مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ناروې د اوو خیریه مؤسسو د مسؤلانو سره لیدلي دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغو خیریه مؤسسو مسؤلانو د بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې چې د متقي له لوري د مرستو په رسولو او توزیع کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
✒: بانوان معترض در کابل خواهان آزادسازی پول افغانستان و به رسمیت شناخته شدن امارت اسلامی از سوی جامعه جهانی شدند.
✒: د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر له الجزیرې سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که امریکا د افغانستان نوی سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني نو زیان به وکړي.
✒: شرکت دولتی ملی بس با فعالیت مجدد ، ۱۰۰ عراده واسطۀ ملی بس شهری را در شهر کابل امروز توظیف کرد.
فعالیت وسایط این شرکت در مسیرهای خیر خانه، کارته نو و شهرک خراسان قلعه زمان خان شهرکابل از شش صبح تا شش شام همه روزه جریان خواهد داشت.
✒: مولوی عطاءالله عمری، قومندان قول اردوی ۲۰۹ الفتح در مراسم فراغت ۲۰۰ سرباز از مرکز تعلیمی لوای ششم سرحدی قول اردوی ۲۰۹ الفتح در بلخ: شما جوانان امید رهبری ا.ا.ا. و ملت افغانستان هستید، با استفاده از قوت تان و تعلیماتی که فرا گرفتید برای حفظ سرحدات و استقلال کشور بیشتر کوشا باشید.
✒: کشف یک گور دستهجمعی دیگر در حیاط مدرسهای در کانادا.
ویلی سلارز، رئیس گروه اقوام اولیه(بومیان) منطقه «ویلیامز لیک» ایالت بریتتش کلمبیا در نشست خبری از کشف یک گور دسته جمعی دیگر با دستکم 93 قبر در حیاط مدرسه شبانهروزی کلیسای «سن جوزف میشین» خبر داد.
✒: تشکیل کمیسیونی برای بررسی وقایع تاریخی دوران استعمار در ونزوئلا.
نیکلاس مادورو، رئیس جمهور ونزوئلا در کنفرانس مطبوعاتی در کاخ میرافلورس اعلام کرد که یک کمیسیون بررسی وقایع تاریخی برای بررسی حقیقت استعمار اروپا تشکیل دادهاند.
✒: آلتون: ترکیه با سیاست مهاجرتی واقعی و انسانی خود الگویی برای جهان است.
رئيس ارتباطات ریاست جمهوری ترکیه گفت که "ترکیه هم برای امنیت و ثبات خود و هم برای امنیت و ثبات کشورهای منطقه، در میدان و میز مبارزه کرده است».
✒: نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي، هغه افغان قرار دادیان چې له سي ای اې سره یې په مستقیمه توګه کار کاوه او ددغه ادارې په لارښوونه یې عملیات ترسره کول له میاشتو راهیسې په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي.
✒: په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې راهیسې ددغه سفارت او دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
✒: په امریکا کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۳۹ کسان لادرکه شوي دي. د امریکا سمندري ځواک وايي دوی هغه مهال په دې پېښه پوه شول، چې له بېړۍ یوه پاتې کس د دوی په کېښتۍ پورې ځان ونښلاوه.
✒: د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق یا یونسیف مسوولینو ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ترینګلی دی. د دوی په خبره ماشومان اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، له لوږې سره مخ دي او خوارځواکي یې ځپي.
✒: نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې د بشري حقونو په رعایت پورې تړلې دي. فرانس پرېس آژانس وایي چې د ناروې غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وه او په هغه کې نړیوالې ټولنې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
✒: فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په مارسي کې یو پولیس د نامعلومو دلایلو له امله ځان وژنه کړې ده. د راپور له مخې، له دې پېښې سره په فرانسه کې د هغو کسانو چې خودکشي یې کړې ده شمېر یې نهو ته رسېدلی دی.
✒: ډان ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې اسلام اباد یو ځل بیا د واشنګټن لمنې ته لاس اچولی دی او ترې د همکارۍ غوښتنه کوي.
✒: په داسې حال کې چې ناټو او امریکا پر روسیې د فشارونو له امله د اوکراین پر بل شوي اور تېل شیندي د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چېرته اوکراین کې جګړه ونښلي او امریکا ناکامه شي نو دا اور به یې لمن وسوځوي.
✒: د اسيا پراختيايي بانک وايي، د افغانستان لپاره يې د ۴۰۵ ميليونو ډالرو د مرستې بسته تصويب کړې، چې په دغه هېواد کې به د خوراکي توکو د امنيت، اړينو روغتيايي خدمتونو او پوهنې په برخه کې ولګول شي.
د اسیا پراختیايي بانک د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د هغو ادارو له لارې ولګول شي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د اسیا پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې، دغه پیسې به د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ته ولیږي ترڅو د افغانستان خلکو ته د خدمتونو او مرستو د برابرولو لپاره خپل میکانیزمونه وکاروي.
✒: ایران: افغانستان در سال آبی گذشته حقابه ایران را کامل نداده است.
کابل: حقابه ایران براساس معاهده آب میان دو کشور داده میشود.
✒: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ لیکلي، په دې ناسته کې به د ملګرو متلونو عمومي منشي انټونیو ګوترېش، د ناروې بهرنیو چارو وزیره هوتیفیلت او کابل کې د یوناما مشره دیبورا لاینز خبرې وکړي.
✒: د ایران په مشهد ښار کې یوې محکمې بنیامین بریېر چې د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و په ۸ کاله او ۸ میاشتو بند محکوم کړ.
دغه فرانسوي وګړي د یوې ریموټ کنټرول شوې الوتکې له لارې د ایران او ترکمنستان په پولې تصویرونه اخیستل.
✒: د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ وایي طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره له افغان شخصیتونو او مدني ټولنې فعالانو سره ژور سیاسي بحثونه وکړل.
هویتفیلډ وايي چې د اسلو په غونډه کې د طالبانو چارواکو ته واضح پیغام ورکړل شوی چې حکومت ته یوازې د افغانانو لخوا مشروعیت ورکول کیږي او افغانستان یو ټول شموله حکومت ته اړتیا لري.
نوموړې زیاتوي چې د افغانستان اوسني وضعیت کې تغییر، د افغانانو ترمنځ پخلاینه او له لویدیځو سره د طالبانو د اړیکو پراختیا په څو ورځنیو خبرو کې نکیږي خو نوموړې وایي چې دغه غونډه به د پام وړ اغیزې ولري، د دواړو خواوو ترمنځ به د اړیکو یوه نقطه رامینځته کړي او طالبانو ته به په ډاګه کړي چې د یوه باثباته افغانستان د جوړولو لپاره یو ټول شموله حکومت اړین دی.
✒: په چین کې د متحده ایالاتو سفارت د دې هیواد له بهرنیو چارو وزارت څخه په رسمي توګه غوښتنه کړې څو د سفارت دیپلوماتانو او د هغوی کورنیو ته اجازه ورکړي چې له چین څخه ووځي.
په بیجینګ کې د متحده ایالاتو دیپلوماتانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د کرونا ویروس مخنیوي کې د چین هیواد د سختو محدودیتونو له امله دوی ته اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره دغه هیواد نه ووځي.
✒: کای آیدې له امیر خان متقي سره تر کتنې وروسته پر خپله ټویټر پانه لیکلي چې نوموړي ته د بیان آزادي او ټولو ته د تعلیم زمنیه برابرول مهم دي خو امریکا باید په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دې هیواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
✒: نماینده دایمی روسیه در سازمان ملل متحد میگوید، که ایالات متحده در افغانستان شکست خورده ولی اکنون میخواهد سیاست خودرا درین کشور موفق جلوه دهد
ولی نیتژیا میگوید که امریکا برای مبارزه با تروریزم به افغانستان رفت اما با حضور این کشور، افغانستان به مرکزترویزم وتولید مواد مخدر مبدل شد.
وی می افزاید که ایالات متحده اکنون تلاش میکند تا از مسوولیت بحران کنونی افغانستان شانه خالی نموده وبر نیاز کشورهای دیگر برای بازسازی افغانستان تاکید کند.
او همچنان میگوید که، میلیارد ها دالربه افغانستان سرازیر شد، اما همه به جیب های نوکران فاسد امریکا واریز شد.
