مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمنستان او چالیک ترکي کمپنۍ د پلاويو ترمنځ څلور ورځنيو مذاکراتو کې برېښنا شرکت له ترکمن انرګو شرکت سره له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ کیلو ولټ ته د نورالجهاد سب سټیشن د پراختیا تړون لاسلیک کړ.
✒: کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دې وزارت سرپرست سراجالدین حقاني له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، "که اسلامي امارت په رسمیت و نه پيژندل شي دوی به امریکا ته ګواښ پېښ کړي."
یاد وزارت زیاتوي، په دې مرکه کې د نړيوالې ټولنې او امریکا لپاره هېڅ ګواښونکې کلمه نهده کارول شوې او ټینګار کوي چې اسلامي امارت د دوحې تړون ته بشپړ ژمن دی او په وینا یې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي.
✒: اسلو ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د تللي پلاوي غړي انس حقاني ویلي چې د ناروې سفر یې له لاسته راوړنو ډک و. هغه زیاته کړې ده چې د دې سفر په لړ کې یې د ګڼو هېوادونو له استازو او افغانانو سره ګټورې لیدنې لرلې دي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان پلاوي په اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه خبرې کړې دي.
✒: نصیر احمد فایق چې د ملګرو متلونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې یې خبرې کولې ویلي، ملګري ملتونه دې د هغو پخوانیو افغان چارواکو شتمنۍ مصادره کړي چې د نړیوالو د مرستو په برخه کې په اختلاس تورن دي او فساد یې کړی دی.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي.
د پخواني ولسمشر مطبوعاتي دفتر وایي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د نوي کال په پیل کې ښوونځیو ته د نجونو د بیا تگ او د هېواد د مسلکي ځوانانو په کار ګمارنې ټینګار کړی دی.
✒: د بیان ازادۍ کور د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اوسلو په غونډه کې د اسلامي امارت د ژمنو خلاف د افغان خبریالانو او رسنیو د ناستې د پای ته رسیدو غوښتنه کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
✒: د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له اسلو څخه تر راګرځېدو وروسته په کابل کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو، راکړې ورکړې، اقتصاد، بشري مرستو، ترانزیټ او سوداګرۍ اوږدې خبرې کړې دي.
✒: سپوټنیک اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی دی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کنسولګري تړل کېږي او دغه راز له دې سره به د یاد سفارت د کارکوونکو ډيپلوماټیک مسوونیت هم لغوه شي.
✒: سازمان ملل: 8 میلیارد دلار برای کمک به مردم افغانستان نیاز است.
آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد طی اظهاراتی در جلسه شورای امنیت اعلام کرد که افغانستان به «یک نخ آویزان» بوده و برای ارائه کمکهای اضطراری به مردم این کشور به 8 میلیارد دلار نیاز است.
✒: دمیتری پسکوف، سخنگوی کاخ کرملین طی نشست خبری با خبرنگاران در مسکو درباره دعوت رجب طیب اردوغان از ولادیمیر پوتین برای سفر به ترکیه گفت: پوتین از دعوت اردوغان به منظور دیدار از ترکیه استقبال کرد.
سخنگوی کاخ کرملین گفت که سفر پوتین به ترکیه در کوتاهترین زمان با توجه به شرایط کرونایی انجام خواهد شد.
وی همچنین درباره پاسخ کتبی آمریکا به درخواستهای امنیتی روسیه، تصریح کرد: پوتین شخصا پاسخ مذکور را مطالعه کرد.
پسکوف با بیان اینکه آمریکا و ناتو نگرانیهای اساسی روسیه را نادیده گرفتهاند، افزود: دلیل زیادی برای مثبت اندیشی وجود ندارد. برای بررسی دقیق پاسخ کتبی ناتو و آمریکا به زمان نیاز داریم. نباید عجله کرد.
وی تاکید کرد که پاسخ مسکو به آمریکا و ناتو با رسانهها به اشتراک گذاشته خوهد شد.
✒: مولود چاووشاوغلو، وزیر خارجه ترکیه: آرارات میرزویان، وزیر خارجه و روبین روبینیان، نماینده ویژه ارمنستان در امور عادیسازی روابط با ترکیه نیز در مجمع دیپلماسی آنتالیا شرکت میکنند.
✒: د امریکا د استازو جرګې ۸۱ کلنې مشرې نانسي پلوسي خبرداری ورکړی دی چې ډیموکراسي له سختو ننګونو سره مخ ده. هغه چې اتلس ځله پر دغې څوکۍ پاتې شوې ده غواړي د ۱۹م ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې مشرۍ ته ځان نوماند کړي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې امریکا د مذاکراتو ملاتړې ده. دده په خبره په نوو ځوابونو کې یې هم له روسیې سره د خبرو نوې لارې وړاندیز کړې دي او تمه لري چې روسیه هم د خبرو لار خپله کړي.
✒: امریکا او اروپا وایي د افغانستان نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي. اروپايي ټولنې او امریکا د اوسلو تر غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت او دایمي ثبات غوښتونکي دي.
✒: شمالي کوریا تازه دوه نور توغندي ازمویلي دي. د جنوبي کوریا نظامي مسوولینو ویلي چې شمالي کوریا تازه په تازه دوه توغندي ازمویلي دي، خو د مشخصاتو او څرنګوالي په اړه یې تر دې دمه معلومات نشته دي.
✒: په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې یوه پراخ سیاسي حل ته اړتیا ده. دده په خبره په افغانستان کې یوازې بشردوستانه مرستې او پر دې برخه تمرکز کول کافي نه دي.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نږدې راتلونکي کې ترکیې ته د اسراییل د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د سفر خبر ورکړی دی. نوموړي نن په خپله ټلویزیوني وینا کې ویلي چې په دې سفر سره به د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.
✒: د اوکراین په دنیپرو سیمه کې د توغندویي تجهیزاتو په یوه کارخانه کې د نمایش پر مهال یو سرتېري د نامعلومو دلایلو له مخې پر خپلو همکارانو ډزې کړې دي او لسو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
✒: د پاکستان د کورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد وایي چې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د حکومت خبرې ځکه بې پایلې پای ته ورسېدې چې هغوی پر ډیورنډ کرښه د لګېدلي اغزن تار د ټولولو او د خپلو ټولو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنې لري.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د افغان خبریالانو او رسنیو د غونډې د لغوه کېدو په اړه ویلي چې د دې ډول غونډو مخنیوی د بیان پر ازادۍ محدودیت دی. یونما په یوه ټویټ کې ویلي چې اسلامي امارت باید د داسې غونډو د ترسره کولو ملاتړ وکړي.
✒: دیپلومات نشریه وایي ډیورند کرښې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړې دی.
دیپلوماټ خپرونې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو لیکنه کړې او ویلي دی، چې ډیورنډ کرښې د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې کړي دي، ځکه چې اسلام اباد دا کرښه په رسمیت پېژني، خو کابل یې ورسره نه مني.
د ډیپلوماټ په باور، سره له دې چې طالبان د اګسټ په میاشت کې د اسلام اباد په ملاتړ واک ته ورسېدل، خو دوی د ډیورنډ د کرښې په برخه کې یو متفاوت دریځ خپل کړی او پاکستان ته په دې کرښه د تحرکاتو اجازه نه ورکوي.
✒: ملګرو ملتونو کې د چین استازي د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې پر افغانستان د لږېدلو بندیزونو د لرې کولو پروړاندې هیڅ حقوقي مانع نشته، بلکه دا بندیزونه له سیاسي موانعو سره مخ دي، چې دده په خبره دا د افغانستان له ۳۸ اړمنو انسانانو له ژوند سره لوبې کول دي.
نوموړی وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره میاشت ۲۶۱۵ پریکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې له افغانستان سره د مرستو پروړاندې ټولې موانع لرې کوي.
