خشك براى خوردن بيابند؛ آن را نعمت تلقى مى كنند. تمامى اين فقر و مسكنت؛ درد و الم نتيجه بيست سال اشغال است؛  ناتو از ملت مظلوم ما انتقام شكست شرم آورش را مى كشد؛ قربانى تحريم ها و محاصره هايش ملت مظلوم ماست و براى آن است كه حكومت جديد افغانستان را وادار كند به شرائط آنان تسليم شود و در حكومت آينده سهمى برجَسته به ايادى افغان شان پذيرفته شود

وروڼو خوېندو!

د اسلو د ناستي څرنگوالى او موخي ورو ورو څرگندېږي؛ دا چي مېلمانه څوك او كوربه د چا په وينا د دې ابتكار جسارت كړى وو؛ اجندا څه وه او چا ټاكلې وه، د إمارت اسلامى وفد مخي ته څوك كښېنول شوي وو؛ چا غوره كړي وو او د كوم معيار له مخي، چا اسلو ته بللي وو، ولي د اغېزمنو سياسي او لوريو پر ځاى د مدني ټولنو د استازو په نامه داسي څېرې ورته بلل شوې وې چي ځيني ئې اروپا مېشت مېرمني وي او ځيني ئې د هغو معترضو مېرمنو استازي چي په كابل كي ئې دوه درې وړې مظاهرې درلودې. ډېرى ئې نه چا پېژندلې او نه ئې د افغاني ټولني د كومي برخي استازيتوب كولو؛ د افغاني وفد د اقامت او ناستي محل مخي ته د داسي دېرش-څلوېښت افغانانو راغونډول چي ډېرى ئې مېرمني وې او د طالبانو ضد شعارونه ئې وركول؛ همغو ته ورته وې چي د كابل ښار په كوم كور كي راغونډېدلې؛ يو ځايي كومي كوڅې ته راوتلې؛ د طالبانو او أمارت اسلامي ضد شعارونه ئې وركول؛ 5- 10 دقيقې به ئې لنډ مارش كولو؛ د مارش ويډيو به ئې جوړوله او رسنيو ته به ئې سپارله؛ د امنيتي ځواكونو تر رارسېدو وړاندي به خورېدلې، او شرخوښو رسنيو به له دې ويډيو د پراخو تبليغاتو داسي وسيله جوړوله چي ثابته كړي افغان مېرمني له حاكم وضعيت ناراض دي او له نړۍ والي ټولني غواړي چي مداخله وكړي او افغان مېرمني وژغوري!!

وروڼو خوېندو!

لكه څنگه چي په دوحه كي د امريكا او طالبانو تر منځ 11 دوره مذاكرات؛ چي نږدې يو نيم كال ئې احتواء كړ؛ به بشپړه توگه بې نتيجې او بې حاصله وو؛ د دوحې د مذاكراتو ناكامه تجربه كافي وه چي له تكرار ئې ډډه وشي او دې ته ورته ناستو ته نه يوازي هيڅ طمع ونه لرو بلكي د بحران د دوام عامل ئې وگڼو.

د دوحې د ناستو د عدم توفيق عوامل څرگند دي؛ دا مذاكرات نه بين الافغاني وو او نه د بحران د افغاني لوريو تر منځ؛ د امريكا او طالبانو تر منځ وو؛ هيڅ مثبته نتيجه پرې مرتب نشوه؛ هيڅ شفوي او ليكلې موافقه او هيڅ پټ يا څرگند توافق ئې عملي نشو؛ هر څه د ناټو د انتظار او هيلو خلاف رامنځته شول؛ امريكا غوښتل وتل ئې پتمن او د معاهدې مطابق وي؛ د اشغال د دوران شل كلني لاسته راوړنې ئې خوندي پاته نشي، نه نظام متلاشي شي او نه د دوى په لاس جوړ شوي نظامي، امنيتي او استخباراتي ځواكونه او اداري بنسټونه؛ هر څه د مخكي په څېر پاته او دوام وكړي؛ ائتلافي حكومت رامنځته شي؛ هغه هم داسي چي يوازي د مخكني نظام په پورتني پوړ او كابينه كي دواړو لوريو ته د منلو وړ تغيير راشي، امريكا همدا غوښتل خو له دغو موخو او اهدافو هيڅ يوه ته هم ونه رسېده؛ هر څه د دوى د ارادې او انتظار خلاف مخكي ولاړل او نظام د بهرنيو ځواكونو له وتلو وړاندي متلاشي شو؛ جمهور رئيس، معاونين ئې، وزيران او واليان ئې تر امريكايانو وړاندي وتښتېدل.

د دوحې ناستي ته ورته هره ناسته به له شك پرته ورته برخليك لري او حتماً به بې نتيجې پاته كېږي.

وروڼو خوېندو!

د حل لار دا ده چي:

1- اوسنى حكومت دي خپل كار ته دوام وركړي؛ پرته له دې چي د بهرنيو په خوښه او د گواښونو او فشارونو په نتيجه كي كوم تغيير په كي راشي او په هغو هېوادو پوري تړلې څېرې او گوندونه په كي شامل كړى شي چي د ټول شمول حكومت تر غولوونكي پوښښ لاندي غواړي د دوى لاسپوڅي په حكومت كي شريك شي.

2- د افغان ولس ټول اغېزمن لوري د بحران د حل لپاره په خپلو كي ناستي ته چمتو شي.

3- مذاكرات د پرديو له حضور، منځگړتوب او وساطت پرته او په بشپړه توگه بين الافغاني او د بحران د اصلي كورنيو لوريو تر منځ وي

4- د ناستي اجنډا د افغاني لوريو په توافق جوړه شي.

5- لومړۍ او تر ټولو نورو قضاياوو وړاندي قضيه د داسي يوې مقتدري او ځواكمني مجمع او جرگې جوړول وي چي د ټول ولس له واقعي او منتخبو استازو جوړه شوې او دنده ئې د اساسي قانون تصويب او د راتلونكي نظام د څرنگوالي ټاكل وي؛ په اساسي قانون پوري مربوط ټول مسائل؛ لكه نظام، نوم ئې، بيرغ ئې، د زعامت ټاكل ئې، د عزل او نصب موجبات او مرجع ئې، په ټاكلو كي ئې د ملت دنده او حق، سياسي احزاب، انتخابات، د ټولو اتباعو فردي او اجتماعي حقوق او ... بايد د همدغي مرجع له لوري تصويب شي. موږ تر هر څه وړاندي دغسي معتبر تصميم نيوونكي بنسټ ته ضرورت لرو. دا تشه بايد ژر ډكه شي، يوازي دغسي بنسټ كولى شي ملي وحدت مزيد مضبوط كړي، او داسي نظام جوړ كړي چي د ملت غوڅ اكثريت به ئې د هر كورني او بهرني گواښ په وړاندي دفاع او حمايت كوي او هره پرېكړه به ئې د پلي كېدو مجال لري؛ او ټول افغانان به ئې پرېكړو ته درناوى او التزام لري.

6- راتلونكى حكومت به د نوي اساسي قانون مطابق رامنځته كېږي؛ هغه لورى به نوى حكومت جوړوي او اقتدار به په سوله ايزه توگه هغه ته انتقالېږي چي د ملت اكثريت ئې حمايت او ملاتړ كوي او پرې اعتماد لري.

7- ټول سياسي لوري بايد د خداى او ولس په وړاندي تعهد وكړي چي اقتدار ته د رسېدو ټولي نوري لاري به تحريموي او د مخكينيو ترخو او خونړيو تجربو له تكرار به ډډه كوي

په دې طرحي سره كولى شو د ټولو دښمنانو خطرناكي او سپېرې توطئې شنډي كړو او د هېواد په كورنيو چارو كي د هغوى لاسوهني پاى ته ورسوو.

وروڼو خوېندو!

د ناروې خارجه وزير چي د لويي جرگې جوړولو كوم وړانديز كړى دا په حقيقت كي  د ناټو طرح ده؛ امريكا په دستور او وينا وړاندي شوې ده؛ د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته چي د لويي جرگې په نامه كومي جرگې جوړي شوې ټولي ئې د امريكا او بريتانيا په وينا وې؛ د اشغال په دوران كي ټولي لويي جرگې او په ځانگړې توگه د امنيتي تړون د تصويب لپاره لويه جرگه؛ چي ماهيت ئې وروسته افشاء شو او د جرگې هغه غړي وپېژندل شول چي امريكا په ډالرو پېرلي وو او غوښتل ئې امنيتي تړون پرې لاسليك كړي.

دوى پوهېږي چي د لويي جرگې څو سوه غړي په ډېري ارزاني او وړيا بيع اخيستلى شي او د خپلي خوښي پرېكړي ترې راايستلى شي، كه د جرگې د غړو شمېر پنځه سوه وي او ټول ئې انتصابي او له هغو چي تل ئې خپل قوم او ولس پلورلى او د ارزښتونو پر سر ئې ننگيني معاملې كړي؛ د افغانستان او افغان ولس عظمتونه او ارزښتونه ئې سودا ته وړاندي كړي؛ نو دا ټوله جرگه په پنځه مليون ډالر پېرلي شي؛ هر يوه ته فقط لس زره ډالر، كه دوى په ماضي كي توانېدلي چي جمهور رئيسان، وزيران، سياستوال او حتى پيران او شيخان په ارزانه بيع وپېري او خپلي پرېكړي پرې لاسليك كړي؛ نو اوس به د نورو پېرل څه گران كار وي!! د افغان ولس به د هغي جرگې خندوونكې ډرامه ښه په ياد وي چي يوه ويل: امنيتي تړون نه امضاء كوم؛ او بل ويل: كه امضاء نشي زه اروپا ته هجرت كوم؛ او د امريكا سفير ويل: كه امضاء نشي نو راتلونكى جمهور رئيس به ئې د خپلي كاري دورې په لومړۍ ورځ امضاء كوي!!! همداسي وشول؛ په لومړۍ ورځ يوه نه بلكي دوو يو ځايي همغه تړون امضاء كړ او له لاسليك وروسته ئې په گډه د امريكا سفير پر سينه د وزير اكبر خان مډال داسي ځوړندولو چي سفير بر ولاړ وو او جمهور رئيس او اجرائيه رئيس لاندي او سر ټيټي ولاړ او د مډال په نصبولو مصروف!! د افغانان لپاره يو ستر پېغور او د افغانستان د تاريخ لپاره ستر ننگ!!

وروڼو خوېندو!

استعماري ځواكونه په خپلو هېوادونو كي منتخب حكومتونه او منتخب پارلمانونه لري خو په خپلو مستعمراتو كي استبدادي مطلقه نظامونه؛ د پاچايانو او جنرالانو حكومتونه او انتصابي جرگې خوښوي؛ په مستعمراتو كي انتخابات هيڅكله نه غواړي او په كلكه ئې مخالفت كوي!!

دوى له ملي خائنانو ملي اتلان جوړوي، له رواني بيمارانو د نړۍ اول او دوهم درجه متفكران جوړوي او د اقتدار پر گدۍ ئې كښېنوى؛ خو چي كار ترې واخلي او په داسي زړې پرزې بدل شي چي نور نو د استفادې وړ نه وي؛ لري ئې غورځوي او د نړۍ د درجه اول مفسد لقب وركوي!!

موږ په همدې نږدې تاريخ كه په خپلو سترگو وليدل چي د انتصابي جرگو جوړولو شعارونه اكثراً د هغو په خولو زمزمه شوي چي د اشغالگرانو سپېره مزدوران او مبلغين وو.

وروڼو خوېندو!

چا چي د اسلو ناسته مهندسي كړې او اجنډا ئې جوړه كړې؛ له يوې خوا ئې د اوسني دولت هيئت؛ له داسي څېرو سره كښېنولى چي د معترضو مېرمنو او د مدني ټولني د استازو نوم ئې وركړى؛ د هغو استازي چي دنده ئې تظاهرات كول او د إمارت په ضد سپكي سپوري ويل دي؛ د اجلاس او د كابل هيئت د اقامت محل مخي ته ئې د همدې مېرمنو دېرش څلوېښت تنه راغونډې كړې؛ د (مرگ بر طالبان) شعارونه ئې وركول؛ په لاسونو كي ئې د إمارت ضد بيرغونه؛

وروڼو خوېندو!

هغو ته چي وايي: افغانان واحد ملت نه وو او هيڅوك ئې ملي وحدت نشي تأمينولى؛ په لنډو جملو كي وايو:

افغانستان هغه مهال هم وو چي د متحده ايالاتو په نامه هيڅ هېواد نه وو، امريكا يوه مستعمره ده؛ د بريتانيا مستعمره؛ اصلي اوسېدونكي او د امريكا اصلي خاوندان ئې د اشغالگرانو په لاس ځپل شوي؛ هر څه ئې ترې اخيستي؛ بريتانيا خپله ژبه، كلتور او فرهنگ پرې تحميل كړى؛ تر نن پوري هالي ووډ په خپلو كوبايي فيلمونو كي د امريكا اصلي اوسېدونكي د وحشيانو په توگه معرفي كوي؛ دا افغانان وو چي بريتانيا ته ئې ماته وركړه، تر بريتانيا وړاندي سكندر او چنگيز د دوى په لاس مات شوي وو، او تر بريتانيا وروسته شوروي او ناټو. څو پېړۍ ئې پر لوى هند او له ډهلي تر اصفهان حكومت كړى، د هر يرغلگر او اشغالگر په وړاندي په واحد او مستحكم صف كي او تر يوه ملي زعامت لاندي جنگېدلي، له خپلي آزادۍ، خپلواكۍ او ارزښتونو ئې په مېړانه دفاع كړې او په هر جنگ كي ئې بريا په برخه شوې. يوازي هغه به له دې حقيقت انكار كوي چي ډېر ناپوه او له تاريخي مسلمو حقائقو بې خبر وي

برادران و خواهران عزيز!

ما از اين پيشنهاد حمايت مى كنيم كه حسابهاى بانكى تمامى مسئولين مفسد حكومت قبلى مسدود و منجمد شود و پول هاى را كه غارت كرده اند به افغانستان مسترد شود؛ و تمامى خائنان ملى غرض تصفيه حساب به كشور برگردانده شوند. إن شاء الله چنين روزى حتماً فرا خواهد رسيد.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

ذبیح الله خورشیدی

جګړه افغانستان کې پای ته رسېدلې او اوس ټوله جغرافیه د یو حاکمیت لاندې راغلې ده دا حکومت باید تقویه شي او پراخ ملاتړ ته ضرورت لري د حکمتیار صاحب وړاندیز چې افغاني لوري دې له اجنبي اجنډا پرته خبرو ته تیار شي یو معقول او عملي دریځ ده

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک