د حکمتيار صاحب پنځلسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
پنجشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د دلوې ۷مه:
د تېر په څېر نن هم د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن امير ۱۵مه درسي حلقه دائره شوه چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په کې ګډون کړی وو.
د ننني درس بحث او مُحتویٰ د لاندې دوه پوښتنو ځواب ته ځانګړې شوې وه.
1: آيا د ځمکې او آسمانونو له پيدايښت وړاندې د الله تعالیٰ عرش پر اوبو وو؟
2: آيا الله تعالیٰ د ځمکې آسمان ته راکوزېږي؟
د حزب اسلامي افغانستان امير د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې وويل:
درنو مفسرينو د «وکان عرشه علی الماء» په اړه بېلابېل آراء وړاندې کړي، د ځينو له تعبير او تفسير يې داسې څرګندېږي چې ګواکې د الله تعالی عرش د ځمکې پر سر کوم تخت ته ورته شی وي او پر اوبو باندې يې اوسېدا همغسې وه لکه د اوبو پر سر د کوم تخت ودرېدا، په داسې حال کې چې د الله تعالی عرش نه د ځمکې پر سر کوم تخت ته ورته دی او نه يې د اوبو پر سر ودرېدل هغسې دي، لکه پر اوبو د ځمکې د کوم تخت ودرېدل، نه عرش کوم ازلي شی دی او نه اوبه، نه د دغو الفاظو مراد او معنیٰ داده چې د الله تعالی عرش د اوبو له پاسه وو او نه هم د الله تعالی عرش داسې شی دی چې د ودرېدو له پاره کومې هوارې سطحې ته ضرورت ولري.
قدرمن مشر زياته کړه: الله تعالی چې آسمانونه له کومې ستنې پرته درولی شي، نو عرش به يې څنګه داسې څه ته اړ وي؟!
نوموړي وويل: دا غلطې انګېرنې او ناسم تصورات يوازې د هغه ووړ او تنګ ذهن زېږنده دي چې الله تعالی له مخلوق سره تشبيه کوي.
ښاغلي حکمتيار وويل:
که فرض کړو چې دا انګېرنې سمې دي، نو له داسې پوښتنو سره مخامخ کېږو چې هيڅ ځواب ورته موندلی نهشو. د مثال په ډول:
الف: عرش له اوبو مخکې چېرې وو؟
ب: پر څه ولاړ وو؟
ج: الله تعالی له عرش مخکې چېرې وو او پر څه يې استویٰ کړې وه؟
نوموړي د همدې مطرح کړيو پوښتنو د دقيقې توضیح په اړه وويل:
د يوه آيت په أصلي مفهوم هغه وخت پوهېدای شو چې وګورو د بحث أصلي موضوع څه ده؟ تر هغه مخکې او وروسته څه ويل شوي؟ همدې پوښتنو ته که لږ په دقت ځير شو نو راته جوتېږي چې د «وکان عرشه علی الماء» آيت له مخکني آيت سره ژور تړاو لري.
د لا وضاحت له پاره يې د سورة هود ۶-۷ او د عنکبوت سورې ۶۰-۶۳ نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلي إشاره وکړه او ويې ويل:
د يادو آيتونو په مفاهيمو کې د ژونديو موجوداتو او ژويو په مرګ، ژوند او هغوی ته د رزق ورکولو پر کيفيت بحث شوی او دې مطلب ته په کې إشاره شوې چې د ځمکې او آسمانونو له پيدايښت وروسته د الله تعالی د عرش تر واکمنۍ لاندې لومړنۍ پيدا شوې ماده اوبه دي چې انسانان او نور ژوي ترې پيدا شوي، هلته چې قرآن کريم ترې د «واجعلنا من الماء کل شئ حی» په الفاظو يادونه کړې او تر دې مخکې آيت هم د ژوو د پيدايښت، مرګ او رزق په اړه بحث کوي.
مشر وويل: تاسې پوهېږئ څه ډول چې اوبه د ژوو د پيدايښت لامل ګڼل شوی، همدا راز يې د رزق تر ټولو مهمه برخه هم تشکيلوي او همدا راز په دې آيت سره موږ ته لارښوونه شوې چې د الله تعالی د ژوو له پيدايښت مخکې د هغوی روزي پيدا کړې، همغسې لکه د ماشوم له پيدا کېدو مخکې چې د مور په تي کې شيدې ورته پيدا شوي.
له دې جوتېږي چې د «وکان عرشه علی الماء» دقيق تفسير همغه دی چې د ځمکې او آسمانونو له پيدايښت وروسته او د ژوو له پيدا کېدو مخکې د الله تعالی د عرش تر واکمنۍ لاندې اوبه وې.
دغه راز ښاغلي حکمتيار د دې پوښتنې په اړه چې «آيا الله تعالی د ځمکې آسمان ته راکوزېږي؟» وويل:
د مسلمانانو تر منځ يوه بله إختلافي موضوع د هغه روايت له بېلابېلو تعبيرونو را ولاړه شوې چې وايي:
(الله تعالی د شپې په وروستۍ برخه کې د ځمکې آسمان ته راکوزېږي او وايي:
(څوک شته چې دعا راته وکړي او زه يې قبوله کړم؟ څوک شته چې غوښتنه رانه وکړي او زه يې غوښتنه پوره کړم؟ څوک شته چې بښنه رانه وغواړي او زه بښنه ورته وکړم؟)
د حزب اسلامي افغانستان امير وويل: دا روايت په صحيح البخاري کې درې ځلې راغلی، د سند له پلوه غريب دی، داسې چې په صحابهوو کې يو، په تابعينو کې دوه او په تبع تابعينو کې يو راوي لري. د متن له پلوه هم داسې دی چې نه يوازې په قرآن کې ورته شاهد نه مومو، بلکې د قرآن کريم له هغو آيتونو سره هم صريح تعارض لري چې وايي:
(الله تعالی بنده ته ډېر نږدې دی، د غاړې تر رګ هم ډېر ور نږدې دی، که يوازې وي او که له نورو سره يو ځای).
نوموړي زياته کړه؛ چې د الله تعالی د نزول او راکوزېدو انګېرنه په قرآن کريم کې مشرکينو ته منسوب شوې او د لا وضاحت په پار يې د سوره بقرې ۲۱۰ او د الانعام سورې ۱۵۸ نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:
دا او دې ورته آيتونه د بايبل هغه وينا ردوي چې وايي:
(الله تعالی د ورېځو په لړه کې راغی او موسیٰ عليه السلام ته يې ځان ور وښود.)
قدرمن مشر زياته کړه: په نورو آيتونو کې هم دې ته ورته «چې الله تعالی د ځمکې آسمان ته راکوزېږي» هم څه نه تر سترګو کېږي، يوازې عباده بن صامت رضی الله عنه ته داسې يو روايت منسوب شوی خو په سند کې يې ضعف دی.
د حزب اسلامي افغانستان امير وويل: دې ته مو بايد پام وي چې الله تعالی نه په زمان مقيد دی او نه هم تر مکانه محدود، بلکې دا ځانګړتيا د مخلوق ده چې د زمان او مکان تابع وي، نه د زمان له قيد وتلی او نه هم د مکان له محدوديت، داسې چې په يو وخت کې يوازې په يو ځای کې وي، که په بل ځای کې راڅرګندېږي، نو مخکنی ځای بايد ترک کړي. الله تعالی د مخلوق په څېر نه دی، بلکې په هيڅ څه او هيڅ شي کې له مخلوق سره شباهت نه لري.
دغه راز قدرمن مشر د حارث الاعور هغه روايت ته هم إشاره وکړه چې ترمذي روايت کړی او په هغه کې د جعلي روايتونو له فتنې يادونه شوې. نوموړي وويل:
که څه هم ترمذي د ياد روايت د سند په اړه ځينې ملاحظات لري، خو د روايت متن ډېر ښکلی او دقيق دی او څه چې په کې ويل شوي، ټول يې له قرآن اخيستل شوي مطالب دي.
نوموړي وويل:
حقيقت دادی چې ډېر خلک په دې فتنه اخته شوي، او د ترمذي د ياد روايت پر استناد؛ قرآن ته يې شا کړې، پر ضعيفو او د قرآن خلاف رواياتو پسې نښتي.
د درس په پای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وويل او له هغه وروسته نننۍ درسي مُحاضره د نوموړي په دعا پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
